د پیښور په شاهی باغ کې د “طهماس خان فټبال سټیډیم” د نوم سره خلک اشنا دي. خو اوسني لوبغاړي یا پخپله د پیښور خلک هم خبر نه دي چې طهماس خان څوک و.
د شلمې پېړۍ په پېل کې د پیښور سړی به د فټبال لوبه لپاره د بالاحصار مخ ته کننګهم پارک ( اوس جناح پارک) ته ورتلل. یو خوا ته به د انګریز پوځیانو ټیم و او بلې خوا ورسره د ځایی خلکو ډله وه. د دې ټیم کپتان طهماس خان و چې په ټول هند کې د خپلې لوبې لپاره مشهور و.
محمد طهماس ( فارسی کې طهماسپ) خان په خټه احمدزی او د غزني په جغتو ولسوالۍ کې ” ککرک” کلي کې په ۱۸۸۶م کې وزیږېدو. هغه وخت د افغانستان د کورنۍ جنګونو څخه وروسته امیر عبد الرحمن پر تخت ناست و. د ده پلار ایاز خان د احمدزو قامي مشر او لوستی کس و ځکه په پیښور کې د ده کړوسی وایی چې هغه د امیر د دربار یو منشي و. څرګنده نه ده چې ایاز خان څه وخت او ولې برطانوي هند ته کډه وکړه او په ختیځ پنجاب ” لایلپور” کې میشت شو چې اوس ورته فیصل اباد وایی. ځوان طهماس خان د تعلیم په اړه معلومات نشته خو دی په سرکاري ملازمت کې ” تحصیلدار” و. دوی د پیښور په ” ګلاب خانه” کې اوسیدل چې د ” سرکۍ دروازې” دننه یو پخوانی محلت و. د فټبال لوبې سره يې دومره شوق و چې په ۱۹۱۴م کې په پیښور کې د ” افغان فټبال کلب” په نوم یوه لوبډله جوړه کړه. په دې کې قطب عالم – بچی خان- غلام نبي جینګر-آغا جان- نور الهي- سید محمود شاه- ډاکټر امیر محمد خان- اشرف بیګ- میر احمد شاه- میر حسن شاه- شیدو کوهاټي-علي حسین- شامل وو.
دا د صوبې لومړی منظم کلب و چې په اوسني جناح پارک ( کننګهم پارک) کې يې د انګریز فټبال ټیم سره لوبیدو. د بالاحصار مخې ته هغه وخت یو ژوبڼ ( چړیاګهر) هم و چې د ښار خلک به يې د نندارې لپاره ورتلل. خو کله چې د افغان کلب او د انګریز تر منځ د فټبال لوبه کیده نو هر څوک به ورته لیواله وو. هغه وخت په کلکتې کې د فټبال “محمډن کلب” هم جوړ و خو تکړه لوبغاړي يې نه لرل. دوی طهماس خان ته په کلکتې کې د انګریز د ټیم سره د مقابلې بلنه ورکړه. له دې وروسته په هند کې د فټبال مینه وال د پیښور د لوبغاړو نومونو سره هم اشنا شول. ده د افغان فټبال کلب لپاره په ” شاهي باغ” کې پراخه سرکاري زمکه واخیسته. هغه وخت انګریزانو به هغو خلکو ته د خان بهادر لقب ورکاو چې د خپل ولس لپاره يې خدمتونه کول. د ده سرکاري نوم “خان محمد طهماس خان” او په پنجاب کې دوی ته زمکې هم ورکړی شوې وې. ده یو زوی او دوې لوڼې لرلې چې په لایلپور کې واده شوې. په نومبر ۱۹۴۶م کې طهماس خان د خیبر تحصیلدار په توګه د هند مسلم لیګ مشر محمد علي جناح ته هرکلی وویل.
د ده زوی فدا محمد خان د پاکستان له جوړیدو څخه وروسته د صوبه سرحد ګورنر ( والي) و. د ده په وخت د افغان کلب میدان چاپېره دېوال تاو شو او هلته د نورو صوبو لوبډلې هم مقابلې لپاره ورتلې. په دغې لوبغالي کې د ۶۰۰۰ نندارچیانو د کیناستو ځای شته.
طهماس خان د ژوند تر پای د فټ بال د لوبې شوقین و او د ناروغۍ سره هم کله د ډاکټر ورله اجازه ورکړه نو د لوبې کتلو لپاره به میدان ته تلو. دی په ۱۹۶۶م کې وفات شو او سرکی دروازې دننه په خپل آبایی هدیرې کې خښ دی. وروسته د صوبې حکومت د افغان کلب نوم طهماس خان ته واړاو. اوس د ده په نوم د لوبو یو جام ( ټرافي) د ګټلو لپاره هر کال مقابلې کېږي.
صفیه حلیم
عکسونه او معلومات
د فدا محمد خان له نمسي، فخر اعظم څخه په مننه
ډیرجالب مطلب دی ځکه چې ککرک یوه وړه دره ده چې اوس په کې ډیری هزاره ګان اوسي، داسې ښکاري چې دلته دعبدالرحمان خان ترعصره پورې پښتانه احمدزي هم وو، ، په څنګ کې نامتو دره واغز ده چې هلته بیا ټول جلالزی اندړ اوسیږي. رشیدان په شمال کې خولږترې لرې پرته دره ده دیرش څلویښت کاله پخوا یی حکومتی مرکز همدغه جغتوولسوالی وه . مننه اودرنښت