
NEW YORK, NY – MAY 28: CBS This Morning hosts Gayle King, Anthony Mason and Tony Dokoupil interview director Ron Howard on set in Studio 57 at CBS Studios in New York, NY on May 28, 2019. (Photo by Chris Sorensen for The Washington Post via Getty Images)
په ۱۹۸۸م کې د بي بي سي ټیلیویژن د سهار لسو بجو څخه وروسته یو پروګرام پلان کړو. د دې نوي پروګرام هدف دا و چې میرمنې او په کور ناست بوډاګان چې ممکن هغه وخت ناشته کوي، ” نن سهار” ( دیس مارننګ) ته راجلب شي. هغه وخت د نړۍ په ټیلیویژن د خبرونو پروګرامونه به ماښام او ډېرسنجیده و. کوربه د هرډول معلوماتو او د ریهرسل څخه وروسته به د کیمرې مخ ته کیناستو.
خو د نن سهار دوه کوربانه به په صوفه کیناستل، په خله به يې خندا وه او ډېر په مینه به يې کتونکو سره خبرې کولی. دوی د تازه خبرونو نه علاوه، تبصره او د ټولنې په ستونزو د بحث لپاره یو یا دوه میلمانه په خپل وار رابلل. د لومړی پروګرامونه د ډېرو خلکو په دې خوښ نه شو چې دا سطحي او له خبرونو يې ټوکې جوړولې. خو په څو اوونیو کې د دې کتونکي زیاتیدل او پروډیوسرانو پکې بدلون راوستلو. یوه دا چې د صوفې مخ ته يې میز او ورباندې د ګلدستې نه علاوه د چایو دوه مګونه ( پیالې) هم ایښې وې. خو داسې به لږ کیدل چې د دې پروګرام کوربه د چایو مګ خلې ته نیولي وي. وروسته د ټیلیفون د لارې خلکو به هم هغه وخت خپله تبصره کولی شوه چې یو لوی پرمختګ و.
په یو تربیتي کورس کې “د نن سهار” یو پروډیوسر هم راسره و او چا ترې پوښتنه وکړه چې کوربه په ژوندي پروګرام کې چای څنګه څښي؟ هغه په خندا شو چې دا خو یو “پراپ” وي. په ټیلیویژن کې د پراپ مانا هغه توکي وي چې د سیټ جوړولو کې پکارېږي. دا د کوربه شا ته د کتابونو المارې، پر میز د تازه میوې ټوکرۍ او دغسې نور څه کیدایشي.
کله چې یو کتونکی، ټي وي کې د کوربه سره د چایو مګ ویني نو هغه سره ځان نزدې ګڼی. هلته ماحول لکه د کور یا د چا میلمستون په شان جوړ وي چې ناظر ته د برخې اخیستو بلنه ورکوي. د کافی یا چایو مګ په پروګرام کې د ګډون او یو ډول ملګرتیا احساس درکوي.
خو د چایو دغه مګ د پروګرام کوره لپاره یو لوی کومک وي. کله چې هغه د چایو مګ په لاس کې ونیسي نو د لویو کیمرو او د رڼاګانو نه يې پام بلې خوا ته شي. دی د فکر موقع پیدا کړي، په تیره بیا د یو موضوع نه بل ته د وقفې یا د خبرې جوړولو او جواب لپاره پیاله خلې ته ونیسي. ځینو پروګرامونو کې د یوې ځانګړې کمپنۍ یا د هغه ټیلیویژن “مګ” کارېږي چې ددوی نښه یا شعار پرې جوړ وي او کله کله ډېره په ګرانه بیه خرڅېږی. دا ضرور نه ده چې په مګ کې چای یا کافي هم وي ځکه مونږ خو يې نشو لیدای. دا شربت یا ساده اوبه هم کیدای شي. کله کله د کوربه خله په ډېرو خبرو وچه شي او په مګ کې چای یا اوبو څښلو ته اړ شي. ځینې خلک د خبرو په وخت ډېر زیات لاسونه خوځوي چې د کتونکي پام د خبرو اوریدو نه واړوي. په داسې حالت کې پروډیوسر، کوربه ته په غوږ کې هدایت ورکوي چې مګ راواخله. د اوبو لپاره، د شیشې په ګیلاس د ګوتو یا د شونډو نښې پاتې کېږي. د ښځو سرخي ژر په داسې ګیلاس ښکاري چې د موضوع نه د خلکو پام اړوي. د دې د مخ نیوي لپاره اوبه هم په مګ کې پروت وي.
اوس د پښتو په سوشل میډیا کې داسې ویډیوګانې هم خپرېږي چې کوربه د خبر په ځای د چایو پیاله اول درته ښایی. د کورونا په وختونو کې به د کوربه شا ته د کتابونو ډکه الماري ” پراپ” په توګه کاریده. خو اوس د تبصرې پېل د چایو (د شړپ او غړپ) نه شروع کوي او د خبرو په منځ کې هم بیا بیا ښایی. داسې ویډیو خو د مخې سره دا پیغام درکوي چې نه کوربه او نه مبلمه سره د ویلو لپاره څه شته. په کمنټ ( نظر) کې هم ځینو د چایو څخه موضوع جوړه کړی وي. په یوې ویدیو کې له پېل څخه، کوربه نه یواځې چای شړپوي بلکه خوراک هم ورسره کوي. میلمه هم په شرپ شړوپ چای څښي او د بسکټ په قاب يې سر دننه کړی وي.
د داسې ویډیو ګانو څخه مونږ یو پیغام اخلو چې د سوشل میدیا خبرونه او تبصرې د باور وړ نه دي.