انسان لپاره د ګل پيغام

د باران څاڅکي د برسنډې د ګل پر پاڼو راوريږي نو دا يې په لمنه کی ونيسي.  کله چې دا لمنه ډکه شي او نور ځاې پکی پاتې نشي نو د ګل کاسه ورو غوندې دا رڼې اوبه ښکته په ډنډ کی واړوي.   د برسنډې د ګل دا عمل انسان لپاره د ژوند کولو لومړې درس دې.  هم هاغه  هومره خوره چې په خېټه کی دی ځاې وي.  هم هاغه هومره له ځانه سره ساته چې ځاې درسره وي.  څه چې ستا نه دي پکار او د ساتلو توان يې هم نه لرې، له ځانه يې لرې کړه او حرص مه کوه.
صفيه حليم

دا مضمون په ۱۷ فروري ۲۰۱۳م په دغه پاڼه خپور شوی و.

1 Comment

Add a Comment
  1. يقينا چې د برسنډى د ګل دا عمل په خپل ځان کې د انسان له پاره لوى نصيحت دى. لومړى خو پکار وه چې انسان د خپل اصل فطرت په سبب د بل انسان خير خواه وى خو چې داسې نه ده، د ډير غم ځاى دى. هسې هم د ژوند له پاره د ډيرو پيسو او وسائلو ضرورت نشته. دا شيان چې زيات شي نو د سړي له پاره د سر درد وګرځي او د هر درد سر ترې جوړ شي. کاش چې دا ليکنه په ځينو زړونو اثر وکړي او د ځينو نورو د لاس امساء شي.
    لږ خوره تل خوره_ ډير خوره ګنډير خوره

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *