خوږه وله
په اردو (هندي) کې ملټهي، فارسي کې “شیرین بویه” او په انګریزي کې “لیکرش” هغه خوږ لرګی وي چې په حکیمي داروګانو کې کارېږي. په پښتو کې د دې نور نومونه، غوژکۍ، خوږکی او خوږولی دي.
شا و خوا ۵۰۰۰ کاله پخوا انسان د وحشي بوټو په لټون کې د یو بوټي جرړه پیدا کړه چې خوند يې خوږ و. په طبي ساینس کې دا بوټی، “ګلیسیرایزه ګلابره” نومېږي. یو وخت دا د ټوخي د ارامولو لپاره خلکو ژوول او په یوناني او چینای طبابت کې دا د ستونې درد او ټوخي علاج شو. په شمالي افریقه، میډیټرنیا، عرب او ایشیایی ملکونو کې هم دا د ټوخي نه علاوه، د معدې سوزش او د خیټې زخم لپاره يې کارول. د خناق، بلغمي ټوخي او د غاړې د پاړسوب دارو ترې جوړیدل. د غاښ انفکشن او د دې ملهم به د پوټکي د ځینو ناروغیو لپاره کاروي. د یونان، مصر او روم کې دا به يې د غنمو او نورې غلې سره ګډ د حلوا په شان پخول او د ډوډۍ نه وروسته د هضم لپاره به يې خوړل. په شلمې پېړۍ کې د لیکرش په نامه ځینې رنګا رنګ خواږه په اصل کې ملټهي نه لري بلکه د خواږو ویلنو (کاږه) پکې ورګډ وي. د دې ټولو صفتونو سره هم خوږه ولی هر څوک نشي خوړی.
هغه خلک چې د وینې لوړ فشار لري او د زړه مریضانو ته د خوږې ولې خوړل منع دي ځکه دا لوړ فشار سبب کېږي.
صفیه حلیم
