
په ۱۲۵۰ ق م کې د پارس ( ایران) یو باچا د اهرام په بڼه یو لوړ عبادتځای جوړ کړو. دا د خوزستان صوبې شوش (سوسه) ښار ته نزدې د پخو خښتو یوې غونډۍ په شان ښکاري چې خلک يې لیدو ته ورځي. د چوغه (چغه) زنبیل مانا په فارسي کې د ټوکرۍ غر کېږي. لرغون پوهان دغسې جوړښت ته “زیګورات وایی چې په مخروطي شکل څو طبقې لري.
شا و خوا درې نیم زره کاله په خوا د ایران په خاوره “ایلامي” قام اباد و چې خپله به يې په میخي خط لیکلې شوه. د میسو پوټیمیا ( عراق-سوریه) په شان ایلامي هم د نړۍ تر ټولو پخوانی تمدن ګڼلې شي. هغه وخت په میسو پوټیمیا کې هم دغسې زیګورات جوړیدل خو په ایران په خاوره هغه وخت دا تر ټولو لوی جوړښت و.
د دې ښار موندنه هم تصادفي وه ځکه دا په خاورو کې پټه وه. په ۱۹۳۰م کې یو ایراني زمکپوهه (جیولوجسټ) چې دغې سیمې ته د تیلو( پیټرول) په لټون سروې کوله، یوه خښته وموندله. دا په اور کې پخه شوی او ورباندې میخي خط کې څه لیکلي وو. هغه دا خښته شوش ته یوړه چی لرغون پوهان پکې په کیندنو بوخت وو. هغوی ایلامي ژبې کې د یو ښار نوم “دور اونتاش” ولوستلو.
تر ۱۹۳۵م دلته د کنستون لپاره د یو فرانسوي لرغون پوهه رولینډ ډی میکنیم په مشرۍ، سروې وشوه او تر ۱۹۳۹م زیګورات له خاورو رابرسیره شو. دا جوړښت ۹۶ هیکټار زمکه کې، ۵۳میټر لوړ او اړخونو ته ۱۰۵میټر پلن و چې پینځه پوړونه يې لرل. هر دېوال د خټو له خښتو څخه جوړ او بیا د پاسه پرې پخې خښتې لګول شوې وې. د وخت په تیریدو. د دیوال لوړ والی څه نا څه ۲۵ میټرپاتې و. د څو کالو له ځنډ څخه وروسته، په ۱۹۴۶م کې چوغه زنبیل نورې پلټنې وشوې. دا په ۱۲۵۰ ق م کې د پارس ایلامي باچا اونتاش نیپریشه د یوې اسطورې “اینشوشی ناک” په ویاړ جوړ کړو. دلته په اوړي کې سخته ګرمي او د کنستون کار به یواځې ژمي په دوو میاشتو کې کیدایشو او لویه پانګه هم ورته پکار وه. د ایران حکومت هم د زیګورات د سپړدنو لپاره تیار شو او د ۱۹۵۱م نه تر ۱۹۶۲م دا په شپږو پړاونو کې د فرانسوي رومان ګریشمن په مشرۍ وکیندل شو. په یو وخت به هلته د سلو نه زیات مزدورانو به زرګونو ټنه ملبه او خاوره د چوغه ذنبیل نه لیرې کوله. کله چې یو لوی مستطیل دېوال رابرسیره شو نو لرغون پوهان پوه شول چې بره پینځو پوړونو کې لوی مزدکونه جوړ و. په دېوال څلورو اړخونو ته دروازې وې چې په دریو کې بره دویم پوړ ته پوڼۍ ختلې وې. د جنوب ختیځ دروازې نه پوڼۍ تر ټولو بره پینځم پوړ ته جوړې وې. هر یو دروازه کې د انساني قد تر نیمایی مجسمې ولاړې وې چې یو د ګچ جوړ او ورباندې نیلا پوخ و. په دې د “اینشو شیناک” اسطورې په ویاړ لیکنه شوی وه. د بهرنیو خښتو په هر دیارلسم قطار لیکنه شوی وه او په دوی د زیګورات په دوو مرحلو کې د جوړیدو زکر و. لومړی مرحله کې تر دویم پوړ تعمیر و شو او هلته دوه مزدکونه وو. په یو کې تور او سپین د شیشې ټایلونه رابرسیره شول. بیا تر پینځم پوړ نور دېوالونه جوړ شول. د پینځو زرو نه زیات خښتې داسې وې چې ورباندې ایلامي او په ۶۷ خښتو اکادیني ژبه لیکلی وه.
د زیګورات چاپېره درې دېوالونه او د بهرني دېوال اوو دروازې وې چې یواځې د دوو اثاروموندل شول. منځنۍ دېوال کې څلور دروازې وې او د دوو دېوالونو تر منځ د نیپریشه عبادتځای د ولس لپاره و. تر ټولو لوړ په یو پراخ میدان کې د ناپیریشه مجسمه او چاپېره ترې کوټې جوړې وې. هلته په یوې خښتې دا متن لیکلی و. “زه اونتاش نیپریشه، د هومبانومینه زوی، د انسان او شوشه باچا، تلوسه لرم چې زما ژوند دې هم دغسې غوړیدلی وسي او زما عالیشان نسل دې چرې هم ورک نشي. زه د پخو خښتو یو عبادتځای او د غوړو خښتو خانقاه جوړوم چې د سیان کوک د “انشوشیناک” ته هدیه کوم او د عبادتځای مناره مو ودروله. د خپل اړخ نه مې څه چې جوړ کړل او لپاره مې خواري وکړه، دا ډالۍ دې اینشوشین قبول کړي. ”
اونتاش نیپریشه ( ۱۲۷۵- ۱۲۴۰ ق م) د الامي خلکو ځواکمن باچا د میسو پوټیمیا اوسیدونکی و. د ده پلار “هومبان نومینا ” او مور يې د “کسایټ ” باچا “کوري ګالزو ” لور وه. د دوی سلطنت “ایګي هالکیډ ” نومیدو. داسې ښکاري چې “اونتاش ” د هغه وخت مروج ټول مذهبي اسطورې او د میسوپوټیمیا د لر او بر خدایان یوځای کړل. د زیګورات د منځ برخه کې د یولسو نورو خدایانو عبادتځایونه وو. دا نابو- اداد-شالا-اینانا-ناینګل-هومبان- شیمت- پیني کیر- منزات او نوسکه نومیدل. د دې په شمال ختیځ کې د ایلامي اسطورو ایشنی کراب او کیری ریشه عبادتځایونه وو. په یوې خښتې لیکلي وو چې هلته د ناهونتی اسطورې د سرو زرو مجسمه پرته وه. په یوې بلې خښتې چوغه زنبیل کې د ۲۲ عبادتځایونو حال لیکلی دی خو تراوسه یواځې نیم په نښه شوي دي. اونتاش د زیګورات په جوړولو ده غوښتل چې ټول خلک هلته عبادت له ورشي. د ده نوم مانا د “نیپریشه خدای ورکړه ” په زرګونو خښتو لیکلی دی. د دې نه علاوه د برونزو او تیږو په زینتي ټوکو هم د ده نوم ولوستل شو او د ده مجسمه به هم نمانځل کیده. د اونتاش نیپریشه له مړینې وروسته د ده زوی په حکومت کې هم د چوغه ذنبیل سره جوخت کورونه او تجارتي خونې جوړیدل.
په ۶۴۵ق م کې د اسوریا باچا اشوربني پال د شوش لرغونې ښار له ویجاړولو وروسته په چوغه زنبیل هم حمله وکړه او دا يې وران کړو. د زیګورات نه بهر شاهي ماڼۍ او هدیرې جوړې وې چې د غولي لاندې یو چیمبر کې پینځه مقبرې وې. یوه تشه وه او څوک پکې نه وو خښ. په دویم کې د پینځو مړو ایرې وې چې بل ځای يې سیزلي او بیا دلته يې ایښي وو. دریم کې د یوې ښځې مړی پروت و چې عمر يې د ۴۰ نه بره و او ورسره توکي پراته وو. یوه مقبره په لرغوو وختونو کې چور شوې وه.
زیګورات د ایران لومړی لرغونی ودانۍ وه چې یونیسکو په ۱۹۷۹م کې ژغورلې سیمه اعلان کړه.