ججوه
لا الامې د سپرلی نه دي
چې سپرلی راشي ججوې وسپړي ګلونه
په ټپو (لنډیو) کې د ججوې ګل د سپرلي پیغام ګڼلې شي خو په اوسني دور کې دا نوم متروک شوی دی.
یورپ کې د مارچ اپریل په میاشتو کې د غاټول او نرګس نه علاوه د اینیموني ګل هم راټوکېږي. دا په فارسي کې ګل شقایق یا ګل هوا او د پښتو ججوه وي. په افغانستان کې زیات سور رنګ او رېدي (کوکنار) ګل سره مشابهت له کبله خلک يې د ریدي ګل سره غلطوي.
ججوه د ځنګلي ګلونو یو قسم دی چې د شین کبل تر منځ نورو وحشي ګلونو سره یو ځای راټوکېږي. دا د رېدي ګل نه لږ وړوکی، پاڼې يې د ریحان په شان او ډنډر يې اوږد وي. په ۱۷۵۳م کې د سویډن یو ساینس پوهه او د نباتات پیژندونکی کارل لینایس دغې ګل نه د اینیمونی نوم ورکړو. تر شلمې پېړۍ د ججوې د ګل ۶۳ نور قسمونه هم په نښه شول چې د ځینو پاڼې ازغنې او د نورو هوارې وي. دا کاسني، سپین او ګلابي رنګونو کې هم پیدا کېږي، منځ يې سپین او پکې توره دایره کې وړوکې میوه د دانو په شکل ښکاري.
په یورپ کې د باغونو جوړولو فیشن سره د ججوې غوټه ( پیاز) په فارمونو او باغونو کې د ښایست لپاره وکرل شوه. دا د غاټول ( ټیولپ) په شان مشهوره نشوه ځکه عمر يې لنډ وي او د نمر د تاو سره په یو میاشت کې رژېږي.
ما ته د سیوري ججوې راوړه
دا د دامان ګلونه نمر وهلي دینه
صفیه حلیم
