
په ۱۹۳۱م کی د کانګرس ګوند منشي خبر راوړو چی کمشنر د قیدیانو د “ټولي وډ” یعنی د کلاسیفیکیشن امراو د دې تر مخه په جیل کی د څو اوچتو بندیانو پوښتنه کړی ده. د جیل مشرانو اتلس قیدیان په نښه کړل چی څلور پکی اڅکزي وو. په نورو کی سردار شهباز خان، د هغه زوی او ځینې نور يې هسې پکی ورګډ کړي وو.
څو ورځې وروسته ایوب خان يې په روغتون او عبد الصمد يې په دفتر کی منشي ولګول او څلور واړو نه يې بېړۍ لیرې کړې. د بلوچستان په جیلونو کی دا لومړی ځل و چی بندی دی “بی جولانه پریښوو سوی وی. ” د جیل پېرنګی هم ورباندې خپل احسان ښودلو چی ګنی زه څومره ښه یم او له تاسو می د قید نیمه خواري لیری کووم. عبد الصمد خان لیکي چی څو ورځې خو مونږ ته بې له زولنو ګرځیدل ګران وو ځکه په دریو څلورو میاشتو کی زمونږ پښې “په هغه بار اموخته سوی وی. ” پخوا په څومره زور چی به مو پښه بره اوچتوله، اوس نو په هم هغه زور پښه درې پله (فټه) وړاندی لاړه. په دفتر کی د ده کار لږ اسانه و چی د وارنټ له داروغه سره به يې مرسته کوله او یا د جیل څخه د بندیانو د رابللو لپاره يې پرچی لیکلی. کله چی لوی داروغه په خپل دفتر کی ورته کار ورکړو نو ده ورته انکار وکړوچی زه هم دلته ښه یم. د دې سبب په اړه لیکي چی هلته بابوګان دي او ټول خلک یو شانه نه وي. “ما لیدلی دی ځینی و بندیانو ته ډېر په سپکه سترګه ګوري او بد رد ورته وایی، زه دا شی نه سم زغملای. ” هغه ورته ډاډ ورکړو چی ته بې غمه شه، د دې چاره ما کړی ده.
هغه وخت د کوټې چاوڼۍ څخه یو انګری پوځي رابرټ د شپږو غلاو په تور جیل ته راوستل شو چی یو نیم کال د بند سزا ورته ورکړی شوی وه. په مچ جیل کی د انګریز قیدیانو لپاره یو بیل بارک جوړ و. هر بندي ځان له کوټه لرله چی پکی د اوړي”ببوزی”(باد پکی) او د ژمي لپاره بخارۍ وه. ښه کټ، بستره، میز کرسۍ، ښه خواړه او سیګرټ به يې ورکول او دوی به “د سړو په شان جامی” اغوستې. اڅکزی لیکي چی زما به ډېر “کاهښت”کېده چی دا ولی زموږ ښه نه ښه سړی په دی خپل هیواد کی د پیرنګیانو د غلو او بدو خلګو هومره تول هم نه لری. ” رابرټ ورسره په دفتر کی کار کاو او ښه خوشاله معلومیدو. په هغه کی يې دوه خویونه ولیدل چی یو خو په هیڅ کار يې باک نه کاو او ستړی کیدو نا. بله ټوله ورځ به ولاړ و چی نه پر زمکه او نه په کړکۍ یا بل ځای کیناستو. د داروغه کرسۍ به اوزګاره شوه نو په هغې به کیناستو ګنی ولاړ به و.
د جیل وړوکي داروغه چی د سردار میر احمد کشر ورور سردار عزیز احمد خان و، د شپږو میاشتو زدکړې لپاره لندن ته يې وراستولی و. د هغه په ځای یو هندو جما دار(هیډ وارډ) بیلي رام کار کاو. کله چی د عزیز احمد خان د راتګ وخت نزدې شو نو د جیل هندو افسرانږ دوه درې ورځې په خپلو کی د صلاح مشورې نه وروسته، د جیل له خوا کمشنر ته خط واستاو. وې لیکل چی تاسو د بندیانو د اوچتو ډلو ( ای-بي کلاس) جوړولو لپاره چې کوم امر کړی او مونږ درته اتلس کسان په نښه کړي وو، د هغې په اړه راته ژر ولیکئ چی دوی ته لوښو ډوډۍ بندوبست وکړو. بله دا چی د دغو کسانو د نګرانۍ لپاره به مویو بل وړوکی داروغه پکار وي. د دغو هندوانو هدف دا و چی د عزیز خان د راتلو نه وړاندې بېلي رام لپاره ځای پیدا شي چی هغه بیرته جما دار نشي او په افسري پاتې شي.
کله چی خط لاړو نو عبد الصمد پوهه شو چی دا کار وران شو. بروس غوښتل چی دا کار د دغو څلور اڅکزو لپاره په لږو پېسو شروع کړي. د جیل په اندازه د دې لګښت د میاشتې زر روپۍ و. اڅکزي وروسته دا خبره لوی داروغه ته وکړه چی ښه پوهه سړی يې نو دا کار دې ولې وکړو. هغه ورته وویل چی پخوا دې راته ولې نه ویل.
د ایوب او عبد الصمد د منشي توب سره ورته په جیل کی د تګ راتګ ازادي شوه. په روغتون کی د ګرمو اوبو، د بندې غسل خانې او د جامو وینځلو لاره هو پیدا شوه. اڅکزي به د بندیانو کار او د میچنې وار هم لګاو. ده د بندیانو په سمه توګه خسمانه کولی شوه او په دفتر او درمانتون کی يې ارام کولی شو.
نور بیا