د بالا حصار جګړه


د پښتونخواه د مردان چاوڼۍ په یو څلور لاري کې په یوې یادګاري تختې د ګایډ (رهنما) ډلې د هغو پوځیانو نومونه لیکلي دي چې د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې د کابل په بالاحصارکې ووژ‌ل شول.
د مردان چاوڼۍ په هندوستان کې د غدر( ۱۸۵۷م پاڅون) نه دوه کاله وروسته جوړه شوه. د دې لومړی مشر لیفټنټ هېري لمسډن د پلي او سوارو عسکرو یو کور (قل اردو) هلته کې ورزولو چې زیات پکې سیکان او مسلمانان وو. دغه رجمنټ د پنجاب د سرحدي ځواک یوه برخه وه او د چاوڼۍ نه به د پښتونخوا سیمو ته د جنګونو لپاره پوځ استول کیدو.
په ۱۸۷۹م د می په ۲۶ نېټه د افغانستان امیر یعقوب خان د انګریزانو سره د ګندمک معاهده لاس لیک کړه. په دې کې هغه ته د کال شپږ لکه روپو ورکول او ورسره د خیبر درې نه وراخوا سیمه د برطانیې په کنټرول کې د ساتلو ‌منه وشوه. د دې نه علاوه دواړو غاړو په کابل کې د برطانوي سفارت لپاره هم راضي شول. د جولای په میاشت کې هغه افسر لویی کاویناري چې د ګندمک معاهده يې د امیر سره لاس لیک کړی وه، په کابل کې سفارتي مشر وټاکل شو. دی یو مغرور انسان او په افغانانو کې بدنامه و. د برطانوي پوځ یو مشر جنرل نیویل چیمبرلین د هغه په تقررۍ وویل چې کاویناري په سړه سینه د حالاتو جاج نشي اخیستې. “که دی په کابل کې زمونږ استاځی شو نو زه ویریږم چې په مشکل کې به مونږ نشي ‌غورلې. ” خو د هند وایسرای “لارډ لیټن” د افغانانو سره د ده د تجربې په بنسټ کاویناري د دې کار لپاره مناسب کس ګڼلو.
دی د اویاو نه زیات پوځیانو د یوې ډلې سره د خیبر درې نه واوړیدو. د ده سیاسي معاون ویلیم جېنکنز او ډاکټر ایمبروس هیملټن کېلي هم ورسره وو. د پوځي دستې مشر لیفټنټ والټر رچرډ هیملټن و چې دوه پنځوس ( ۵۲) سپاره او نور پلي سپایان او خدمتیان پکې مله وو. انګریزانو د خپل شان لپاره وسله او نور دروند سامان په یو هاتي ( فیل) بار کړې وو.
د سفارت ډله په ۲۴ جولای، کابل ته ورسیده نو افغان پوځ ورته د توپو سلامي ورکړه. په بالاحصار کې امیر یعقوب خان ورته هر کلی وویل او بیا یو بینډ د برطانیې ملي ترانه وغږوله. په کلا د شاهي استوګنځای نه ۲۳۰ میټر لیرې د انګریز په لګښت، دوه پوړیزه حویلي جوړه شوی وه. د دې ښکته پوړ کې دفتر او بره د خوب کوټې وې. پوځي دستو د دې نه بهر خپلې خیمې ټک وهلې. دوی خبر نه وو چې په هرات کې د پوځ کابلي دستو شپږو رجمنټو (غونډ) د هغه ځای حاکم سردار محمد ایوب خان په ضد بغاوت کړی و. دوی ته د څو میاشتو معاش ورته نه و ورکړی شوې او دوی به خلکو نه ډوډۍ غوښته. ده خپل ورور امیر یعقوب ته لیکلي وو چې له هرات دې کابلي دستې وباسي. تر څو چې امیر څه فیصله کوله، د دغو باغي ‍پوځیانو خپل کوماندان له و‌ژلو څخه وروسته، کابل ته روان شوي وو.
د ستمبر په لومړۍ نېټه ۱۸۷۹م کې شا و خوا دوه زره هراتي عسکر، کابل ته ورسیدل او په بله ورځ د بالاحصار مخ ته راټول شول. دوی د امیر نه د دوو میاشتو تنخوا یکمشت غوښتو خو د کابل خزانه هم د کورنۍ جنګونو له کبله تشه وه. د مذاکراتو په وخت دغو پوځیانو په کابلي عسکرو ملنډې وهلې چې انګریزانو نه يې ماتې خوړلې وه. دوی به د سفارت چاپېره ولاړ هندي پوځیان ښکنځل او یو اندیښمن رسالدار، کاویناري ته خبردارې ورکړو. هغه په ډېر غرور وویل چې پرواه مه کوئ، که دوی زمونږ درې یا څلور کسان هم وو‌ژل نو د دې غچ به اخیستل کېږي. د ستمبر په دریمه نېټه سهار اوو بجې، کاویناری کلکتې ته ټیلیګراف پیغام واستاو چې پکې لیکلي وو. “د کابل سفارت کې هر څه سم دي. ” بیا دی د خپل معاون سره د ناشتې په میز ناست کیناستو، ډاکټر کیلي بهر وتلو ته تیاریدو او هیملټن پوځي دستو پریډ او د پرچم سلامي تابیا کوله.
کله چې باغي پوځیان خبر شول چې دوی ته به معاش ورکوي خو یواځې د یوې میاشتې. دغو اوږي او ستړي پوځیانو نور زغم نه لرلو او اته بجې شا و خوا يې په برطانوي سفارت چپاو وکړو. هلته موجود پوځیانو پرې ډزې وکړې خو دوه زره عسکر پرې برلاسي شول. دوی حویلي ته وردننه شول او اور يې واچاو. کاویناری په خپلې طماچې څلور کسان وو‌‌ژل خو پخپله هم په تندي ولګیدو. هیملټن د پوځ دستو سره په میړانه وجنګیدو خو د اور په لوګي کې يې څه نه لیدل او ووژ‌ل شو.
امیر یعقوب خان د خپل ماشوم زوی او څو مشاورینو سره قران په سر راغلو او باغیانو ته يې د جنګ بندولو وویل. د افغان پوځ مشر داود شاه د سپارو دستې سره دغو بلوایانو منځ ته ورغلو خو هغوی سباره له اسونو زمکې ته راښکل او په تیږو يې ویشتل. برطانوي پوځ په ډزو بې شمیره هراتي پوځیان هم و‌ژ‌ل کیده خو تر غرمې د سفارت یواځې دیرش ( ۳۰) هندي عسکر ‌ژوندي پاتې وو. د ګایډ مشر جیون سنګ د خپلو دولسو سپایانو سره تر وروستي دمه وجنګیدو او اخر ټول وو‌‌ژل شول. په دې جنګ کې د افغان پوځ ځاني تاوان شپږ سوه او ټپیان د دې نه علاوه وو.
پیښور ته د دې فاجعې خبر په رسیدو سمدلاسه د غچ اخیستو لپاره یوه دسته د جنرال فريډريک رابرټس په مشرۍ کابل ته روانه شوه او دوی په ۱۳ اکتوبر۱۸۷۹م د کابل سرپوښ بازار وسیزلو. د بالاحصار ځینې ودانۍ يې په توپو ړنګ کړې، ملامت کسان يې غرغره او امیر یعقوب يې هند ته جلاوطن کړو. په کابل کې د ګایډ جنګیدونکو ځوانانو میرانه وستایل شوه او په مردان کې د دوی په ویاړ د سرو خښتو محراب او چترۍ لرونکی یادګاري دروازه په ۱۸۹۲م کې جوړه شوه. د دې یو اړخ ته د مرمرو په تیږه د هغو ۷۱ پوځیانو نومونه لیکلي دي، چې هندوان-سیکان او مسلمانان پکې شامل و. بل اړخ ته هم هغه نومونه په انګریزي او په یوې تیږې په پښتو کې د هغو ټولو د کارنامې ستاینه لیکلې ده.
معلومات د مردان د ګایډ یادګار او مختلفو ویبپاڼو څخه.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *