
دا جنګ چې د سوپین- سوپاین او شوپیان په نومونو مشهور دی، په ۳ (یا ۵ ) جولای ۱۸۱۹م کې د سیکانو او افغانانو تر منځ په کشمیر کې وشو.
کشمیر په لومړي ځل د احمد شاه ابدالي د مغلو څخه په ۱۷۵۲م کې ونیولو. له هغه راهیسې شا و خوا ۷۱ کالو په موده کې دلته ۲۸ افغانان واکمن پاتې شول. دوی په کشمیري ولس کې بدنامه وو ځکه د شته منو هندوانو څخه يې په زوره باج اخیستو او لکه د فیوډالي سردارانو اوسیدل. په افغانستان کې د سدوزو دوره پای ته ورسیده نو په کشمیر کې د بارکزو د سردار پاینده خان زوی عظیم خان حاکم شو. په ۱۸۱۸م کې د ده مشر ورور فتح خان په مړینې، عظیم خان د یوې لوی خزانې سره له کشمیر ووتلو او خپل بل ورور جبارخان يې هلته حاکم پریښودو. د سردار عظیم خان د مالیې وزیر “بیربل دهر” د افغانانو په انتظام خوشاله نه و. د کشمیر خلک د دوی د لوټ مار څخه په تنګ وو. نو د عظیم خان د وتلو سره، دی هم لاهور ته لاړو او رنجیت سنګ ته يې په کشمیر د حملې مشوره ورکړه.
مهاراجا له ۱۸۱۴م د کشمیر د نیولو هوډ کړی و او د غرونو په لمنو کې واړه ریاستونه لکه بهیمبر- راجوړي- پونچ او نور پور ته يې کله کله لښکر استول. د دې سیمو راجه ګانو ورته زیات مزاحمت ونکړو او د باج په ورکولو راضي شول. سیکانو غوښتل چې د کشمیر لوړو غرونو ته تلونکی ټولې لارې، په تیره پیر پنجال غرونو ته لاره وکړي.
کشمیر ته د پوځ لیږلو نه وړاندې رنجیت سنګ په ګجرات ( پنجاب) او وزیرآباد کې د وسلو دوه لوی ګودامونه جوړ کړل. په ۲۰ اپریل هغه په لاهور کې خپل پوځ پیر پنجال ته روان کړو. دا ۳۰ زره لښکر په دریو برخو ویشلی و چې د ۱۲۰۰۰ عسکر مشر دیوان محکم چند و او څو درنې ټوپې هم ورسره وې. د دوی شا ته شهزاده کهړک سنګ د ۸۰۰۰ پوځ سره روان و. د ټولو شا ته رنجیت سنګ لس زره کومکي ډله چې مشر يې هري سنګ نلوه و، مزل وهلو. د کهړک سنګ پوځ د سردی تاڼې(تهانه منډي) سره کیمپ جوړ کړو. د رنجیت سنګ ځواک څه په بهیمبر او څه تر سردی تاڼې په لاره کې پروت و. نور جنګیالي د پیر پنجال نه تر شوپیان په لاره وړو کلاګانو کې جنګ ته تیار وو.
لومړنۍ دستې اول بهیمبر ته ورسیدې او هلته بې له جنګ د حکیم کلا يې ونیوله. د می په لومړۍ نېټه دوی په راجوړي حمله وکړه نو د هغه ځای راجا آغرخان ورسره وجنګیدو. آغر خان کشمیری راجپوت او په تیرو څو کالو کې يې د سیکانو حملې په شا تمبولې وې. دا ځلې هم د دیوان لښکر ماتې وخوړه نو د پوځ کومانده هري سنګ نلوه پخپل لاس کې واخیسته. په یو سخت جنګ کې د دوی زیات لښکر ووژل شو او وسله او بارود د سیکانو لاس ته ورغلل نو آغر خان ورته تسلیم شو. رنجیت سنګ د هغه ورور رحیم الله خان په دې شرط د راجوړي راجا وټاکلو چې هغه به تر “بهرام درې” د دوی لښکر سره کومک کوي. کله چې سیکان، بهرام درې ته ورسیدل نو هلته د بارکزو له خوا مقررشوی فوجدار سري نګر ته وتښتیدو. هلته پاتې د “پونچ” کوټوال میر محمد خان او د شوپیان کوټوال محمد علي د “ډهاکي دیو” او “ماجا” درو د دفاع لپاره سخته جګړه وکړه. اخر دوی په ۲۳ جون ۱۸۱۹م کې دیوان محکم چند ته تسلیم شول. دیوان هلته خپل ځواک په دریو برخو وویشلو چې د پیرپنجال د مختلفو درو څخه دې پورې ووځي. ټولې ډلې د شوپیان په لاره په سرای علی (سرای الهي) کې یو ځای شول.
شوپیان د سرینګر څخه ۵۱ کلومیټر لیرې، له سمندر څخه دوه زره میټر لوړ، د کشمیردویم شته من ښار دی. دا د مغلو په لویه لاره پروت، د خپلو مڼو لپاره شهرت لري او یو وخت لاهور او سرینګر يې خپلو کې نښلول. د ډیلي مغل شاهان به تل په اوړي کې کشمیر ته تلل او د لاهور نه يې ورته یو لوی سړک جوړ کړی و. دلته د اورنګزیب له خوا یو جامع جومات جوړ شو او د ښار زیات خلک يې مسلمانان وو.
د جولای په دریمه نېټه سیکانو د شوپیان څخه سري نګر ته د تلو هڅه وکړه. خو د دوی مخه د جبارخان لښکر ونیوله. افغانانو په لومړي حمله کې په خپلو درنو توپو دشمن ته سخت تاوان واړاو. دیوان هم خپله درنه وسله ځای په ځای کړه او د خپل پوځ ګس لاس ته د توپخانې څارنې ته ورغلو نو جبارخان د ده په ښې غاړه لویه حمله وکړه. دوی د سیکانو دوه توپې يې ونیولې نو هلته ګډوډي پیدا شوه. خو هغه وخت د افغانانو یوه خوا بې دفاع پاتې شوه او هلته پهولا سنګ، په پوره توان د افغانانو په توپخانې پریوتو. سیکان د تورې او خنجر په جنګ کې مهارت لري خو په مقابل کې يې افغانانو په بارودي وسلو تکیه کوله. د سیکانو شمیره زیاته وه او د هغوی په فشار افغانان ورو ورو په شا کیدل. جبارخان، میدان څخه د تیښتې په وخت ټپي شو او جنګیالو يې هم پښې سپکې کړې. دغه مات لښکر مظفر آباد ته ورسیدو نو د هغه ځای حاکم ورته د راتلو اجازه ورنکړه. جبار خان د هزارې په غرونو کې د څو ورځو له سفر وروسته پیښور او بیا کابل ته ورسیدو.
څو ورځې وروسته، د جولای په ۱۵ سیک پوځ سری نګر ته ننوتو نو شهزاده کهړک سنګ هلته ټولو اوسیدونکو ته د امنیت ډاډ ورکړو. ښار ځکه هم د چور او سیزلو نه ژغورلی و چې د کشمیري شالونو پرمخ تللی صنعت يې لرلو. بله دا چې هلته د پنجاب، تبت، سکردو او لداخ د مالونو منډۍ وه. رنجیت سنګ د دیوان محکم چند زوی موتي رام د سرینګر حاکم وټاکلو او یو لوی پوځ يې ورسره پریښودو چې د نورو سیمو نه باج راټول کړي.
د کشمیر په نیولو د سیکانو سلطنت نور هم پراخ او د دوی حاصلات زیات شول. د دې نه علاوه رنجیت سنګ د تبت سره د خپل سلطنت سرحدونه وټاکل. په پنجاب کې د سیکانو زور لا زیات شو او بارکزو د لاسه د اباسین نه پورې غاړه مهمې سیمې په وتلو شوې.
صفیه حلیم