لومړی مشن


د پخواني انجیل د څو پاڼو پښتو ژباړه په ۱۸۱۸م کې د ایسټ انډیا کمپنۍ یو مبلغ “ویلیم کېري” وکړه. ده له هغو کوچیانو پښتو زده کری وه چې هند ته به تجارت لپاره ورتلل. ځینې په بمبۍ او کلکتې کې میشت وو او انګریز به ورته ” پټان” ویل.
په ۱۸۴۹م کې صوبه سرحد د سیکانو نه انګریز لاس ته ورغلو. ورسره هلته د یو تبلیغي ټولنې (مشن) لپاره د ځای لټون وشو. په پیښور تاریخې کیسه خانۍ بازار نه بهر کوهاټ لوري ته د دراني ټبر لوی کور نه بارکزي سردار کډه کړی وه. کلیسا به داسې ځایونه په پېسو اخیستل خو څرګنده نه ده چې دوی د افغان کور په څو واخیستو. دا ځای، د پوځ لوی پادري میجر مارټن ته وسپارل شو چې په ۱۸۵۵م کې لومړی “چرچ مشن ” شو. د کوهاټي دروازې سره یوه کلیسا او ورسره جوخت د هلکانو لپاره د مغربي تعلیم لومړی ښوونځی “ایډورډز های سکول” يې پرانستو. دا په صوبه سرحد کې د لومړي برطانوي افسرهربرټ ایډورډز په نوم و. میجرجنرل سرهربرټ بنجمن ایډورډز د ۲۲ کالو په عمر کې ۱۸۴۱م کې کلکتې ته پوځي خدمتونو لپاره تللی و. شا و خوا ۵ کاله ده د خپل کار نه علاوه، اردو، هندي او فارسي ژبو امتحان کې کامیابه شوی و. په ۱۸۴۵م کې دی ترجمان او د هغه وخت د هند په ټولنه يې ځان پوه کړو. د انګریزي ژبې “ډېلي ګزټ” مجله کې به هغه خپل یو فرضي تربور ته په لیک کې د روانو چارو حال لیکلو. په ټول هند کې انګریزانو به د ده لیکنې په شوق لوستلې. دی په پنجاب کې د سیکانو سره په دوو جنګونو کې د جنرل ګف مله و او د ملتان اتل په لقب یادېږي. وروسته د ګورنر هاوس مخامخ په دغه نوم یو کالج هم جوړ شو چې د پنجاب پوهنتون سره تړلی و.
د پیښور پادریانو به روانه پښتو ویله او ډاکټر یا نرس په توګه يې طبي خدمتونه هم ترسره کول.
په راتلونکو ۱۵۰ کلونو کې د کلیسا په پېسو، چاوڼۍ کې یوه لویه کلیسا، مشن هسپتال، سکولونه او کالجونه جوړ شول. خو د هند د نورو سیمو په پرتله پښتانه په اسلام زیات ټینګ ولاړ وو. په پیښور کې د بارکزو په کور کې اوس هم د چرچ مشن او ښوونځی موجود دی. د کور په لویه دروازه يې د مرمرو یو تخته ولګوله چې ورباندې د یار محمد او سلطان محمد نومونه لیکلي دي.
په ایدروډز سکول کې باچا خان نه علاوه، صاحبزاده عبد القیوم خان هم سبق ویلی دی.
صفیه حلیم
عکس له کیسه خانۍ فیسبوک پاڼې- د علی جان نه په مننه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *