دراني


د ۱۹۷۰م په لسیزه کې د بمبۍ په یو وړوکې کوڅه کې یو سپین ږیري به په خپلې وړې هټۍ، مالګه مرچ او نور توکي خرڅول. د چا ګومان هم نه کیدو چې په ۱۹۴۰م کې نامتو سندرغاړو محمد رفیع او ګیتا دت خپلې لومړۍ سندرې د دغه کس سره یو ځای ویلې وې.
د ۲۵۰ نه زیات سندرو ویونکی، غلام مصطفي دراني ي په خټه محمدزی او په ۱۹۱۹م کې پیښور کې یو دودیزه کورنۍ کې زیږېدلی و. مور يې په ماشومتوب کې وفات شوه او پالنه يې د خپلې نیا وکړه. په ۱۹۳۰م کې د پیښور چایخانو مخې ته به ځوانان په ریډیو د سندرو اوریدو ته ولاړ وو. غلام مصطفی هم دغسې ځوان و چې مورنۍ ژبه يې پښتو وه خو د اردو او پنجابي سندرې به يې زمزمه کولې. د معمولي تعلیم نه وروسته، دی د یو انځورګر سره د فلمونو لوی پوسټر او د دکانونو تجارتي لوحې رنګولې. کله چې ۲۲ روپۍ ورسره جمع شوې نو دی لاهور ته لاړو. هلته د مزدورۍ نه علاوه د ریډیو په ډرامو کې برخه اخیسته. څه موده وروسته، ډېلي ريډیو کې نطاق شو او د هغه ځای ډایرکټر زوالفقارعلی بخاري نه يې د شعر او خبرونو ویلو چل زده کړو. په هغو ورځو کې سهګل په شان ستورو به په فلم کې پخپله سندرې ویلې. دراني غوښتل چې فلم کې کار وکړي نو په اپریل ۱۹۳۵م کې ځان يې بمبې ریډیو ته بدل کړو. هلته په یو سټوډیو کې د فلم شوټنګ په وخت سازیان د ونو او تیږو شا ناست سندرغاړي ته طبله او باجه غږول. دراني ته دا کار سخت ښکاره شو نو د فلم اراده يې پریښوده او یواځې سندرو ویلو ته يې مټې ونغښې. د هغه وخت یو شاعر بهزاد لکهنوی د ده ملګری شو. ده به د هغه غزلې په ریډیو ویلې او مینه وال يې زیات شول. د هغه ۴۰ روپې معاش په دریو کالو کې د میاشتې ۷۰ روپو ته لوړ شو.
کله چې په فلمونو کې د ستورو لپاره د سندرو د ریکارډولو تخنیک ( پلې بیک) راغلو نو فلمساز رفیق غزنوي د فلم “بهو راني” د سندرو لپاره ورته وویل. دراني سرکاري ملازم په توګه بل ځای د کاراجازه نه لرله. خو دوی په پټه د سندرو ریکارډنګ د اتوار په شپه کاو چې څوک بهرني سټوډیو کې وردننه نشي. ده لومړۍ سندره یو نوی هنرمند “مس روز” سره وویله او ۷۵ روپۍ معاوضه يې واخیسته. د سندرې په “ککوړو” (واینل) هم د ده نوم نه و لیکل شوې. هم دغسې سهراب مودي هغه ته په ۱۹۳۵م کې خپل تاریخي فلم “صید هوس” کې د سندرو موقع ورکړه چې موسیقار يې بندوخان و. د دې یو غزل ”
مستوں کو شام فرض ہے پینا شراب کا
هر ځای غږیدو چې د ګنجان په بدل نوم دراني ویلې و. د ۱۹۴۰ په پای کې هغه د آکاش واڼي نوکري پریښوده او په خپل نوم د فلمي سندرو په ویلو لاس پورې کړ. ده په اردو، هندي او پنجابي هر ډول سندرې ویلې او لومړی مسلمان هنرمند و چې د هندوانو مذهبي سندرې يې ویلې. د ده نوم د سهګل په شان مشهورو سندرغاړو په لسټ کې شامل شو. طلعت محمود به د ده په سټایل غزلې ویلې.
په ۱۹۴۱م کې خواجه خورشید انور ده ته د خپل معاون دنده وسپارله او بیا د انګوري فلم د موسیقۍ تړون دراني پخپله وکړو. ۱۹۴۲م د دراني لپاره مصروف ترین کال و چې په بمبۍ کې لومری پښتو فلم جوړ شو. هم هغه کال د شارده فلم سندره ” دنیا میں سب جوڑے جوڑے ” د نوشاد په موسیقۍ ” نیند هماری خواب تمهارے د شیام سندر په موسیقۍ شهرت وموندلو.
نامتو هنرمند محمد رفیع د خپل مسلکي ژوند لومړۍ سندره ” آج دل هو قابو میں” د دراني او نورو سره په ګډه وویله. دغسې د ګیتا دت لومړۍ سندره هم د دراني سره ریکارډ شوه.
ده د خورشید انور، شنکر راو ویاس او الله رکها قریشي سره هم معاون په توګه موسیقي جوړوله او د مرزا غالب، هم لوګ، مغرور، شمع، نمستی او سبق فلمونو سندرې ریکارډ کړې. د موسیقارپه توګه جي- ایم دراني له ۱۹۴۳م د ۴ فلمونو موسیقي جوړه کړه. د پیښور رنګمال د شهرت په اسمان لکه د ستوري وځلیدو او د هغه وخت یو نامتو هنرمندې ” جیوتي” چې خپل نوم يې ستاره بیګم و واده وکړو.
په ۱۹۴۹م کې د فلم ” چاندني رات” لپاره ۲۱ کلن لتا منګیشکر خپله لومړۍ سندره ویله. دراني د فلم موسیقي ترتیب کړی وه او د نوی سندرغاړې “لتا” د تشویق لپاره ورسره غیر رسمي خبرې شروع کړې. د هغې په غاړه د خپل پلار د لاس نښه، هاتي غاښ یو امیل و. دراني ورته وویل چې ته باید د سرو زرو امیل په غاړه کړې ځکه ستا غږ بې جوړې دی. په دغه خبره لتا په قهر له سټوډیو ووتله او نوشاد علی ته يې وویل چې دا به بیا چرې هم د دراني سره سندره نه وایی.
د حج نه وروسته دراني له سندرو ویلو لاس واخیستو. د ۱۹۶۰ م په لسیزه کې دراني د ” انجان” په بدل نوم د دوو فلمونو موسیقي جوړه کړه چې ” قسمت پلټ کی دیکهه” او سټیټ ایکپریس” و. خو له مادي نړۍ يې زړه تور شوی و. ده ږیره پریښوده، د کور قیمتي سامان يې خرڅ کړو او د بې وزلو سره به يې مرسته کوله. پېسې ورسره خلاصې شوې نو یو وړوکي کور کې يې ژوند پېل کړو. هم هلته په پور د کریانې یو وړوکي هټۍ يې واخیسته او پاتې ژوند يې لکه د ملنګ تیر کړو.
دا نوم ورکی په ۹ ستمبر ۱۹۸۸م کې وفات شو.
صفیه حلیم
له ویبپاڼو

Leave a Reply

Your email address will not be published.