صفوی او قزلباش


په ۱۶ پېړۍ کې د ایران شیعه اسلام بنسټ شاه اسمعیل صفوی کیښودو. هغه په نسل “کرد” او په عقیده کې سني (شافعي) و. د ده پوځ “قزلباش” د یو نسل نوم نه دی بلکه سور رنګ لباس له کبله، تربورانو ورته په ملنډو دا نوم ورکړو.
د مرکزي ایشیا ترک نژاد قبیلو، په ۱۳ میلادي پېړۍ کې عراق، سوریا او اناطولیا (ترکي) ته کوچ کاو. د کردستان د اردبیل یو عالم صفی الدین د ګیلان پیر ذاهد مرید او زوم و. د ده د تصوف حلقه “صفوی” نومیده. شا و خوا ۵۰ کالو کې د دغه ټبر خلکو په پارس، شام او ترکي کې د” شافعي” مسلک تبلیغ کوو او په روحاني لاره روان وو. د جورجیا (ګرجستان) او آذربایجان شاهي کورنۍ کې يې ودونه کول او په ۱۴۴۷م کې يې خپله شجره د حضرت علي (رض) سره وتړله. د دې ټبر شیخ جنید سیاسي فعالیت پېل کړو نو د ترکانو ” قره کوینلو” قام له اردبیل وشړلو. ده د ” آق کوینلو” اوزان حسین سره یو ځای شو او هغه ورته خپله خور خدیجه بیګم واده کړه. د ده زوی شیخ حیدر د آذربایجان “مارتها”(حلیمه بیګم) سره په واده شاهي کورنې کې داخل شو. په ۱۴۸۸م کې دی د پارس پوځ له خوا په طبرستان کې ووژل شو. په اردبیل کې دده مشر زوی علی مرزا ترکانو ووژلو او بل ۸ کلن زوی اسمعیل د ګیلان یو شیخ په خپل کور کې پټ وساتلو. د ۱۲ کالو په عمر کې اسمعیل ایراني آذربایجان ته لاړو او څه موده وروسته د ترکانو جنګي ډلې مشر شو. په ۱۵۰۰م کې ده د ۷۰۰۰ لښکر سره شیروان شاه ته په “ناګورنو قره باغ” کې ماتې ورکړه. د “باکو” د نیولو سره د آذر بایجان او د پارس صوبې د ده په لاس کې شوې. په دسمبر ۱۵۰۱م کې دی په تبریز کې د شاه اسمعیل په نوم د پارس لومړی صفوی باچا شو. ده په پارس کې د ۱۲ امامانو منل سرکاري مذهب اعلان کړو او کومو خلکو چې دا نوی دین نه منلو هغه يې وژل.
د ترک کلچر تراغیز شاه اسمعیل او د ده ملو، ږیره خریله او بریتې به يې ساتلې. د ده پوځ به سور رنګ پوځي لباس او اوږده ټوپۍ (کلاه) به په سروله چې ۱۲ ولونه يې د ۱۲ امامانو نښه وه. دغه به ” تاج حیدر” نومیدو. سني ترکانو به په ملنډو دوی “قزلباش” بلل. خو اذرې پوځ دغه لقب ځان لپاره په ویاړ کاراو. د قزلباش دستو کوماندان “حسین بیګ شاملو” د صفوي شاه د پوځ لوی امیر شو. په دې کې زیات د اناطولیا ترکان، لږ شمیر کردان او نورچغتای (مغل) وو.
شاه اسمعیل به “پادشاه قزلباش” هم نومیدو ځکه په حکومت کې يې لوړې عهدې دوی ته ورکولې. تر ۱۶ پېړۍ د قزلباش پوځ شمیره ۷۰ زره شوه او د دوی ځواکمن سردارانو به فیصله کوله چی د پارس پر تخت به څوک کېني.
د پارس قزلباش په دکن کې د بهمني سلطان په دربار کې هم موجود وو. له دوی یو کس “قلي قطب” وروسته په دکن کې حاکم او د قطب شاهي دورې په نوم مشهور و. په ۱۵۴۴م کې مغل همایون، پارس کې صفوي دربار کې پناه اخستې وه. هلته د قزلباش مشاورینو په ملاتړ دی بیرته هند ته لاړو او له سوري پښتنو يې باچاهي واخیسته. په مغل دربار کې د دوی اغیز دومره ډېر شو چې برهان الملک سعادت علی خان په “اووده” کې ځان له باچاهي جوړه کړه. وروستي صفوي باچا شاه حسین به زیات قزلباش صوبو کې د سرحدونو حفاظت له ساتل. د کندهار د غلجو له پاڅون وروسته، د پارس د نور پوځ په پرتله خپل حاکمیت په صوبو کې وساتلو. دوی د یو تکړه تفنګچي نادرافشار خپل مشر ومنلو او د پارس نه علاوه افغانستان او ډېلي کې مغل خزانه يې چور کړه. هغه وخت د اباسین نه ترباسفورس او مرکزي اېشیا نه ترخلیج به “مملکت قزلباش” نومیدو. په ۱۷۴۷م کې د نادر شاه افشار د قتل نه وروسته قزلباش سردارانو په اصفهان کې د ” قاجار” سلطنت بنسټ کیښودو چې تر ۱۹۲۵م واکمن و. د کندهار په لښکر کې قزلباش دستو د احمد شاه ابدالي د حفاظت دنده پر غاړه لرله.
صفیه حلیم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *