بېلیو


د ۱۹۸۰ م په لسیزه کې د انګریزي نه پښتو ته ژباړې لپاره به مونږ د “بېلیو” قاموس کارو. دغه قاموس په لومړي ځل ۱۸۶۰ م کې پیښور کې ترتیب او چاپ شو او وروسته څو ځلې د دې کاپیانې خپاره شول.
بېلیو پوځي ډاکټر و چې پلار يې د لومړي افغان جنګ په وخت د کابل نه جلال اباد په لار ووژل شو.
هنری والټر بېلیو په ۳۰ اګست ۱۸۳۴ م کې د هند په نصیر اباد کې وزیږېدو. د ده پلار د بنګال په برطانوي پوځ کې افسر او ۸ کلن زوی يې هم هلته د ده له وژنې خبر شو. بېلیو په ۱۸۵۲ م کې د لندن سینټ جورج روغتون کې يې خپلې طبي زدکړې ترسره کړې. په ۱۸۵۴م کې ده د کرایمیا په جنګ کې د پوځیانو علاج کوو او کال وروسته د برطانوي بنګال پوځ کې نوکري شروع کړه چې له هغه ځایه مختلفو سیمو ته وراستول کیدو.
په ۱۸۵۷ م په سر کې بېلیو په لومړي ځل افغانستان ته ورواستول شو. په هند کې د خپلواکۍ پاڅون په وخت دی د دوو نورو انګریز افسرانو سره د قلات غزني نه کندهار لوري ته په سفرو. دی پخپلو یادښتونو کې لیکي چې هغه وخت په کندهار کې قحطی وه او خلک د خوار زواکۍ د لاسه ناروغه کیدل. په یو ځای د پوټکي وبا ګډه وه او بل ځای د سترګو مرض عام و.
د امیردوست محمد زوی غلام حیدر د هند د سیاسي ګډوډۍ نه ګټې اخیستو لپاره بېلیو او ملګړي ونیول او ممکن دا درې واړه يې وژلی وای خو بېلیو هغه وخت د زخمي او ناروغه افغانانو درملنه کوله نو درې واړه پریښودل شو. خو بېلیو په دې خفه و چې هغه وخت په هند کې يې د خپلو خلکو خدمت ونکړې شو. د افغانستان د سفر په وخت هغه فارسی او پښتو ژبې زده کړې.
په ۱۸۶۰ م کې بېلیو په انبالې کې د لارډ میو او امیر شیر علی خان تر منځ ترجماني وکړه د مردان ګایډ غونډ او بیا پیښور کې د ډاکټر په توګه يې دنده تر سره کړه. هلته د نوکرۍ په وخت هغه د “انګریزي -پښتو قاموس” ولیکلو.
په ۱۸۷۱ م کې ده د برطانوي استاځي رچرډ پولک سره د سیستان سفر وکړو او ” د اباسین نه تر دجله” کتاب يې ولیکلو. په دې کې هغه د “براهوي ژبې د ګرامر په اړه هم ولیکل چې د ده په نظر د هند نه بهر “دراوړي” ژبه وه.
په ۱۸۷۳ م کې هغه د “یارکند دویم” مشن سره لاړو. د دې هدف د چیني ترکستان د امیر یعقوب بیګ سره ملاقات و. په ۱۸۷۹ م کې بېلیو په کابل کې د برطانیې سیاسي استاځي په توګه وټاکل شو. خو دده د ناروغۍ له کبله یو بل افسر لیپیل ګریفن لاړو.
د بېلیو “افغانستان قامونه” نومې کتاب په ۱۸۸۰ م کې چاپ شو. د دې نه علاوه د ده بې شمیره مضمونونه په رایل ایشیاټیک سوسایټی مجله کې خپریدل. د دې نه علاوه هغه د کولرا او د ویکسنیشن په اړه پنجابي کې یو کتابګوټې هم ولیکلو. دی په ۲۶ جولای ۱۸۹۲ م په بکنګهم شایر کې ومړ.
د بېلیو د لیکنو یوه ځانګړتیا دا وه چې ده د عامو خلکو کړه وړه، لباس، د خواړو د هوا حالات او د ناروغیو په اړه تفصیل ورکوو. دا ټولنیز حالت ښایی او که څوک د هغه وخت تاریخ لیکل غواړي نو باید د بېلیو سفر نامې ولولي.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه-۱۶ جنوری ۲۰۱۹ م

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *