اوګۍ دغاړې امیل چې ځینو سیمو کې ورته تش “ګۍ یا ږۍ” نوم اخلي.
په پښتو کې د غاړې چاپېره هډوکې اوګۍ نومېږي چې ځینو سیمو کې ورته “ګرګس” هم وایی. داسې ښایی چې د ژبې د ودې او په غاړه د امیل فیشن سره دغه نوم رواج شو. هغه وخت ګاڼې به مریو او د سپینو جوړیدل. بیا ورو ورو اوګۍ کې د غمو لګولو دود پېل شو.
اوګۍ به څو ډوله جوړیده، یوه “شتۍ” چې د پلن او ټکیدلې سپینو د پاڅه به يې غمي ټک وهل او کله چې به دې په غاړه کړو نو په ټټر به د بل څه ځای نه و پاتې. د دې تشبیه د “ډال” سره کیدو.
یار می د غشو جنگ له لاړو
شتۍ اوګۍ ورلہ د ډال پہ ځای لیږمه
د ګونګرو(ګینګرو) اوګۍ، چې پکې زنګولې او واړه ګونګروګان ځوړند وو. د قدم وهلو په وخت به شړنګیده. د پترو اوګۍ جوړولو لپاره په یو تار کې به يې پتري پېئلي وو. مرۍ او روپۍ به ورسره زنګیدل. دا به ارزانه وه او د سپینو په ځای کله نا کله پکې مس یا اوسپنې ګډون هم کیدو نو ځکه عامه وه.
“ډډه اوګۍ” به دننه تشه وه. ځینو ښځو به پکې تعویذ ایښودل.
اوګۍ له ډډ ورکړه زرګره… یار مې نوکر دی خزانې به پکې ږدمه
ډډه اوګۍ غندل يې غاړه… زه د دلال نه په نیستۍ راغلې یمه
چارګلی اوګۍ به هم له دننه تشه او د پاڅه به پرې سره یا شنه غمی د ګل په شان لګیدلي وو. غوټۍ یا څوکې دار اوګۍ د پاسه به په فاصله کې مخروطي میخونه خښ وو.
اوګۍ د پښتنو ښځو یوه شته مني وه چې له ځانه سره به يې ګرځولې شوه. په دې کې چې څومره سپین زر(نقره) ځایدای شو، ښځې به پرې خوشاله وې.
اوګۍ کوټلې کړه زرګړه… زه د څلورو وروڼو خور یم قدرمنه
په پښتو لنډیو کې د اوګۍ شاعرانه تشبیه یوه بیلګه داسې ده.
زہ بہ تری څنګه نہ جاریږم… چی اوګۍ زنې تہ اړم کړی وخاندینه
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه- ۲۲ جنوری ۲۰۱۹ م