ملتان خان زخه خیل


لاس د ملتان يې راوچت کړ
زړه د ملتان به اوس په تول معلوموينه
د پښتو دا لنډۍ د اپريدو د زخه خيلو ملتان خان لپاره ويل شوې وه. د پیښور د خلکو روايت دی چې کله انگريزانو د ملتان خان مړې وموندلو نو دده زړه يې راوويستلو چې وې گوري هغه په ريښتيا د نورو انسانانو نه لوې و.
په بلې لنډۍ کې واي،
زړه د ملتان يې رابهر که
په تول يو سير خيژی انگرېزحيرانوينه
دا کيسه به حقیقت نه لري خو د ملتان خان د زړه ورتوب يوه نښه ده. اپريدی ملتان خان په ځوانۍ کې د پنجاب ۲۶ رجمنټ (کنډک) پوځي و. دی د وسلې په کارونې او د پوځي ځايونو په نښه کولو ماهر و. څرگنده نه ده چې په کومو حالاتو کې يې د انګریز ملازمت پريښودو. خو ددوی په ضد يې د ۱۸۷۸ م نه مبارزه پېل کړه نو کيدېشي چې په هم هغو ورځو کې يا خو د نوکرۍ نه وشړل شو او يا يې پخپله پريښودوه. د اپریدو له خوا د انگريز په ضد د تيراه، خيبر او د تاترې په غزاگانو ملتان هم برخه اخستې وه. په ولس کې دی د “ملتانی” په نوم مشهور و.
د هند وايسراې لارډ منټو په ۱۹۰۷ م کې د فروري په ۸ نېټه د صوبه سرحد کورنيو چارو وزیر لارډ مولي ته وليکل، ” زخه خيلو د حملو د لاسه مونږ ډېر پريشان يو، لارډ کچنر واي چې دا وړې سرحدي حملې دي چې په سرحد د جنگ احتمال نه لري.”
ملتان خان په تيراه کې د خپلو ۱۱ جنگيالو يوه ډله جوړه کړې وه چې د انګریز په څوکیو يې حملې کولې. د يو څو ملګرو نومونه يې جتهر، دادي، کليان، عثمان، چمن او محمد افضل و. د انګریز لپاره دوی ډاکوان وو ځکه شته من هندوانو هټۍ به يې چور کړې. خو په ولس کې ” ملتانی” د غریبو د مرستې لپاره هم مشهور و. د جنوري په ۲۸ نيټه ۱۹۰۸ م کې ده د خپلو ملگرو سره د پيښور د زرگرانو بازارچې “اندرشهر” د لوټلو لپاره پلان جوړ کړو. د دې پلان خبرداری يې انګریز ته هم ورکړو. هغه وخت د پيښور زوړښار ته د انگريز په امر چا وسله نشوه وړلې او د ملتاني د ګواښ نه وروسته دوی د بازار په سر کې خپل وسله وال پوځ ځای په ځای کړو. د ملتان ډلې خپلې ټوپکې په يو کټ کيښودې، ورباندې يې څادر وغوړاو او کټ يې په اوږه بازار کې دننه داسې يوړو لکه د چا جنازه وي. پوځیانو په جنازې غم غرض ونکړو او اپریدي د کوڅې منځ ته د کټ سره ورغلل. هلته د لارې په منځ کې يې دا کټ کيښودو، ټوپکې يې راواخیستې او د سرو زرو په راټولولو يې لاس پورې کړ. تر څو چې پوځ خبریدو، دوی په منډه له بازار ووتل او بالاحصار خوا ته نورو ملګرو سره چې “قچرې” (یابو) يې ورته تیار ودرولي وو، وتښتیدل. د بالا حصار کلا نه ورباندې پوځيانو ډزې پيل کړې. خو د ملتاني ډله د شاهي باغ د لارې “شيخ ويالې” او له هغه ځايه کجورۍ ته ووتل. د خلکو روايت دې چې ملتاني د سرو زرو څو گاڼې يوې هندوې ميرمنې ته هم ورکړې چې د خپلې لور واده پرې جوړ کړي.
د پيښور شا و خوا د زخه خيلو له خوا وړې وړې حملې کيدې او انگريز خپل زيار ايستلو چې د اپريدو د هر قام نه خلک د ساتندويانو په توگه په ملازمت کې واخلي. هدف يې دا و چې دوی به د خپل قام په کسانو حملې ونکړي. د خيبر پوليټيکل ايجنټ جورج روس کيپل د زخه خيلو د حملو په اړه پخپل رپورټ کې ليکي، ” د دې قبيلې نر، ښځې او بچيان د پيښوراو کوهاټ په پوله حمله کوونکو ته د غازيانو او مجاهدينو په سترگه گوري. دغه قام خپل مجاهدين په دعا د جهاد لپاره لېږي. په دوی کې چې څوک مړه شي نو شهيد او که يې د لاسه خپل دښمن ووژل شي د غازي په نامه ياديږي. د دوی وراني کال په کال زياتيږي، زخه خيلو ته د سزا ورکولو زيات ضرورت دی.”
په ۱۹۰۸ م کې زخه خيلو ته د سزا ورکولو لپاره د ميجرجنرال ويلکاکس په مشرۍ د ۱۴۰۰۰ لښکر تیار شو. په دوی کې د مدراس او د نيپال گورکها اوسيکان شامل و، چې د فروري په ۱۴ نيټه تيراه بازار ته ورننوتل. د دفاع لپاره په دې جنگ کې د زخا خيلو سره نور قامونه هم ولاړ و خو د انگريزانو پاليسي دا وه چې په يو وخت کې به د يو قام سره جنگيږي. نورو قامونو ته يې وویل چې په دوی به غرض نه کوي. په دې جنگ کې د انګریز ۳ پوځيان مړه او ۳۷ ټپيان شول. د زخه خيلو د مړو ژوبلو شميره څرگنده نه ده. د مارچ په لومړۍ نيټه د اپریدو د نورو قامونو سره يوه جرگه کې انګریز روغه وکړه.
ملتان خان د خپل کلي او قام د بدل اخستو لپاره ۱۹۰۸ م د مې په مياشت کې د خيبر علي مسجد سره نږدې په يو انگريز افسر “کوپ سميت” ډزې وکړې. بیا څو ورځې وروستو يې هم هلته د دوی په کيمپ حمله وکړه.
په ۱۹۰۹ م کې انگريزانو يو وارې بيا تيراه ته لښکر واستاو او د اپریدو ته ډېره مرگ ژوبله واوخته. ملتاني اوس انګریز نه د بدل اخیستو لپاره خپلو ملگرو سره د پيښور جنوب کې د ښار نه بهر”سوړيزو” د مېرې په څمڅو کې پټ اوسیدو. دا غارونه اوس هم کوهاټ ته په لاره د بډه بيرې کلي ته نږدې شته. د ملتاني د نيولو لپاره د پيښور شاو خوا د پوځيانو گشت(ګزمه) زيات شوې او ښاي هم هغه وخت دا لنډۍ ورپسې جوړه شوه.
د انگریزانو سخت دښمن و
ځکه ملتان پسې خواره وو لښکرونه
انگريزان ترهغې پوهه شوي وو چې ملتانی د جنگ د لارې نشي ايل کولې، نو دده نږدې ملگرو ته يې د پيسو لومه کيښوده. د ده یو ملګري ته يې وویل چې که د ملتاني پته يې ورله ورکړه نو ۱۲ زره روپۍ (ځینې ۲۰ زره وایی) انعام به تر لاسه کړي.
په ۱۹۰۹ م د فروري په مياشت د ملتان خان يو ملگرې شيرغلام، ښار ته ولاړو چې ټولو ته کباب ډوډۍ راوړي. دی نیغ انګریز پولیسو ته ورغلو او هغوی يې د ملتاني د مورچې نه خبر کړل.
د پوځ د سپارو يوه دسته د بډه بیرې هغو غارونو ته ورغله او دا سیمه يې راګیره کړه. ملتان او ملګرو يې د لويو تيږو شا ته مورچې ونيولې او په پوځيانو يې ډزې پېل کړې. د پوځ کوماندان انديښمن شو چې ګني هلته لوی لښکر پټ و. هغه د نور کومک لپاره غږ وکړو او نورې دستې ورپسې روانې شوې.
د نورو پلي عسکرو تر رسيدو جنگ روان و او د ملتان خان ملګرو سره ګولۍ ختمیدی. دده په ډزو يو انګریز سپور پوځي ووژل شو او بل افسر سخت ټپي شو. ملتان خان تر وروستيو شيبو جنگيدو او اخرچې بارود ورسره خلاص شول نو په يوې گولۍ په مخ ولگيدو او ټپي شو. د ده ټوپک چې خاموش شو نو جنگ هم پاې ته ورسیدو. د ملتان څلور ملگري ټپيان و چې وروسته شهیدان شول، شپږ تنه يې ژوندي ونيول او د بغاوت ترقانون (غازي ايکټ) لاندې ورته د اعدام سزا ورکړې شوه.
انګریز د ملتان خان په اړه نور هیڅ خبر ورنکړو او نه يې چا ته د قبر معلومات وو. هغوی ویرېدل چې څوک پرې زیارت جوړ نکړي. انگريزد دملتان خان د ټوپک په اړه وليکل چې په هغې تاويزونه تړلې وو. خو ولس باور کوو چې انګریزانو ملتان خان په ټپي حالت کې له ځانه سره یوړو او د ده زړه يې وویستو.
په جنوري ۲۰۱۹ م مشر رور راته خبر راکړو چې د ملتان خان زخه خیل قبر د پیښور په مرکزي جیل کې دی.
صفیه حلیم
سرچينې
۱.د پښتنو سرحدي زمکه. د چترال نه ډيره اسمعيل خان پورې د هند د سرحد او ددې نه اخوا د خاورې او ددې د اوسيدونکو پرله پسې حال. کولن ميټکاف. ۱۹۲۱ م. ۸۰ مخ
۲.زمونږ غازيان. محمد ولي ځلمې. د افغانستان علومو اکاډمي ۱۳۶۸ کال د اسد ۲۸. مهتمم، محمد کبير وردگ. ۲۴۲ مخ
۳.د قبايلو تاريخ. مياخان اپريدې. باړه بک ايجنسي باړه. نيټه نامعلوم. ۷۷ ، ۱۴۸ مخونه
د خپريدو ڼيته مارچ ۲۰۱۳ م
بیا خپریدل- ۴ جنوري ۲۰۱۹م

Leave a Reply

Your email address will not be published.