عبدالغفارخان


“سیمانت ګاندهي،
فخرافغان، باچا خان” د هغه شخصیت څو لقبونه دي چې ټول ژوند يې خپلې ټولنې په خدمت تېر کړو.
عبدالغفار د بهرام خان کشر زوی په ۶ فروری ۱۸۹۰ م اتمانزو کې وزیږېدو. ۵ کالو په عمر کې د کلي جومات ته قران درس لپاره تلو. په ۱۹۰۷ م کې د خپل وروعبدالجبار په شان، د پیښور لومړي سرکاري ښوونځی (ایډورډز میموریل مشن های سکول) کې داخل شو. د زدکړې په دغه دوره کې هغه د خپلې ټولنې په جهالت وځوریدو. وایی چې یو وخت په لاره، یوه ځوانه جینۍ مې ولیده چې له پله يې سیند ته ورټوپ کړل. څو ځوانانو دا بیرته له اوبو وژغورله نو هغې په ژړا وویل چې پلار مې یو بوډا سړي ته ودوي او د ځان وژلو لپاره کور نه تښتیدلې وه. دا او دغسې نورو پیښو د وړوکي عمر نه ورته دا احساس ورکړو چې ټولنه بدلون غواړي.
عبد الجبارد لوړو زدکړو لپاره علیګړه او انګلستان ته لاړو. ده غوښتل چې ورور يې هم په برطانیې کې انجینیري ووایی خو د مورپه مخالفت پاتې شو. عبدالغفار په پوځ کې د شامیلېدو لپاره درخواست ورکړې و خو د انګریز پوځي افسرانو چلن يې ولیدو نو بیرته د کلي ژوند ته وګرځیدو. د هغه لپاره د خلکو دا خبره یوه ننګونه وه چې زدکړه ناروا کار و. په ۱۹۱۰ م کې هغه په خپل جومات کې د یو آزاد مدرسې (ښوونځی) بنسټ کیښودو چې مضامین يې سرکاري وو خو استادانو به په پښتو ژبې کې درس ورکوو. دی به په کلي ګرځیدو چې خلک په خپلو بچو سبق ووایی. ښوونځي ته يې د خپل ټبرجینکۍ هم ورواستولې.
په ۱۹۱۲ م کې عبدالغفار ته يې د رزړو د کلي “مهر قنده” ورواده کړه. ښایی د هغې پلار یار محمد خان په سیمه کې لومړی کس و چې د لور په سر يې روپۍ (ولور) وانخستو. د ټولنې د اصلاح کارعبدالغفارله خپله کوره شروع کړو. دی لیکي چې ښځو به له شرمه خپل مېړه سره یو ځای ډوډۍ نه خوړه نو هغه دا دود مات کړو. خو په ۱۹۱۸ م کې مهرقنده په سیمه کې خپور د کولرا وبا کې وفات او درې واړه ماشومان ترې پاتې شول.
د لومړی نړۍ وال جنګ تر پای، په هند کې د انګریز په ضد کرکه زیاته شوه نو دوی خپل مخالفان بې له څه محکمې بند کې ساتل چې “رولټ ایکټ” نومیدو. کانګرس ګوند د دې قانون خلاف مظاهرو کې فعال و او په ۱۹۱۹ م کې عبد الغفار هم د دې ګوند یوې جلسې کې ګډون لپاره لاهور ته ورغلو. هلته په لومړي ځل يې ګاندهي سره ولیدل او د هغه د عدم تشدد په سیاست اغیزمن شو. هغه کال مورپلار ورته دوېمه ښځه “نمباته” واده کړه. بیا په ۱۹۲۰ م کې عبد الغفارخان ډېلي کې د خلافت تحریک په جلسه کې ګډون وکړو. هلته د هند مسلمانو ډلو د ترکي خلافت ژغورلو او د انګریز په ضد، افغانستان ته د “هجرت” فیصله وکړه نو عبد الغفارهم د زرګونو نورو خلکو په شان کابل ته روان شو. هلته د امیرامان الله خان سره يې ولیدل چې ورته يې پخپلې خاورې د انګریز سره مبارزې مشوره ورکړه. په بیرته راتګ، انګریز پولیسو ونیولو خو بیا يې خوشې کړو. ده په ۱۹۲۱ م کې د پښتنو د بدو رواجونو ختمولو لپاره خپلې حجرې کې د څو ملګرو سره په مشوره د “انجمنِ اصلاح الافاغنہ” بنسټ کیښودو.
دی پخپلو یادښتونو کې د انګریز د ایف- سي آر قانون په اړه لیکي چې “کوم کس به د انګریز نه خوښیدو یا به يې پرې شک کوو نو په هغه به يې د دروغو تور ولګوو او یوې جرګې ته به يې وړاندې کړو. جرګه کې به د انګریزخپل کس هم ناست و چې (تورن ته) تر ۱۴ کالو د بند سزا يې ورکولې شوه. د دې قانون هرځای مخالفت کېدو خو انګریزانو به د دغه قانون په پرده کې خلک غلي کړل.” په ۱۷ دسمبر ۱۹۲۱ م عبدالغفارهم ددې قانون په ترڅ کې يې ونیولو خو وروسته يې پریښودو. دی په ولس کې د “باچا خان” په نوم یادیدو. د پښتنو په سیمه کې د مدرسو جوړولو کیمپېن زور وموندلو نو په مخالفت کې انګریز کمشنرهیملټن ګرانټ د دوی په بندولو لاس پورې کړو. د دې سبب هغه وېره وه چې شاګردان به له دغو مدرسو د انګریز مخالف زهنیت سره راووځي. په دیرکې اخونزادګانو او پراچه ګانو پخپلو پېسو یوه لویه مدرسه جوړه کړه چې پکې ۴۵۰ شاګردانو سبق ویلو. د مالاکنډ پولیټیکل ایجنټ “کېب” په لمسون، د دیر نواب یوه شپه هغه مدرسه وسیزله. وروسته نواب د اخونزادګانو نه بخښنه وغوښته چې دی د انګریز امرمنلو ته مجبور و. یوځل د امرتسر د پولیسو یو مسلمان افسر زین العابدین، د عبد الغفار د نیولو لپاره اتمانزو ته ورغلو. هغه ته يې وویل، “ستاسو د مدرسې په شان مونږ په امرتسر کې هم مدرسې جوړې کړی. لګښت يې د قربانۍ د څاروو له څرمنې پوره کوو.” ده عبدالغفار ګرفتارنه کړو خو د خپلې ډیوټۍ د پوره کولو لپاره مدرسه يې ورته بنده کړه. خو په ټوله صوبه کې بیا هم ۸۷ شا و خوا “آزاد مدرسې” جوړې شوې. د باچا خان ګرفتاري او بیا خوشې کیدل، د هغه ټبر لپاره یوه عادي خبره شوه.
په ۱۹۲۶ م کې باچا خان د حج لپاره له کراچي یوې بېړۍ کې روان شو. له دیني فرایضو نه وروسته دی شام، مصر او فلسطین ته لاړو. په بیت المقدس کې د ده میرمنه د جومات له پوڼیو راپریوته، زخمي او څو ورځې وروسته وفات شوه. د هغې قبر هم هلته جوړ دی.
په ۱۹۲۸ م کې عبد الغفار د پښتومجلې “پښتون” په خپرولو یو بل ګام وړاندې لاړو. بل کال ده د خدای خدمت ګار ګوند د یو تحریک په توګه پېل کړو چې بنسټ يې د عدم تشدد سیاست و. ددې غړو به سورکمیس اغوستو نو ځکه انګریزانو ورته د “ریډ شرټ” او د پیښور مسلم لیګیانو “سرخپوش” لقب ورکړو. په دسمبر ۱۹۲۹ م په لاهور کې د کانګرس په کلنۍ غونډه کې باچا خان د جواهر لال نهرو سره ولیدل. د انګریز په ضد د سول نافرمانۍ تحریک کې خدایی خدمتګار هم شامل وو. په ۲۳ اپریل ۱۹۳۰ م په کیسه خانۍ کې انګریز پوځ په عامو خلکو ډزې وکړې او هم هغه ورځ باچا خان ونیول شو. په مې ۱۹۳۱ مې د “ټکر” له ډزو وروسته د خدایی خدمتګار لسګونه غړي جیل کې بند شول. باچا خان د سبرمتي، برېلي او الموړه جیلونو کې د نورو سیاسي قیدیانو سره بند او په ۱۹۳۴ م کې يې خوشې کړو خو خپلې خاورې ته د ورتلو ممانعت و. دی ۷ کاله په هند کې د ګاندهي سره پاتې و او اولادونو يې هم هلته سبق ویلو.
په هند کې کله چې د پارلیمان د جوړیدو خبره وشوه نو ټولو مسلمان مشرانو ترې بایکاټ وکړو. هغه وخت غفارخان یواځینی سیاسي مشر و چې یوه معقوله مشوره يې ورکړه. هغه دا چې مونږ به په پارلیمان کې د یو سوشلسټ جمهوريت د راوستلوغوښتنه وکړو. که هندوانو راسره ومنله نو په یو فیډریشن کې به ورسره شامل شو. که وې نه منل نو د فیډریشن نه د جلا کیدو وړاندیز به وکړو. خو په کانګرس کې ځینو هندو ملت پالو، پخپلې خبرې ټینګار کوو چې مسلمان مشرانو ته خپل سپکاوی ښکاریدو. انګریز ورته لمسون کوو چې ځان له د یو بېل ملک غوښتنه وکړي.
په ۱۹۳۹ م کې کانګرس د دوېم لوی جنګ په موقع د انګریز د ملاتړ اعلان وکړو نو باچا خان ورسره مخالفت وښودو او تری بېل شو. د ده د پخلاینې لپاره ګاندهي او نهرو ورته ډاډ ورکړو نو بیرته ګوند کې شامل شو. په اګست ۱۹۴۲ م بمبۍ کې د مولانا آزاد په مشرۍ یوه جلسه کې د ” هند پرېږدئ” ناره پورته شوه. هغه وخت په باچا خان بندیز ولګیدو چې دی به د جلسې لپاره مردان ته نه ځي. په لاره د پولیسو سره په شخړه کې ملګري يې ووهل شول. یو سپاهي باچا خان ته پوښتۍ ماتې کړې او دی يې زخمي حالت کې لومړی مردان او بیا د هری پور جیل ته بوتلو.
د ۱۹۴۵– ۴۶ م د متحده هند په وروستیو انتخاباتو کې، په صوبه سرحد کې زیاتې رای کانګرس وګټلې خو انګریز ته دا د منلو وړ نه و. هغوی د هند وېش ته مټې رانغښتې وې چې باچا خان ورسره نه منل. په ټول هند کې د پارلیمان د استاځو نه دا پوښتنه وشوه چې دوی پخپله هند یا پاکستان سره د پاتې کیدو فیصله وکړي. خو په صوبه سرحد کې د خلکو استاځو ته يې دا حق نه ورکوو. دلته د ریفرنډم امر وشو چې معلومه کړي د دې صوبې خلک پاکستان غواړی که نا؟ باچا خان په دې نا انصافۍ احتجاج او د ریفرنډم د پوښتنې بدلولو غږ وکړو چې آیا د دې صوبې خلک پاکستان غواړي که ازاد پښتونستان؟ دغه وخت ګاندهي د باچا خان ملاتړکوو خو جواهر لال نهرو د انګریز سره ودریدو. باچا خان د کانګرس نه مایوسه او د ریفرنډم بایکاټ يې وکړو.
دی د پاکستان د لومړۍ پارلیمان د غړي په توګه د ملک سره د وفادارۍ لوړه وکړه. پخپل تقریر کې يې وویل چې اوس پاکستان زما وطن دی. ما دا وطن د زړه نه قبول کړې دی.” خو د اصولو سیاست ده ته ګران تمام شو. په صوبہ سرحد کې د قانوني حکومت په ځای ګورنر ته ټول اختیارات ورکړې شول نو ده يې مخالفت کوو. په ۱۲ اګست ۱۹۴۸ م په بابړه کې د خدای خدمتګار غړي د یوې مظاهرې لپاره راټول وو. پولیس ورباندې ډزې وکړې او په سوونو خلک يې ووژل. هم دغسې په مشرقي پاکستان کې د اردو ژبې د سرکاري کولو فیصله يې وغندله. د ده وېنا وه چې هرماشوم ته دې پخپلې مورنۍ ژبې کې تعلیم ورکړې شي. باچا خان چرې هم صوبه سرحد کې د پاکستان نه د بیلیدو هڅه ونکړه خو د غدارۍ په تور به بندي شو. د هند د خپلواکۍ نه وروسته د باچا خان نوم د امن د نوبل انعام لپاره هم وړاندې شو.
په ۱۵ جون ۱۹۴۸ م د پاکستان نوی حکومت د غدارۍ په تور باچا خان ته د بند سزا ورکړه او ۵ کاله وروسته يې خوشې کړو. په ۱۹۵۵ م کې حکومت د “ون یونټ” اعلان وکړو چې پکې د صوبو نه اختیارات واخیستل شول. باچا خان د دې مخالفت څرګند کړو او خدای خدمت ګار تحریک په مظاهرو لاس پورې کړو. په نتیجه کې په ۱۶ جون ۱۹۵۶ م باچا خان يې بیا ونیولو او میاشت وروسته حکومت خدایی خدمتګارغیرقانوني ډله اعلان کړه.
په ۱۹۵۴ م کې دی د مشرقي پاکستان اسمبلۍ ته د خطاب لپاره ډهاکه او بل کال بلوچستان ته لاړو خو د ده تقریرونه د حکومتي افسرانو نه خوښیدل نو ۱۹۵۶ م کې يې بیا ونیولو او په لاهور کې ورباندې د غدارۍ مقدمه شروع شوه. عدالت سره د دې څه ثبوت نه و خو دی يې ۱۴ زره روپۍ جرمانه کړو. ده انکار وکړو نو زمکې يې ورته ضبط کړې. په ۱۹۵۷ م کې د پاکستان ۶ ملت پالو ډلو خپل ګوند جوړکړو چې ” پاکستان نیشنل پارټي” نومیدو. په دې کې د پښتنو نه علاوه، بنګال، سنده او د بلوڅ وګړو استاځیتوب کیدو.
د ده ورور ډاکټرخان (عبدالجبار) د مغربي پاکستان مشر وزیر و او باچا خان د “ون یونټ” په ستونزه د هغه سره هم مخالفت لرلو. په ۱۹۵۸ م کې باچا خان د “ون یونټ” خلاف یوه مقاله خپره کړه. خو ایوب خان په ملک کې مارشل لا ولګوله. دی يې بیا ونیولو خو د روغتیا حالت يې ښه نه و نو بل کال يې خوشې کړو.
په ۱۹۶۲ م کې د پوځي حکومت له خوا جوړ اساسي قانون باچا خان لپاره د منلو وړ نه و. هغه په پاکستان کې یو ډیموکرېټ حکومت او صوبو د اختیاراتوغوښتنه کوله. درې کاله په جیل کې د تیرولو نه وروسته دی په ۳۰ جنوری ۱۹۶۴ م د خراب صحت له کبله يې خوشې کړو. بیا کوټې ته ورغلو نو هلته په دې جرم يې ونیولو چې په غیر قانوني توګه بلوچستان ته ورغلې و. په ډهاکه کې د ۸ نورو سیاسي مشرانو سره په دې جرم ونیول شو چې دوی د پاکستان لپاره خطر جوړاو. ده د صوبه سرحد دوره شروع کړه نو په ۱۹۶۱ م کې ډېره اسمعیل خان کې نه یواځې بندي شو بلکه حکومت د ۵ کالو لپاره د سیاست نه “نااهله” وګرځوو.
د بخښنې نړۍ وال سازمان ” اېمنسټي انټرنیشنل په ۱۹۶۲ م کې ” د “کال بندي” باچا خان د خوشې کیدوغوښتنه وکړه. آخر دوه کاله وروسته په ۳۰ جنوری ۱۹۶۴ م د هری پورجیل نه را بهر نو حکومت ورته بهرملک کې د علاج لپاره د سفر اجازه ورکړه. هغه په لندن کې د صوبه سرحد پخواني ګورنراولف کېرو سره ولیدل. ځینو داسې فکر کوو چې باچا خان به هم هلته پاتې شي. خو دی د یورپ له لارې افغانستان ته لاړو. په ۱۹۶۵ م د اګست په میاشت کې هغه د کابل په یو چوک کې د “پښتونستان” ورځ ونمانځله نو دغه ځای په “پښتونستان چوک” ونومول شو.
په ۱۹۶۹ م کې د هند حکومت ورته د “نهرو امن انعام” ورکولو اعلان وکړو. د باچا خان پاکستانی پاسپورټ چې هغه ته يواځې د کال لپاره يې جاري کوو، موده يې ختمه وه. افغان حکومت ورته د افغاني پاسپورټ ورکولو وړاندیز وکړو خو باچا خان وویل چې دی به د يو پاکستانی په توګه د پاکستان په پاسپورټ سفرکوي. د هند سفیر ورته وويل چې دی يو نامتو شخصيت و او هيڅ پاسپورټ يا ویزې ته اړتيا نه لري. خو باچا خان دا هم نه منل او خپل پاسپورټ يې (کابل کې) پاکستانی سفارتخانې ته ورواستاو. د پاکستان خارجه وزرات عبدالغفارخان ته نوې پاسپورټ جاری کړو نو هند ته لاړو. په جواهر لال نهرو امن ایوارډ کې ۸۰ لکه هندی روپۍ هم شاملې وې. هغه دا پېسې د افغان ملي بينک د لارې يو ټرسټ (پانګه) کې جمع کړې چې د پښتنو د خير ښيګڼې لپاره يې جوړ کړې و. ده د خپلو زمکو نه ۵ جريبه زمکه هم دغې فنډ ته وقف کړې وه. په ۱۹۷۱ م کې مشرقي پاکستان یو لوی سيلاب وزپلو نو باچا خان ۵ زره ډالر په کابل کې د پاکستان سفارت ته چندې په توګه ورکړې. د هغه کال تر پای، مشرقي پاکستان بېل او د پاکستان د پوځي حکومت ختم شو. د کابل نه باچا خان د بیرته راوستلو لپاره په ۱۹۷۲ م کې یوه جرګه ورغله او دی بیرته خپل کلي ته ورسېدو.
په ۱۹۷۳ م کې زوالفقارعلی بهټو په بلوچستان کې د نیشنل پارټۍ حکومت په غیر قانوني توګه برطرف کړو نو د احتجاج په توګه د صوبه سرحد حکومت هم استعفا وکړه. په دې کار دواړو صوبو کې مظاهرې او ورپسې پوځي عملیات پېل شول. باچا خان يې پخپل کلي کې نظر کړو. دی په ۱۳ اپریل ۱۹۷۵ م افغانستان ته روان و چې په تورخم کې ونیول شو. د کال بند نه وروسته يې پریښودو خو مسلسل زندان ورته مرض ولګوو.
په ۱۹۷۷ م کې د پاکستان پوځی حکومت ده ته د سفر ازادي ورکړه نو باچا خان څو وارې افغانستان او هند ته لاړو. په ۱۹۷۹ م کې افغانستان ته د روسانو د حملې سره، باچا خان خپلې هلې ځلې پېل کړې. په ۱۹۸۰ م کې دی روس ته لاړو او ورپسې څو کاله ده د افغانستان سفرونه کول چې نوره انساني وینه تویه نشي. خو عمرخوړلي هډونه يې کمزوري شول. په ۱۹۸۲ م جلال اباد کې له خپل کټ پریوتو او څه موده د کابل په روغتون کې و. بیرته پاکستان ته لاړو نو د حکومت له خوا د کالاباغ بند جوړولو مخالفت او د خلکو د راهڅولو لپاره يې د پښتونخوا دوره وکړه. حکومت بیا په خپل کور کې نظربند کړو. په ۱۹۸۴ م کې دی یو ځلې بیا افغانستان او په ۱۹۸۶ م کې د کانګرس ګوند ۱۰۰ کلیزې لمانځلو لپاره هند ته ورغلو. په ۱۹۸۷ م کې ورباندې د فالج حمله وشوه او دی يې هند ته د درملنې لپاره بوتلو. هلته د هندوستان ترټولو لوی انعام “بهارت رتنا” ورته ورکړې شو. په جنوری ۱۹۸۸ م دغه هوډیالی حق ته ورسیدو.
ده د خپل ژوند ۲۳ کاله او ۸ میاشتې په جیل کې تیر کړل. اوس د ده سخت سیاسي مخالفان هم دا خبره مني چې باچا خان د حق په لاره روان و. د پاکستان حکومت ۲۰۱۰ م کال د باچا خان په نوم ونمانځلو. د ده ګوند او پښتنو ملت پالو په پیښور کې د “باچا خان مرکز” جوړ کړی دی خو د ده د عدم تشدد فلسفې نه لږ خلک خبر دی.
صفیه حلیم

سرچینې
۱.زما ژوند او جدوجهد-عبد الغفار خان (باچا خان) د افغانستان دکلتور ودې ټولنه- جرمني. د ۲۰۰۸ م چاپ.
۲.باچا خان-کانګرس او په صوبه سرحد کې ملت پال سیاست.جومه خان صوفي. وینګارډ بوکس.لاهور، کراچي، اسلام اباد. ۲۰۰۵ م
۳.بې وسلې پښتون- مکولیکا بینرجي- آکسفورډ.۲۰۰۰ م

د خپریدو نېټه-۲۴ جنوری ۲۰۱۹ م

Leave a Reply

Your email address will not be published.