تاشقرغان

Tashkurghan
د پاکستان او چين تر منځ هغه سړک چې قراقرم هاي وې نوميږي، د خنجراب دره کې ۱۶۰۰۰ فوټه لوړوالی لري. څو ميله وراخوا د چين د گمرک پوسټ دی چې “پيرعلي” نومې ځای کې جوړ شوی دی.
دا سيمه د نړۍ بام په نوم شهرت لري او د چين په خاوره د تاشقرغان لرغونی ښار چې يو وخت د کاشغر نه تر ټيکسلا پورې قافلې ورباندې تېرېدې، د مساپرو د دمې ځای و.
د تاشقرغان سيند د خنجراب درې شمال نه بېل کېږي او د قراقرم د لویې لارې په شمال کې تاشقرغان لوري ته بهېږي. د تاشقرغان شمال کې د دې مخه ختيځ لوري ته شي او د يو تنګی نه د تريم کاسې ته ورلوېږي چې هلته د يارکند سيند سره يو ځای شي.
تاشقرغان د ” ډبرې کلا” يا منارې ته وایي. په تاريخي توگه دا د “سر کل” په نوم هم يادېدو.
دا د ورېښمو تر ټولو پخوانۍ لارې د قافلو د پړاوو مهم ځای و ځکه د دې نه شمال ته به خلک کاشغر او په ختيځ کې د قرغې جهيل، په لوېديځ کې بدخشان او واخان او جنوب لوېديځ کې ګلګت، هنزه او چترال ته ورتلل.
شا و خوا دوه زره کاله پخوا د هن سلطنت پر وخت تاشقرغان د يوې باچاهۍ مرکزي ښار و . ځينې پوهان باور لري چې د بطليموس له خوا د ورېښمو په لاره د تيږې نه جوړ د يو مينار ذکر شوی دی، هغه په اصل کې تاشقرغان و. دا ځای هغه وخت د اروپا او د چين تر منځ د نيمایي لاره کې پروت و.
نامتو چينايي راهب خوان زانګ په ۶۴۹ م کې د بدخشان نه ختن ته په لاره د تاشقرغان نه تېر شو. هغه ليکي دا ملک ۲۰ لي پراخه زمکه کې د يوې دايرې په شکل جوړ دی او د دې پلازمينه په غر کې د يوې لویې تيږې د پاسه جوړه ده چې شا ته يې د شيتا سيند دی.
د څو پېړيو نه وروستو تاشقرغان د سرکول سلطنت پلازمېنه شوه چې د پامير په غرونو کې يو وړه باچاهي وه.
د تاشقرغان په شمال ختيځ څنډه د “شهزادګۍ کلا” ده. دا د ديارلسمي ميلادي پېړۍ د يوان سلطنت په وخت کې جوړه شوه. کلا ته نږدې د زرتشتيانو يو وران شوی معبد اوس هم شته.
د دې ځای په خلکو کې يوه کيسه مشهوره ده چې د چين د هن ټبر يوه شهزادګۍ د پارس د يو باچا سره واده او کلا د خطر پر وخت د هغې د ساتنې لپاره جوړه شوه. هغه په دې کلا کې حامله شوه او د هغه زوې د چين يو زوره ور باچا شو چې د خوان زانګ پر وخت يې حکومت کوو.
په نولسمې ميلادي پېړۍ کې کله چې اورل شټاين دې سيمې ته ورغلو نو په کیسې کې بدلون راغلی و او خلکو ورته وويل چې هغه شهزادګۍ د نوشيروان باچا لور وه.
د تاشقرغان موقعيت ډېر مهم دی چې څلورو ملکونو، تاجکستان، قرغزستان، افغانستان او د پاکستان د پلو سره نږدې جوړ دی. دلته اوس هم د پسونو وړۍ او قالينوبازار جوړیږي او منډيې لګي. د دې چاپېره د ميوې باغونه دي. په ښارکې د هر نژاد خلک شته چې سر کلي، وخي، چينایي او يوغوري ژبې ويلي شي.
په افغانستان کې د مزار او بغلان ولايتونو تر منځ د ” تاشقرغان تنګی” او د کابل قرغه جهيل بايد د چين د سيمو سره ګډ وډ نشي.

د بيلا بيلو ويبپاڼو نه
د خپريدو نېټه
۱۸ نومبر ۲۰۱۴ م
صفيه حليم

Leave a Reply

Your email address will not be published.