په ماشومتوب کې به مو د اور ګاډي په سفر کې د دې پول نه د تيرېدو انتظار کوو. د پول د پاسه ما داسې ګڼله لکه چې په هوا کې الوزو ځکه ښکته يوازې د اباسين او د کابل سيندونو خړې او شنې اوبه مو ليدې شوې. د سيند د ماهيانو لپاره به ما او ورور مې وچه ډوډۍ سمباله ساتلې وه او د مور په غږ چې، “شابئ! ډوډۍ وغورځوئ” مونږ به په زوره هغه ډوډۍ ښکته سيند ته ورلړه کړه.
ډېره موده وروستو د پوهنتون (کالج) له خوا په بس کې له دې پول تېر شو چې دواړو غاړو ته نسواري رنګ او اوسپنيزو لويو تختو او ستنو عجيبه غږ پېدا کوو. خو هغه خوند يې نه و لکه چې د رېل ګاډي کې به و.
په اباسين د پولونو جوړول په هند کې د انګرېز واک د تينګولو يوه اړتيا وه. د ددې نه وړاندې د سيند د لاندې يو تونل کېندل شوې و خو په هغې کې اوبه راوڅڅېدې او کار بند شو. په ۱۸۷۸ م کې افغانستان سره د دویمې نښتې سره په اټک د يو پول جوړېدو کار په بېړه پېل شو. دا دوه پوړيزه پول د نولسمې ميلادي پېړۍ د برتانیا د انجينرۍ يوه بې سارې بېلګه وه. ګلډفورډ مول ورت د دې نقشه جوړه کړه. دوو انجينيرانو فرانسس کېلاهان او جانسن د هند بې شمېرو مزدورانو او مسلکي کسانو سره پرې کار وکړو. دوی د سيند هغه ځای خوښ کړو چې د يو سر نه بل سر پورې ۲۰۰ مېتر فاصله لري او په منځ کې يې يوه لويه تيږه پرته وه چې دوی د پول د مرکزي ستنې او بنسټ په توګه وکاروله.
څلور لویې پایې د دې تيږې يوې او بلې خوا ته د خښتو او کانکريټ نه جوړې شوې چې د سيند په زمکه کې ۹ مېتره ژور بنسټ يې لرلو. د ۱۸۸۱ م د جنورۍ په لومړۍ نېټه دا پول د موټرو لپاره پرانستل شو خو څو مياشتو کې د سيند په منځ کې د ډبرې چاپېره د کتان نه جوړشوې پوښ چې په کې ډبرې ډکې وې اوبو ته ټينګه نشوه له هغې يې اوبه وويستلې او بيا يې ډبره معاينه کړه.
دوه مياشتې وروسته د سيند په اوبو کې د بوټ په شکل جوړه د اوسپنې درنې پایې يې په سيند کې ورښکته او ځای پر ځای کړې. د اکتوبر په مياشت کې يې د لرګي قوازې وتړلې چې د اوسپنې د تختو او د پول د اوچتولو توان يې لرلو.
په ۱۸۸۲ م کې د پېښورنه تر اټک د رېل ګاډي پټلۍ جوړه شوه چې د سيند پر غاړه ختمېده. بل کال ۱۸۸۳ م کې د پول دویمه برخه په خپل ځای ودرول شوه او په مارچ کې يې د پول وروستۍ برخه جوړه کړه.
په ۳۱ مارچ ۱۸۸۳ م کې يوې زورورې زلزلې د پول د دکانچو د پاسه اوسپنيزې ستنې د اصل ځای نه يو انچ وخوځولې. څو مياشتې د دوی د سمولو کار روان و او اخر په ۵ مې ۱۸۸۳ م کې د اټک پر پوله لومړی موټر او په ۲۴ نېټه اورګاډی تېر شو.
د اټک په پول ۳ اعشاريه ۲ ميليونه روپۍ لګښت ووشو. د اباسين پر لوېديځه غاړه ټول پولونه او سړکونه د پوځ او د وسلو د وړلو لپاره کارېدل نو ځکه د نورو په شان دې پول دواړو غاړو ته هم د څار برجونه جوړ شول.
دا پول ۴۰ کاله په خپل ځای ولاړ و خو په ۱۹۲۱ م کې د دې د معاينې پر وخت څرګنده شوه چې د اوسپنې پايې د خپل ځای نه خوځېدلي او د ګاډو د زور له کبله ځيني سيخونه يې تاو شوي و.
هغه وخت د دې پول نه تېرېدونکو موټر چلوونکو ته امر وشو چې د يوڅاروي په رفتار به له دې تيرېږي او درانه ګاډي يې هم ورباندې نه پرېښودل. د اور ګاډي د تيرېدو پر وخت به موټرو ته د تېرېدو اجازه نه وه. د يو او بل رېل ګادي د تېرېدو ترمنځ درې ساعته وخت کې به دا کار تر سره کېدو. خو په يو وخت کې به يو ساعت کار کېدی شو ځکه تر څو چې کار کوونکو خپل ماشينونه به ورته تيارول نو يو ساعت به پرې تېر شوې و.
د سيند هغه لويه تيږه چې دا پول پرې ولاړ و، لس فوټه زمکه ورلاندې اوبو خوړلې وه. دا تيږه پرې شوه او ورسره يې د پوخ کانکريټ اډاڼه (اړم) جوړه شوه. د ځينو وړو پېچونو پرځای د نورو لويو او پلنو پېچونو ته اړتيا وه. په دې کار د اور ګادي پټلۍ هم نوره وغځېده چې اوس ټول ټال اوږد والی يې ۳ کلومېتر شو. د پول په هر يو محراب کې د اوسپنې د تیرونو نه بهرنوي تيرونه کېښودل شول.
د ۱۹۲۵م نه په دې پول د بيا رغوني کار روان و چې دوه نيم ميليونه روپۍ لګښت پرې وشو. څلور کاله وروسته په ۳۰ اګست ۱۹۲۹ م کې دا پول د عادي موټرو په مخ پرانستل شو.
په ۱۹۷۹ م کې حکومت په اټک يو نوی پول جوړ کړ او د انګرېزانو جوړ هغه پول اوس د زوړ پول په نامه يادېږي. شا و خوا څلويښت کاله وروسته د اکتوبر د مياشتي په وروستيو کې هغه غرمه د اورګاډي د پول مات سړک ته مې کتل. بره نه ريل ګاډې په غړمباري تېر شو او د اباسين په لويديځ کې د هغو ټونلونو(سرنګونو) نه تير شو چې په ماشومتوب کې به مو شميرل.
د خپريدو نېټه
۷ نومبر ۲۰۱۴ م
صفيه حليم
صفیه حلیم! تاسو لکنی می د هرچا نه ډیر د توجه وړ وګرځیدی هغه په دی چې تاسو تاریخ لکه د روانو اوبو په شان بیانوی او داسی یی بیانوی چې که هرڅومره کار ولرم ستاسو د لیکلو د لوستلو نه پرته یی نشم ترسره کولای. مننه کوم له غورو لیکنو څخه مو. عبدالنصیر حبیب، جلال آباد