چوري يا ماليده

Maleedah
د صفرې اسلامي مياشت په پښتونخوا کې ” د چوري مياشت” نومېږي. څو کاله پخوا هم د دې مياشتې په لومړۍ چارشنبې ښځو د غنمو کلکې پتيرې به له تنور راوويستې او په يو کټ يا پر زمکه هوار شوي پوزي او يا څادر به يې ماتې کړې. د کور جينکو يا گاونډېان به يې رابلل چې د چوري په جوړولو کې ورسره لاس وکړي.
په اوړو کې به يې کاږه (خواږه وېلني) لږ غوړي او يوه چونډۍ مالگه اخښلې وو. د پخې ډوډۍ ټوټې به په لږ وخت کې چوره چوره شوې. له دې کبله به يې ورته چوري وئيل. د ښارهغو کورونو چې تنور يې نه لرلو، پتيره اوړه د کوڅې نانوايي ته ورواستول چې دا کلک “روټ” به يې ورته پوخ کړو.
کله چې دا ټوله ډوډۍ لکه د غټې شگې هومره مېده شول نو پکې به يې غوړي او خواږه ورگډ کړل. شته منو خلکو به سوچا (زيړ) غوړي او سپينه چيني، پسته او بادام ورگډول. نورو به د مېده گوړې، شکرې او عاموغوړو نه کار اخيستو.
دا چوري به په کور محلت کې يې وېشله، واده مېرمنو ته به د مور له کوره برخه ورتله او کويژدن شويو پېغلو ته به خواښې د برکت لپاره وراستوله. په دا ورځ به ښځې يو بل کورونو ته تلې او د چوري په بانه به يې د ژوند د ستړو کارونو نه دمه وکړه. د کومې پېغلې خواښې يا د ناوې مور د چوري سره څو روپۍ يا يوه جوړه ورته استولې وه، هغه به خوشبخته گڼل کيده.
ماشومان به د چوري په خوړلو نه مړېدل او مېندو به يې لاس ونيولوځکه پتير اوړه به ورله خېټه خوږ کړه. دا چوري به څو ورځې د سهار يا د ماځيگر چايو سره خلکو خوړله او نه به خرابېده.
کله چې دا چوري خلاصه شوه نو د کور مېرمنو به د ډوډۍ پاتې کلکې ټوټې چې پټ به يې ساتلې وې راواخيستې. د گوړې شيره به يې جوړه کړه او دا به يې پکې ولړل. د ماشومانو به بيا مزې شوې او په خوند خوند به يې د چوري پاتې شونې خوړلې. بيا به د بل کال په انتظار شول چې کله به چوري کېږي.

هغه څوک چې دا چوري يې نه وي خوړلې، د افغانانو واده ته دې ورشي او د ناوې يا د ځلمي د کورنۍ د نږدې غړي نه دې خواست وکړي چې ماليده ورته راوړي. د پتيرو اوړو نه جوړه ماليده يا “چوري” د واده د دود له مخې په مېلمنو وېشي.
خو اوس ځينې خلک دومره ماډرن شوي دي چې د ارزان بيه کلچې او کېکونه يې مېده کړې وي او په مېلمنو وېشي. دا هغه اصل ماليده نه ده او که ورباندې وغولېدئ نو زما گناه به نه وي.
ماليده يا مليده د نړۍ په ډېرو تمدنونو کې ځاې لري، په تېره بيا د جنوبي ايشيا ځينې قامونه يې په ځانگړي ډول پخوي. د افريقه ځينې هندي نژاد مسلمانان د غنمو نرۍ غوړه ډوډۍ (پراټه) چوره کړي او پکې خواږه او وچه مېوه ورگډوي.
نور خلک پکې سوجي ورزيات کړي او کله پۍ ( شوده) هم کاروي. د هند په مسلمانانو کې زيات وخت مليده د خوشالۍ په موقع جوړوي. د لکهنئو شيعه مسلمانان يې د عاشورې په موقع جوړوي او د خېرات په توگه په خلکو وېشي.
ځينې خلک د غنمو خمبيره د تناره ډوډۍ ماته کړي، غوړي او خواږه پکې گډ کړي چې ماشومانو يا سپين ږيرو ته يې ورکوي. په جنوبي پښتونخوا کې دا ” غړي” نومېږي. نور د جوارو ډوډۍ په هم دغسې په شودو کې مليده کوي.
په هندوستان کې مېشت يهودان په وچ شويو سپينو وريژوکې د خواړو او مېوې په گډولو د” مليده نمانځنې” کوي.
صفيه حليم
د خپرېدو نېټه
۱۶ سمبر ۲۰۱۳ م

1 Comment

Add a Comment
  1. صفیه حلیم به څو کالونه وړاندی پښتونخوا پریښې وی مګر اوس هم د خپلی سیمې رواجونه ورته یاد دي.
    د ۱۹۷۸میلادی څخه تر ۱۹۹۰میلادی پوری مونږ په پيښوار کې اوسیدو په هغې وخت کې کوچنیان وو او صفیه حلیم چې کومې چوری یادونه کړی دا چوری ما هم خوړلی ده ډیره مزه یې کوله

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *