د امنيت شورا

Security Council
د ملگرو ملتونو يوه مهمه برخه د امنيت شورا ده چې په انگرېزي کې ” سيکيورټي کونسل ” نومېږي.
دا د ملګرو ملتونو لومړنى او اساسي رکن دى چې د نړيوالې سولې او امنيت د ساتلو او ټېنګولو دنده ور ترغاړې ده.
د امنيت شورا ته دغه ماموریت هغوو سترو هېوادونو ورسپارلی چې له دويمې نړيوالې جګړې وروسته يې په نړۍ کې د يوه تلپاتې او دوامداره سولې لپاره یې د ملګرو ملتونو د سازمان د جوړولو وړاندېز کړی و.

د امنيت د شورا جوړښت:
د ملګرو ملتونو د امنيت شورا کټ مټ د جامعه ملل د شورا په څېر له يو لړ ځانګړو او محدودو هېوادونو څخه جوړه ده چې په دوو ډلو وېشل شوي دي:
دايمي غړي او نا دايمي غړي.
د چين د خلق جمهوريت، فرانسه، روسيه، برتانيا او متحده ايالتونه د امنيت د شورا پنځه دايمي غړي دي چې په شورا کې پر دوامداره شتوالي سربېره د ويټو کولوحق لري. د ويټو حق ځکه دغو پنځو هېوادونو ته ورکړل شوى چې د ځېنو سياسي پوهانو په باور همدغه هېوادونو ته د نړۍ تر بل هېواد زيات د نړيوالې سولې او امنيت د ساتلو مسوليت ورترغاړې دى او د دغه مسوليت د ترسره کولو څرنګوالى هم بايد په همدغو هېوادونو پورې تړاوو ولري.
د امنيت د شورا نا دايمي غړي بيا د عمومي اسامبلۍ له لوري ټاکل کيږي، د شورا رياست دوروي ( په وار) دى چې هر غړى دغه دنده ترسره کوي.
دا مهال ځېنې هېوادونه د امنيت د شورا د دايمي غړو د شمېر پر زياتوالي ټېنګار لري، ځکه چې اوس نړۍ بدله شوې او يوازې ياد شوي پنځه هېوادونه د نړۍ ستر قوتونه نه شمېرل کيږي.
د سازمان د منشور د ٢٣ مادې له مخې بايد د عمومي اسامبلۍ غړي د امنيت د شورا د نادايمي غړو په ټاکلو کې دا معيارونه په پام کې ونيسي:
١- له نړيوالې سولې، امنيت او د سازمان له اهدافو سره مرسته
٢- د جغرافيوي موقيعت له مخې په عادلانه ډول د شورا د څوکيو وېش
د شورا د نادايمي استازي بايد د عمومي اسامبلۍ دوه پر دريمه برخه رايي ترلاسه کړي چې اسانه خبره نه ده.
د جغرافيوي موقيعت له مخې تر ١٩٦٥ کاله پورې د امنيت د شورا د څوکيو وېش داسې و:
– د لاتېنې امريکا د دولتونو دوه غړي
– د ختيځې اروپا يو غړى
– د لويدېځې اروپا يو غړى
– د منځني ختيځ يو غړى
– د همګټو ( دولت مشترکه) هېوادونو يو غړى
خو د منشور د ٢٣ مادې له تعديدل او د ١٩٩١ کال له پريکړه ليک وروسته د جغرافيوي موقيعت له مخې د امنيت د شورا نادايمي غړو په دې ډول بدلون وموند:
– اسيايي او افريقايي دولتونه پنځه غړي
– د لاتېنې امريکا دولتونه دوه غړي
– د ختېځې اروپا دولتونه يو غړى
– د لويدېځې اروپا دولتونه يو غړى
– اوقيانوس او نور ټول دولتونه يو غړى
د امنيت شورا د خپلو فعاليتونو او کارونو د ترسره کولو لپاره په خپل جوړښت کې دوه کمېټې هم لري:
د نظامي رهبرۍ کمېټه او د ملګرو ملتونو د وسله والو ځواکونو قومندانۍ د بي وسلو کولو کمېسيون.

د امنيت شورا دندې او صلاحيتونه:
– د ملګرو ملتونو د اصولو څېړنه او ارزونه، د شخړو د هواري لپاره سلا مشورې ورکول
– د سولې پر وړاندې د تېري د ممکنه خطر د موجوديت تثبيت او تشخيص او په تړاوو يې د اړينو اقداماتو ترسره کولو
– په سوق الجيشي ( هغه چې جنگ پکې روان وي) سېمو کې د امانتدارۍ دنده ترسره کول
– د تېري کوونکي دولت په وړاندې پر نظامي اقداماتو غوره کول

د امنيت شورا په کال کې دوه وارې غونډې کوي چې نېټه يې په خپله شورا ټاکي، خو که اړتیا پېښه شي نورې غونډې هم کولی شي.
د امنيت شورا خپله لومړنۍ غونډه په ١٩٤٦ کال کې وکړه.

جعفر هاند

د خپرېدو نېټه
۱۰ دسمبر ۲۰۱۳ م

Leave a Reply

Your email address will not be published.