د ۱۹۲۲ م د دسمبر په ۱۱ نېټه د پېښور په کيسه خانۍ کې د خداداد محلت د مېوو يو تاجر سرور خان پينځم ماشوم وزيږېدو چې يوسف خان ونومول شو.
د سرور خان مشره لور سکينه، مشر زوی نور محمد، ورپسې ايوب او بيا يوه لور شوې وه چې ماشومه مړه وه. د سرور خان مېرمنه عايشه بېگم نوميده او کورنۍ يې دينداره او روايتي ژوند يې کوو.
يوسف پسې بل ورور ناصر خان، خور ممتاز، بيا وروڼه احسن او اسلم او خويندې اختر، سعيده، فريده او فوزيه وې. د سرور خان په ديارلسو اولادونو کې يوسف خان تر ټولو ښکلې او نازولې ماشوم و. دی په ډېرو خواړو چاغ شوې او پلار به د جمعې د لمانځه لپاره پخپله اوږه جومات ته بوتلو. د ده نيکه حاجي محمد خان هم سخت گير سړې و او ټول به ترې ويرېدل خو يوسف خان به يې په شا سپور کړو او د اس لوبه به يې ورسره کوله. هم داسې يوه ورځ يوسف د نيکه ږيره ونيوله او لکه د اس د واگو يې راښکله. د ده نيا خپله ايندرور راوستله او د پردې شا ته نه يې ورپورې خندل.
په هغو ورځو کې تعليم دېر عام نه و خو د سرور خان په کورنۍ کې ټولو جينکو ليک ولوست کولې شو. د ده پلار د شاعرۍ سره شوق و او يوسف خان د وړوکي عمر نه د شعرپوهه د خپل د نيکه نه واخيسته.
دی د ماشومتوب راهيسې نارامه و او په کور کې د چا خبره نه منله. د پېښور په گرمو غرمو کې خلک د دوډۍ نه وروستو خوب کوو او ماشومان به يې په په زوره ويده کول. خو کله چې مشران به ويده شول نو دی به پټ بهر ولاړو او د کوڅې نه بهر د ونې نه به يې بېرې شوکولې.
په پېښور کې د محرم په موقع هره ورځ د ښار په سړکونو ماتمي جلوس وتلو چې د ښار هر څوک به پکې ورگډ و. په يو عاشوره د دوي د کوڅې څلور وروڼه د يوې لارۍ لاندې ووژل شول او يوسف هغه مړي پخپلو سترگو وليدل نو ډېرو ورځو پورې غمژن و.
د انگرېز پر ضد مظاهرې کيدې او د ۱۹۳۰ م د اپرېل په يو سهار کله چې يوسف خان ښوونځي ته روان و، په لاره يې د خلکو گڼه وليده چې يو بکتر بند گاډي (زغريدار) نه چاپېره و. کله چې ډزې پېل شوې نو د يو دکان تر څپر لاندې پټ شو او هلته نه يې هر څه ليدل. دې وايي چې يو وخت دی د نورو خلکو په شان پر زمکه سملاستو او کله چې را پاسيدو نو نږدې ورته يو مړي پروت و.
هم هغه کال سرورخان خپل ټبر بمبۍ ته يوړو خو د هغه ځاې هوا نمژنه او عايشه بېگم د ساه لنډي مريضه وه نو د مهاراشټرا د ناسيک نومې ضلع کې يو ځاې ” ديولالي” کې يې مېشت کړل.
په ديولالي کې د هغه کور نږدې اور گاډي تيرېدل او يوسف چې د گاډي شپېلۍ واورېده نو د نورو ماشومانو سره به د هغې ليدو لپاره په منډه شو.
هلته د دوي په گاونډ کې يوه جينۍ کلثوم د يوسف نه لږ مشره وه خو ده به ورسره لوبې کولې او د ونې نه د امونو شوکولو چل يې له هغه زده کړي و.
د يوسف انا به د پېښور نه راتله او په کور کې ترهغې به چا په گراموفون سندرې نشوې اوريدې تر څو انا بېرته نه وه تللې ځکه هغه ډېره مذهبي وه. يوسف به په پټه هغه گراموفون د انا د کټ لاندې غږوو او ستنه به يې په لاس کې نيولې وه چې اواز يې ورور شي. خو انا به شکايت کوو چې دا هر وختې نااشنا غږونه اوري.
سرور خان د خپل بزنس د پراخولو لپاره کلکتې او بيا بمبۍ ته تللې و. د بمبۍ په کرافورډ مارکيټ کې يې د ميوې دکان و. هغه خپل ماشومان بمبۍ ته راوغوښتل او د ناگدېوي کوڅه کې يې د دوي لپاره يو اپارتمنټ په کرايه واخيستو.
يوسف هلته د خپلو وروڼو سره په ” بارنز” سکول کې داخل کړې شو او وروستو يې مسلم بورډنگ سکول کې واچوو. په دې ښوونځي کې يو زوړ مالي و چې ټولو به ورته نانا وئېل. يوسف په ساعتونو به د هغه سره ناست، خبرې يې اوريدې.
په ښوونځي کې دوي ” پټهان بهاي” په نوم شهرت لرلو او ټولو به ورته په درنه سترگه کتل. په اوړي کې به دوي پېښور ته ولاړل نو هلته هم ټولو ورته درنښت کوو ځکه دوي د بمبۍ په شان لوې ښار کې اوسيدل. يوسف وايي ما به په پېښور کې خپلوانو ماشومانو ته د بمبۍ لوې لوې کيسې کولې.
د سرور خان مېرمنه د خپلو وړو لوڼو سره په ديولالي کې اوسيده او په بمبۍ کې يوسف او وروڼه يې د مشرې خور سکينه تر څارنې لاندې اوسېدل چې دوي ټولو به ” اپاجي” بلله.
په ديولالي کې سرور خان يوه بنگله جوړه کړه او ټبر يې هلته مېشت شو خو په ۱۹۳۹ م کې د لوی جنگ پر وخت انگرېزانو ترې دا بنگله د پوځي بارک لپاره واخيسته نو دوي ټول بمبۍ ته کډه شول.
سرورخان هلته په باندره کې يو لوی کور په کرايه کړو او ټول ټبر يې يو ځاې کړو. يوسف خان او وروڼه يې اوس په انجمن اسلام سکول کې داخل کړې شول. خو د جنگ له کبله د سرور خان د ميوو په کاروبار کې سخت تاواني شو. هغه خپل مشر زامن په کاروبار کې ورداخل کړل چې يو څه لاس ورسره وکړي.
يوسف خان د ښوونځي د سبق نه وروستو د بمبۍ په ” ولسن کالج ” کې داخل شو. هغه وخت دی د کرکټ او فټبال د لوبو سره شوق پيدا کړو او غوښتل يې چې د کالج په ټيم کې ځان شامل کړي. خو دا ډلې د انگرېز هندي نژاده هلکانو په لاس کې وې او هغوي د هند خپل لوبغاړي په لوبډله کې نه پرېښودل.
يوسف خان په هر حال لوبه کول غوښته او د سيکانو د ” خالصه کالج ” په ټيم کې يې ځان شامل کړو. هلته دی د خپلې لوبې له کبله دومره مشهور شو چې په لاره سيک ټېکسي چلوونکو به ورته شاباشې ورکوو.
دی د کالج د سبق نه وروستو پلار سره په کاروبار کې شريک شو او هغه ” پونا” تر ورواستوو چې د انگرېزانو يو کينټين ټېکه واخلي. دی هلته کاميابه شو او څه موده په پونا کې يې مېوه خرڅوله او گټه به يې بمبۍ ته ورلېږله.
پونا د هند د فلمونو مرکز و او اوس هم د باليوډ نامتو ستوري د دې له اکاډمۍ د هنر زدکړه کوي. يو وخت يوسف خان هلته د فلمونو لپاره “سکرين ټېسټ” هم ورکړې و خو د پلار کاروبار ورته مهم و او بله دا چې د “ډم” لقب يوه ښکنځله وه.
دی په ۱۹۴۳ م کې بېرته بمبۍ ته راغلو او د کالج د سبق سره سره د پلار په بزنس کې هم لاس کوو. په ولسن کالج کې د ده نه دوه کاله وړوکي يو بل ځوان هم سبق وئيلو چې د هغه کورنۍ هم د پېښور نه راکډه شوې وه. دی ” راجکپور” نومېدو او په کالج کې يې ډرامي او د هنر نندارتونونه جوړول. راج کپور وايي چې هغه وخت يوسف خان به شرميدو او د جينکو په وړاندې به يې مخ سور شو.
په هغو ورځو کې پلار ورته وويل چې ” نېني تال ” ته ورشه او هلته هم د انگرېزانو نه د يو دکان ټېکه واخلي. دا هغه سفر و چې د يوسف دنيا يې بدله کړه. په نېني تال کې هغه د هندي فلمونو د يوې ستورې ” دېويکا راني” سره مخ شو چې مېړه يې فلمونه جوړول. هغې ورته خپل کارټ ورکړو چې که غواړي په فلمونو کې کار وکړي نو په بمبۍ کې د هغه سره وويني.
يوسف خان د پلار له ويرې دا خبره پټه ووساتله او په يو فلم کې د کار لپاره يې ځان وړاندې کړو. د خپل ځان د پټ ساتلو لپاره يې د ” دليپ کمار” نوم غوره کړو. دا فلم “جوار بهاټا” نوميدو او په ۱۹۴۳ م کې د نندارې لپاره وړاندې کړې شو.
پلار يې خبر شو او څه موده په کور کې ناندرۍ وې خو يوسف خان د خپل ټبر کفالت کوو نو زيات يې و نه ترټلو. د ده مور په ۱۹۴۸ م کې او دوه کاله وروستو سرور خان هم له نړۍ سترگې پټې کړې. دوي دواړه په ديو لالي کې خښ دي.
د هند د فلمونو ډېر لوې ستوري چې په نړۍ کې نوم لري، دا مني چې دوي اوس هم ځان د دليپ کمار شاگردان گڼي. د ده مېرمنه سايره بانو وايي چې ده نه د پېښور خوشبويي نه ده ده هېره.
صفيه حليم
سرچينه
۱. دليپ کمار، د هند د سينما افسانوي ستورې. بني روبين. د هند هارپر کولينز خپرندوي. د انډيا ټوډې سره شريک. نوې ډېلي. ۲۰۰۴ م .
د خپرېدو نېټه
۱۲ دسمبر ۲۰۱۳ م
assalam;
May you live long really interesting information.
I really appreciate and admire your spirit .
I daily go through this page and every time i find many interesting articles, books and other sacred information.at the same time i think of the comments of people that how much they have appreciated your writings
but i find no comment.i don’t know why our people are so miser in appreciating and encouraging people for sake of good work.
praising and appreciation give life and energy and encourages writer to work more
Thank you so much for feeding us with such phenomenal information.
Allah mo rat hamish lara
ژوندې اوسې ارمان خانه
تر اوسه دېر ولوستونکي د دې پاڼې نه خبر نه دي او که وس او توان لرې نو خپل ملگرو او هغو کسانو ته يې وروپېژنه چې دا ډول معلومات يې خوښېږي.
مننه او کور ودان
Thanks for very interesting information.
Wish you all the best.
Safia khore dera mañana der po Zra pore malomat di , Allah mo hamisha zhwandi Lara
آغلې صفيه حليم
سره له دې چې کله تاسې په ۲۰۰۳ کال ننګرهار جلال اباد ته راغلئ او موږ ته مو
د انتخاباتو د راپور ليکنې په اړه ورکشاپ راکړو ،بيا مې و نه ليدي
،نن مې ستاسې ویبسايډ وکتو سخت ورته خوشاله شوم.نږدې دوه ساعته وشول،چې ستاسې مطالب ګورم له هر يوه يې خوند اخلم.