لويه لوبه څه وه؟

 

لويه لوبه هغه تورې دې چې ښاي پښتانه ليکونکي ورسره ډير اشنا وي. دا نوم په لومړي ځل په بنگال کی د بريطانيې د ختيځ هندي شرکت ( ايسټ انډيا کمپني) د جاسوسۍ د څانگې يو افسر ارتهر کونولي ( په ۱۸۴۲ کی ومړ) له خوا وکارول شو. په نولسمې پيړۍ کی د زمکې د هوس اويو بل ته د ماته ورکولو لپاره د بريطانيې او د روس سيالي چې سل کاله روانه وه هغه لويه لوبه وه چې پکی په لکونو بې گناه انسانان ووژل شول. خو په دی لوبه کی وروسته چين او پارس ( ايران) هم ورگډ شول او ځينې واړه لوبغاړي يې داسې هم دي چې نومونه يې يواځې د جاسوسۍ د ادارو په فايلونو کې موندل کيږي.

د اتلسمې پيړۍ په پاې کی کله چې د بريطانيې حکومت د يو تجارتي شرکت د مرکزجوړولونه وروسته د بنگال سيمه ونيوله نو د هند وگړي يې د منظم پوځ د جوړولو لپاره تربيه کړل. په ډېلي کی مغل واکمنود باج په اخستو خپلې وړی وړی سيمې نوابانواو راجگانو ته پريښې وې. په دی حال کی انگريز د هند لويديځو برخو ته وروخوځيدو او په پنجاب کی د سيکانو د پياوړي مهاراجه رنجيت سنگ سره يې دسرحدونو لوزنامه وکړه.

د هند نه علاوه بريطانيې په اسټريليا، نيوزيلينډ، شمالي امريکه او په جنوبي افريقه هم خيټه اچولې وه. ددوي سره په سيالۍ کی فرانسه، هسپانيه، پرتگال او نيدر لينډ ( هالينډ ) و. د روس واکمنو دخپلې خاورې چاپيره سمندرونو په رالاندی کولوخپل مملکت پراخه کړو. د مرکزي ايشيا د مسلمانو ملکونو، قزاقستان، چيچنيااو داغستان نه وروسته يې سمرقند او تاشقند ته سترگې سری کړی وې.

انگريزان واي چې د نولسمی پيړۍ د پيل سره دفرانسې نپولين بونا پارټ ( ناپولين) او د روسي واکمن تر منځ داسی اړيکې جوړی شوی چې په هند د يرغل نيت يې څرگندولو. په ۱۸۱۳ م کی د روس او دپارس ( ايران ) تر منځ د څوکالوجنگ پاې ته ورسيدو او دوي روغه وکړه . ددی روغې پايله دا وه چې روس د پارس ځينې سيمې چې پکی ازربايجان هم شامل و، قبضه کړل. خودنولسمې پيړۍ تر نيماي د مرکزي ايشيا خانۍ خيوا بخارا او قوقندلا خپلواکه وې. دا سيمې د لومړي افغان جنگ نه وروسته د روس لاس ته ورغلې.

بريطانيه ويريده چې روس به د امو سيند نه واوړي، د افغانستان د لاری هند ته راشي او ټول پنجاب به يې په لاس کی شي. د روسيې سره دا سيالي د هغو خلکو د خود خواهۍ يوه نمونه ده چې پايله يې جنگ او وژنه وي. د بريطانيې وزير اعظم بنجمن ډيزرايلي په يو ليک کی ملکې وکټوريه ته ژمنه کړی وه چې ” ماسکو وال” به دمرکزي ايشيا نه د کيسپين بحيرې ته وشړي. ده د شاهي القابو يو نوی قانون رامنځ ته کړو چې د هغې تر مخه ملکه يې ” د هندايمپراتوره” اعلان کړه. په دی کار دوي خپله واکمنه د روسيې د واکمن ( زار ايمپراتور ) سره په انډول کړه.

د لوې لوبې په اوج کی روسانو په ۱۸۷۸ م کی خپل نابللې ډپلوماټي ډله کابل ته ورواستوله. ددی استاځي د ورتلوسره بريطانيې د افغانستان د اميرشير علي خان غوښتنه وکړه چې ددوي استاځيتوب دی هم وومني خو دا ونشول او انگريز د څلويښتو زرو پوځ د افغانستان خاورې ته وردننه کړو او دويم جنگ ونښتو. د جنگ په پاې کی امير عبد الرحمان واکمن شو او ددی لپاره چې خپل ځواک قوي کړي او پښې ټينگې کړي د انگريز دا شرايط يې وومنل چې د افغانستان خارجه پاليسي به دانگريزانو په لاس کی وي. ده پخپل ملک کی په لوې لاس د سختۍ او وژنې د لاری مخالف قوتونه په گونډوکړل او اخر افغانستان خپل مرکزي پوزيشن په قابوکی کړو.

په ۱۸۸۴ م کی د مرو چې اوس دا د ترکمانستان ښار دې او ماري نوميږي، د پنج ده سيمه د امو سيند په شمال کی لکه د يوی وړی افغاني نخلستان په څير وه. روسانو په دې حمله وکړه او نږدی وه چې هلته د روسي او د افغان ځواک تر منځ جنگ انښتې وې چې د بريطانيې په مداخله دا سيمه د روس برخه وټاکل شوه. امو د افغانستان نوی پله شوه. د ۱۸۸۵ م او ۱۸۸۸ م پوری دافغانستان خارجه پاليسي د بريطانيې سره وه او د پنج ده په معامله افغان امير ( عبد الرحمان ) هيڅ توان نه لرلو.

په واخان کی د “زورکل جهيل ” پر سيمه باندی هم روس او چين دعوا وکړه. په ۱۸۸۰ م کی افغان ځواک د جهيل په شمال کی ” اليچور” سيمه نيولې وه. په ۱۸۹۱ م کی روسيې واخان ته خپل پوځ ورواستوواو هلته د بريطانيې پوځ وويستل شو. په دی پيښه انگريزان په ويره شول چې روس به ددی غرونو د وړو سيمو د مشرانو سره لاس يوکړي او په هغه لاری به کشمير کی وردننه شي. په ۱۸۹۱ م کی انگريز پوځ هنزه او نگر ته ورواستول شو. دوي ويريدل چې هلته د چين کمزوري پوزيشن نه به روسان گټه واخلي نو د دري واړو ملکونو تر منځ د يولوز نامې لپاره يې هلې ځلې پيل کړې. اخر په ۱۸۹۵ م کی د سرحدونو دا لانجه غوڅه شوه.

روس په ۱۸۶۸ م کی سمرقنداو بخارا، په ۱۸۷۳ م کی خيوا، په ۱۸۷۵ م کی قوقند، او په ۱۸۸۲ م کی مروونيول چې ښاي د بريطانيې له خوا د خطر په احساس يې دا کار کړی و. دوي د لوبې مخه ختيځ ته کړه او په چين، منگوليا او تبت يې فشار راوړو. د تبت روحاني مشر دلاي لامه يواستاځي د روس د دويم زار نکولا سره پټ وليدل نو په ۱۹۰۴ م کی انگريزانو په ” لاهسه” د مدافعې يوه حمله وکړه. دلاي لامه منگوليا او بيا چين ته وتښتيدو.

که څه هم هغه وخت روس د جاپان نه ماته خوړلې وه او توان يې نه وچې انگريز ته يې زيان رسولې وې خو انگريز هغه وخت د چين نه هم په ويره و. د چين سلطنت د خپل منځي جنگونو له کبله کمزورې شوې و. ددی د پوځ او د وسلو حالت زوړ او بی باوره و، سيلابونو، زلزلو او سوکړی او قحطۍ زپلې چين هغه وخت ډير کمزورې و. جاپان او نورو ملکونو ډير په اسانه د چين سره تجارتي تړون کولې شول. د جاپان له خوا حملې او دماتې خوړلو نه وروسته چين زخمي و خو بيا هم روسان ويريدل چې نوي پرمخ تللي وسلې او وسايلو په کارولوچين د روس لپاره خطر جوړشي. په ۱۹۰۶ م کی دويم نکولا زار خپل جاسوسان چين ته ورواستول چې د هغه ملک په اړه معلومات راټول کړي. خوکال وروسته د بريطانيې او د روس تر منځ د روغې جوړی تړون وشو اولويه لوبه پاې ته ورسيده.

دا چې په مرکزي ايشيا کی د بريطانيې له خوا د جاسوسانو شبکه موجوده وه او که نه، ددی شواهدنه موندل کيږي. د روس په اړه د انگريزانو د معلوماتو راټولولو کار منظم نه و. د لوې لوبې اصطلاح پخپله د بريطانيې له خواپه مرکزي ايشيا کی دخپلو گټو د بيلا بيلو اړخونو لپاره وکارول شو. پخپل دفاع کی دوي واي چې په سيمه کی يې په ځاي خلکو خپل اغيز زياتوو او نه چې د روس د حملې مخه يې نيوله.

د يادونې وړ خبره دا ده چې بريطانيه او روس چری هم دښمن ملکونه نه و. د انگلستان او د روس شاهي کورنيو خپلو کی ودونه کړی و. دوي لکه د اروپا د نورو ملکونو په کلتوري توگه يو بل ته ډير نږدې و او اوس هم دي. کله چې په ۱۹۱۴ م کی لومړی نړۍ وال جنگ ونښتو نودواړو لکه د سکه وروڼو يو بل سره ملگرتيا وکړه.
صفيه حليم

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *