زنداني تمبې او شبقدر په پښتونخوا کې دوه تمبې د ۱۸۴۲ م راهيسې په قېد کې دي. هره يوه دروازه شل فټه لوړه ده او يو وخت د شبقدر کلا ته پرې خلک وردننه کيدل. په دواړو د ماتم تور رنګ شوی دی او په زنځيرونو تړلي دي. د پېښور نه ۳۵ کلوميټر شمال لوېديځ کې د مومندو سيمه […]
د پښتو زده کوونکي په ۱۸۳۸ م کې د بنګال د شاهي ايشيايي ټولنې د بمبۍ د انجينيرانو د څانګې مېجر رابرټ ليچ يو مضمون خپور کړو چې پکې د “دير” او د تيراه په سيمو کې د ژبې په اړه يوه څېړنه شوې وه. ده په لومړي ځل پښتو ژبه يې اروپايانو ته وروپېژندله. خو ژوند ورسره وفا […]
اولف کېرو اوس هم د پښتنو د تاريخ ليکونکي د اولف کېرو نامتو کتاب “دي پټانز” ارو مرو ولولي او له دې معلومات اخلي. اولف کرک پېټريک کروز کېرو د انګلستان د نامتو پوهنتون اکسفورد نه لوړې زدکړې تر سره کړې او په لومړي نړۍ وال جنګ کې د پنجاب د پوځ يو افسر و. دی په […]
مېجر راورټي هغه لومړې اروپايي چې پښتو ژبې د زدکړې نه وروستو د دې ادبيات يې ولوستل او پرې ليکنې وکړې، مېجر( جګړن) راورټي و. د ده پورا نوم هنري جارج او په ۱۸۲۵ م کې د انګلستان د کارنوال په سيمه کې وزيږېدو. د ده مور او پلار د ايرلېنډ اوسېدونکي وو او پلار يې پيټر […]
د عربستان لارنس د شلمې پېړۍ په سر کې د بريطانيې پوځي اتل لارنس چې ترکان يې د عربانو له خاورې وتلو ته اړکړل، د ورځپاڼو او د فلم جوړونکو د سترگو تور شو. دوي ورته د مينې نه د “عربستان لارنس” وايي. ټامس ايډورډ لارنس په ۱۸۸۸ م کې ويلز کې زيږېدلې او په اکسفورډ پوهنتون کې […]
د انگرېز جاسوس د هند ” ډېره دون” غرنۍ سيمه د خپلې ښکلا او ونو لپاره شهرت لري. په ۱۸۰۲ م کې دلته د انگرېزانو جاسوسان روزل کيده. دوي د هند د زمکې او د اوبو د کچ کولو يوه پراجه پېل کړه چې تر مرکزي اېشيا د غرونو او هلته د اوسېدونکو په اړه پورا معلومات ولري. […]
د اميرعبد الرحمان معالج د انگلستان جېفري ايلن گرې د ۱۸۸۵ م نه تر ۱۸۸۹ م پورې د افغانستان د امير عبد الرحمان شخصي معالج پاتې شوې و. يوه ورځ امير ( عبد الرحمان) د پوځي دستې د معاينې لپاره بهر په کرسۍ ناست و او سيگرټ يې څکول. کله چې هراتي غونډ د هغه مخې نه تيرېدو نو […]
لرغون پوهه سوداگر د ۱۸۳۳ ميلادي کال په پېل، د کابل د ختيځې څنډې د کوه تخت شاه په يوه کلا کې اخوند هدايت الله اوسيدو. د ده زامن چارلس مېسن نومي يوه انگريز سره اشنا شول چې لرغوني توکي ورته په زړه پورې وو. يوه ورځ دی يې د خپلې کلا يوه تاک ته بوتلو چې د […]
ابو طبيله “کله چې سيکانو په بوجيوکی د اپريدو سرونه د پيښور والي ته يوړل نو ده به پکی د ځوانانو سرونه غوره کړل او دا به يې د ښار په لوې ديوال ( فصيل ) د نورو د عبرت لپاره کيښودل. د ځوانانو د سر بيه يوه روپۍ وه. نور سرونه چې د سپين ږيرو، ماشومانو […]
د غور امريکاي باچا د متحده ايالاتود پينسلوانيا ايالت په ميوزيم کی په پارسي ژبی دوه سوه کاله پخوانې يو سندايښي دي. دالوزنامه يوافغان سردارمحمد رفيع بيگ لاس ليک کړی دی. په سند ليکلي دي چې جوسايا هارلن د سردار” د حکومت بش پړه واک او اختيار پخپل لاس کی لري” جوسايا هارلن وروسته د غورد باچا په نوم […]