د عربستان لارنس


د شلمې پېړۍ په سر کې د بريطانيې پوځي اتل لارنس چې ترکان يې د عربانو له خاورې وتلو ته اړکړل، د ورځپاڼو او د فلم جوړونکو د سترگو تور شو. دوي ورته د مينې نه د “عربستان لارنس” وايي.
ټامس ايډورډ لارنس په ۱۸۸۸ م کې ويلز کې زيږېدلې او په اکسفورډ پوهنتون کې يې لوړې زدکړې تر سره کړې. ده د يوې ډلې سره د ترکي او د سوريې تر منځ د لرغونو ځايونو په پلټنو او کيندنو کې لاس وکړو او عربي ژبه يې زده کړه.
په ۱۹۱۴ م کې د لومړي نړۍ وال جنگ پر وخت لارنس د پوځي خدمتونو لپاره د استخباراتو په څانگه کې کار پېل کړو. دی يې مصر ته ورواستوو چې هلته يې د عربانو په اړه نور معلومات هم تر لاسه کړل.
هغه وخت د بريطانيې پوځ ترکانو سره په جنگ و چې دوي د عربي نړۍ ته ووباسي، خو ترکان پرې برلاسي وو.
په ۱۹۱۶ م د جون په ۵ نېټه په حجاز کې عربانو د ترکانو پر ضد يو پاڅون وکړو او مکه، جده او طايف يې ونيول. دوي د اورگاډي هغه پاټلۍ په کنټرول کې نشوه راوستلې چې د مدينې نه تر دمشق غځيدلې وه او په دواړو ځايونو کې د ترکانو تر څارنې لاندې وه.
د عرب پاڅون زور اوبه شوې نو بريطانيې د اکتوبر په مياشت کې يو کس ” رونالډ ستورز” د دې پاڅون د پلټنو لپاره ورواستوو چې لارنس ورسره مله و. امير فېصل د حجاز د واکمن شريف حسېن زوې و او لارنس ورسره لوز وکړو چې د ده جنگيالو ته د حملو او د سبوتاژ چل ښايي. هغوي يې د گوريلايي جنگ لپاره وروزل چې د مدينې نه ليرې د رېل گاډي ليکه تباه او د ترکانو د رسد لاره بنده کړي.
د ۱۹۱۷ م د جولاي په ۶ نېټه لارنس او د ده عرب ملاتړو د ترکانو يو پورا کنډک ته د ماتې ورکولو نه وروستو، د عقبه ساحلي ښار ونيولو. امير فېصل خپل مرکز عقبه ته يوړو او د عرب پوځ مشري يې په فلسطېن کې د انگرېز جنرال ” اېلنبي” په لاس کې ورکړه.
جنرال ايلنبي د ترکانو په پوځ کې شامل عرب پوځيانو د راجلبولو لپاره په دوي وسله او پېسې وېشلې. په ۹ دسمبر ۱۹۱۷ م کې د اېلنبي په مشرۍ اروپايي پوځ بېت المقدس (يروشلم) کې داخل شو نو لارنس هم ورسره و.
د عربانو او ترکانو تر ټولو مهم جنگ په ” ډېره” کې ووشو چې ترکانو پکې ماتې وخوړه او اميرفېصل لکه د يو فاتح دمشق کې وردننه شو. لارنس د دې ښار پوځي او ملکي چارې پخپل لاس کې واخيستې او د اکتوبر په ۳۱ نېټه ۱۹۱۸ م کې د ترکانو سره د روغې او د بخښنې اعلان ووشو.
د فرانسې په “ورساي” ښار کې د عربستان په اړه د روغې يو کانفرنس ووشو چې لارنس پکې د عرب ډلې سره مله و. بريطانيې او فرانسې د کانفرنس په تړون کې د حجاز خاوره پخپلو کې وويشله، امير فېصل يې دمشق نه وشړلو او د اردن په نوم يو نوې ملک يې ورته ورکړو چې د بريطانيې په لاس کې و او لبنان د فرانسې تر اغېز پاتې شو.
انگرېزان وايي چې لارنس د دې کانفرنس نه وروستو دومره ناهيلې شو چې د پوځ نه يې استعفا وکړه. خو په اصل کې د ده لپاره په عربي نړۍ کې نور کار نه و پاتې.
په ۱۹۲۲ م کې لارنس د خپل حکومت سره پټې خبرې پېل کړې او د “جان هيوم راس” په نوم د هواي ځواک غړې شو. دی به زيات وخت په ليکنو بوخت و او کله چې د لندن په ورځپاڼو کې د ده په اړه ليکنې زياتې شوې نو د هواي ځواک نه وويستل شو.
دی د ” ټي – اي- شا” په نوم د پوځ د ” ټانکونو” د کنډک سره پاتې شو خو په ۱۹۲۷ م کې بېرته د هواي ځواک غړې شو او هند ته يې ورواستوو. څو مياشتې ده د پښتو او د اردو ژبو زدکړه کوله او د افغانستان په اړه يې ځان پوهيولو.
په عربانو کې د هغه هدف ملت پالنې جذبه پيدا کول وو چې د ۴۰۰ کالو د ترکانو خلافت پر ضد راپاسي. په افغانستان کې د هغې برعکس د يو ملت پاله باچا امان الله خان پر ضد خلک د اسلام او د ملاتوب د لارې راپاڅول وو.
خو په افغانستان کې د ده يوه لويه ستونزه دا وه چې ولس او د دوي په ژبه نه پوهيدو. په لنډ وخت کې د دې زدکړه گران کار و. په ۲۶ مې ۱۹۲۸ م کې هغه د کراچي نه پېښور ته ورسيدو.
د بريطانيې د هواي ځواک مارشل چېپ مېن پخپل کتاب، ” د افغانستان د پاسه وزرې” کې ليکي. کله چې امان الله خان په دسمبر ۱۹۲۸ م کې اروپا ته د سفر لپاره هند ته روان و نو هم هغه وخت ” ارمان شاه” د هند شمال مغربي سرحد ته ورسيدو. ده د ميران شاه هواي ډگر کې د الوتکو د يو تخنيک کار په توگه خپل کار پېل کړو.”
دلته دولس جنگي الوتکې ۵ افسران ۲۵ تخنيک کاران او ۷۰۰ نيمه پوځي د ملېشيا وگړي پراته وو. لارنس د ۱۹۲۸ م د مې په وروستيو کې هلته ورسيدو چې د منشي توب دنده يې ورته وسپارله.
لارنس د يو عرب ملا په جامه کې د پلې نه واوړېدو او زيات وخت د خوست او پکتيا د سيمې ملايانو سره به گرځيدو ځکه عربي يې زده وه او نمونځونه به يې هم ورسره کول. د لارنس به ښايسته ورېښمينه چپنه په غاړه وه، دروند پټکې به يې په سر تړلې او عامو خلکو به ورته لاسونه ښکلول.
په کابل کې لارنس د بريطانيې سفير ” سر فرانسس همفرېز” سره نېغ په نېغه اړيکې ساتلې وې. دواړه د لومړي نړۍ وال جنگ پر وخت په مصر کې د يو ځاې کار پر وخت ملگري شوي وو. د بريطانيې حکومت د دوي پلان منلې او دوي ته د هر ډول لگښت لپاره يې پېسې ورکړې وې.
لارنس په هر ځاې کې د يو نوي لقب سره پېژندل کيدو. په ننگرهار کې د ” بخارا پير” او په پېښور کې به يې ورته ” شامي ملا” ويل. لارنس د شينوارو او خوگياڼو د مشرانو لکه محمد علم، محمد افضل او نامتو ملايانو لکه د چارباغ نقيب ملا، د چکنورملا او د هډې ملا سره وليدل. هغوي سره يې پټې جرگې کولې او د پېسو او د وسلو د ورکولو سره يې هغوي ته يې د امان الله خان پر ضد د يو اعلاميې ليکلو لپاره مضمون ورکړو.
د انگرېز په دوسيو کې د دې ټولو مشرانو خپل خپل نومونه وو لکه عبد الواحد شينوارې يې ” ويد” بللو.
لارنس په لږ وخت کې د کابل په لارو کوڅو کې د خلکو په روحيه ځان پوهيولو او شور بازار ته هم ورتلو. دلته د مدرسې نامتو پير حضرت شور بازار په ۱۹۲۴ م کې د امان الله خان پر ضد د خوست ولس د يو پاڅون لپاره لمسولې وو. دی ونيول شو نو ورور يې شير اغا( اصل نوم فضل عمر) په ۱۹۲۸ م کې د پکتيا ” ملا لنگ” ېا ” گوډ ملا” سره ملاتړ وکړو چې د انگرېز او د تعليم مخالفت يې کوو.
امان الله خان او ملکه ثريا د شپږو مياشتو لپاره د بهرنو ملکونو په سفر وو او په افغانستان کې د شورش خبرونه ورته رسيدل. د لندن نيوز مجلې د مخ په پاڼه د باچا او د ملکې عکسونه خپاره شول نو د دې کاپيانې په يوه ورځ کې د پيښور نه د کابل شور بازار ته ورسيدل. هم دا عکسونه وو چې د افغانستان په جوماتونو کې ورباندې ملايانو د کفر فتوې جاري کړې او امان الله خان يې د انگرېزانو گوډاگې وبللو.
دا خبر هم خپور شو چې يو انگرېز جاسوس د ملا په جامه کې گرځي او نوم يې پير کرم شاه دی. تصادف دا و چې په پښتونخوا کې د پير کرم شاه په نوم يو کس مجبور شو چې خپلو مريدانو ته اعلان وکړي چې د کابل يا انگرېز سره يې هيڅ تړاو نه و.
په دې کې هيڅ شک نشته چې لارنس د افغانستان د يو قانوني حکومت د پرزولو لپاره کار وکړو. دی کاواکه د وزيرو د سيمې نه پکتيا او نورو ځايونو ته ورتلو. په ” جنډوله” چاوڼۍ کې نورو افسرانو د ده سره د ملاقات حال پخپلو ليکنو کې کړې دی.
د بريطانيې اخبارونو راپورنه خپاره کړل چې لارنس د يو مسلمان پير په توگه افغانستان کې په جاسوسۍ اخته و. حکومت د دې نه انکار وکړو خو راپورونه بند نشول. د ۱۹۲۸ م په پاې کې د امان الله خان پر ضد په جلال اباد کې لومړې پاڅون شينوارو وکړو.
د فرانسې او روسي اخبارونو خبرونه ورکړل چې دا د لارنس کار وو. هغه نه يواځې جاسوس و بلکه خلک يې د باچا پر ضد راپارول. د لارنس يو کار د امان الله خان پر ضد د اتلسو مادو يو اعلاميه خپرول وو چې په پېښورکې چاپ او له هغه ځايه د افغانستان په لويو ښارونو کې خپور شو. هغه وخت د افغانستان په فضا کې د بريطانيې الوتکې کاواکه گرځيدې او د هوا نه به يې هم پاڼې خپرولې. يوه الوتکه په بيړني حالت کې ” جگدلک” کې ښکته شوې وه. هغه پيلوټ او الوتکه دواړه د لارنس په مداخله د افغانستان د دفاع وزارت نه راخوشې کړې شول.
د ۱۹۲۹ م په جنوري کې د امان الله خان پر ضد کابل کې هم پاڅون ووشو. هغه د حکومت واک خپل ورور عنايت الله ته د سپارلو نه وروستو د افغانستان نه ووتلو. په افغانستان کې يواځينۍ خپرېدونکې پاڼې ” امان افغان” يو مضمون خپور کړو او په نورو ملکونو کې افغاني استاځو ته يې ورواستوو چې مطبوعاتو ته يې ورکړي.
د لندن ” سنډې اېکسپرېس” د ۱۹۲۹ م جنوري په ۵ نېټه په دې سر ليک راپور ورکړو، ” کرنل ټي – اې- لارنس د شاه امان الله پر ضد د افغانستان د قبايلو د لمسون پړه پر غاړه لري.” په بله ورځ د بريطانيې، فرانس، جرمني او د اطاليې لويو ورځپاڼو دا خبر خپور کړو. د روس ، ترکي او عرب ملکونو سره سره د هند ورځپاڼو هم دا خبر او ورسره د غندنې مضمونونه خپاره کړل.
د برطانيې د هغه وخت د محافظه کار گوند په حکومت نيوکې وشوې او په کابل کې د سفير ته وويل شول چې لارنس دې بېرته ور واستوي. د برطانيې خارجه وزير آسټن چېمبرلېن څو ورځې وروستو د پوښتنو په ځواب کې د لارنس دفاع وکړه چې هغه په ميران شاه کې يواځې د هواي ځواک يو ميخانيک په توگه کار کوو او د افغانستان د پېښو سره يې هيڅ تړاو نه و.
د راپورونو تر مخې لارنس په ۸ جنوري ۱۹۲۹ م کې بېرته انگلستان ته ولاړو. خو دا هر څه د ميډيا د ښودلو لپاره وو او څو ورځې وروستو لارنس بېرته په افغانستان کې و ځکه د ده کار لا پاې ته نه و رسيدلې. د امان الله خان پر ضد بغاوت په ټول ملک کې خپور شوې و او مشر يې يو پخوانې پوځي جبيب الله کلکاني (بچه سقاو) و.
کلکاني په کابل بريد وکړو نو هغه وخت د دفاع وزارت نه بهر يو کس د جاسوس په شک ونيول شو چې شنې سترگې او سپين پوست يې لرلو. هغه د داسې کسانو سره خبرې کولې چې د حکومت په اعلان داو طلب د پوځي خدمتونو لپاره ورغلي وو. ده سره په اردو او پښتو ليکل شوي اسناد او پوځي خدمتونو پاسپورټ وو. د ده نه پوښتنې گروېږنې وشوې نو خبر شول چې د لارنس په نوم انگرېز څه موده وړاندې په شينوارو کې ايسار و. دا کس د مرگ په سزا محکوم شو خو په اړه يې نور معلومات نشته.
په ۱۹۳۵ م ۲۵ فروري کې لارنس د هواي پوځ ملازمت پرېښودو. دوه مياشتې وروستو دی د موټرسيکل په ټکر کې ټپي شو او څو ورځې د بې هوشۍ نه وروستو په ۱۹ مې مړ شو. ښايي ده ډېر معلومات د خپل ځان سره قبر ته يوړل.
lawrence in miranshah

سرچينې
۱. د عربو لارنس. د هغه غوره ليکونه. ميلکوم براون، کوچني کتابونه خپرونې ، ۵۹۰ مخ.
۲. د عرب لارنس. د ده ژوند. يوه لېجېنډ. مېلکوم براون. ټېمز او هډسن. امپيريال جنگي ميوزيم چاپ. ۲۰۸ مخ.
۳. په افغانستان کې اسلام او مقاومت. اوليور راې. کېمبرج يونيورسټي پريس. ۱۹۸۵ م . ۴۳ او ۶۶ مخونه.
صفيه حليم
د خپريدو نېټه
۲۰ جنوري ۲۰۱۴ م

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *