مېجر راورټي

Raverty
هغه لومړې اروپايي چې پښتو ژبې د زدکړې نه وروستو د دې ادبيات يې ولوستل او پرې ليکنې وکړې، مېجر( جګړن) راورټي و.
د ده پورا نوم هنري جارج او په ۱۸۲۵ م کې د انګلستان د کارنوال په سيمه کې وزيږېدو. د ده مور او پلار د ايرلېنډ اوسېدونکي وو او پلار يې پيټر راورټي په بحري ځواک کې ډاکټر و. په ۱۸۴۳ م کې هنري جارج هم په پوځ کې شامل شو او بمبۍ ته يې ورواستاو. ده د سوات او د باجوړ د ۱۸۵۶ م په جنګونو کې برخه واخيسته او د ۱۸۵۲ م نه تر ۱۸۵۹ م د پنجاب مرستيال کمشنر و.
په هغو ورځو کې د پښتونخوا صوبه د پنجاب سره يو ځاې اداره کيده. ده د مولوي عبد الرحمان خان محمد زي نه د پښتو زدکړه پېل کړه چې د اشنغر اوسيدونکې و. مولوي عبد الرحما ن د زاړه انجيل د عبراني ژبې نه پښتو ته اړولې و. د انګرېزي ژبې د ليکوال جان بنيان نامتو اثر د پلګرمز پراګريس يې وژباړلو. يو بل کس چې راورټي ترې پښتو زده کړه ميرزا محمد اسمعيل کندهاري نوميدو.
هغه وخت چې په پښتو کې د يو څو شاعرانو د ديوان نه پرته څه نه تر لاسه کيدل، راورټي د پښتو زړو قلمي کتابونو پسې ګرځيدو. دا موندل شوي کتابونه يې مطالعه کړل او په اړه يې په انګرېزي ژبې کې ليکنې وکړو.
هغه وخت د ده په شان ځينې نور انګرېزان هم د هند په نورو سيمو کې د زړو کتابونو په لټه و او يوه لويه خزانه يې انګلستان ته يوړه. کله نا کله به دوي ورباندې د خپلو خلکو لپاره معلومات ليکل او خپرول چې زياتو ته به يې فارسي يا هندي نومونه ټاکل. راورټي هم خپل لومړي کتاب ته د ګلستان روه نوم ورکړو چې په ۱۸۶۰ م کې چاپ شو. په دې کې د شاعرۍ ۱۰ اود نثر ۶ کتابونو په اړه يې معلومات ورکړي وو.
دا ټول پخواني کتابونه ده خپل ځان سره ساتلي و چې پکې د اخون دروېزه، بابو جان، عبد الرحمان، خوشال خان، او د داسې نورو د لاس ليکل شوي نايابه نسخې وې. راورټي يو بل کتاب ” د شپاړسمې نه تر ۱۹ ميلادي پېړۍ پورې د افغانانو شاعري” په ۱۸۶۲ م کې چاپ کړو.
په ۱۸۶۷ م کې راورټي د ګلستان روه دوېمه ګڼه چاپ کړه او پخپل سرليک کې يې د هغو مشکلاتو زکر وکړو چې د ليکلو پر وخت ورته پېښ شوي وو. دی ليکي چې ” د لرغونو وختونو پښتو قلمي نسخې ناياب دي او پخپله افغانان يې هم نه لري چې خپله ژبه يې ده. په دې کې هيڅ شک نشته چې دا د هغو تېرو شپېتو کالو د شخړو له کبله ده او په دې کې افغاني ژبه د نورو سره په پرتله د زوال سره مخ شوه. اوس چې دا څو دانې کتابونه په لاس کې لرو نو په دې کې د کاتب او د کاپي کوونکو له خوا پکې دومره تېروتنې دي چې ښايي دوي د پښتو ژبې سره هيڅ اشناي نه لرله. خو دا د افغانانو ګناه نه ده چې ګوندې د خپلې ژبې نه بې غوره پاتې شوي دي.”
دا دوه کتابونه د پښتو د زړو کتابونو په اړه يوه ځانګړې هڅه وه او پخوا پرې چا کار نه و کړې. خو راورټي د دې سره سره د انجيل ژباړه هم په پښتو کې وکړه چې په ۱۸۶۴ م کې چاپ شوه.
راورټي لومړې کس و چې د پښتونخوا ګزېټئر يې وليکلو. ګزېتير هغه کالنۍ راپور وي چې د يوې سيمې ټول معلومات پکې ليکلي وي. هم هغه راهيسې په بريطانوي هند کې د ټولو سيمو د ګزېتئر ليکلو سيسټم پېل شو.
د راورټي له خوا نور ليکل شوي کتابونه دا وو.
۱. د افغانانو د ژبې پشتو يا پښتو ګرامر- ۱۸۵۵ م کې لومړې چاپ.
۲. د هندوستاني او د انګرېزي د تخنيکي الفاظو قاموس. ۱۸۵۹ م
۳. د افغانانو د ژبې پښتو يا پشتو قاموس. ۱۸۶۰ م
۴. د اوولسمې نه تر نولسمې پېړۍ د افغاني شاعرۍ غوره چاڼ. ۱۸۶۲ م
۴. ګلشن روه. د شعر او د نتر غوره چاڼ د پښتو يا افغاني ژبې نه، ۱۸۶۷ م
۵. د ايسپ الحکيم کيسې، ۱۸۷۱ م
۶. د پښتو ژبې رهنما کتاب. ۱۸۸۰ م
۷. د منهاج سراج، ابو عمرعتمان. د هند په شمول د اېشيا اسلامي سلطنتونو عمومي تاريخ، د ۱۹۴ هجري( ۸۱۰ م) نه تر ۶۵۸ هجري ( ۱۲۶۰ م) او په اسلام کې د ملحد مغلو بغاوت. ۱۸۸۱ م، د فارسي نه ژباړه.
۸. د افغانستان او د بلوچستان د ځينو برخو په اړه يادښتونه ۱۸۸۱ نه تر ۱۸۸۸ م
راورټي په پښتو شاعرۍ کې د تصوف د تورو او د اصطلاحاتو د تشريح لپاره هم ليکنې وکړې چې د انګرېزي ژبې ولوستونکي پرې پوهه شي. د اوسني لوستونکي لپاره ممکن د ده تشريح او ژبه دېره پخوانۍ وي خو هغه وخت د پښتو په اړه دا ناياب معلومات وو چې سيمې ته ورتلونکو نورو انګرېزانو ترې ګټه اخيسته. راورټي په ۲۰ اکتوبر ۱۹۰۷ م کې د ۸۱ کالو عمر کې په انګلستان کې مړ شو. دی د دېرشو کالو نه زياته موده په ليکنو بوخت و. ځينې پښتانه ليکوالان فکر کوي چې راورټي پښتو ته خدمت کړې و خو په اصل کې هغه د خپل قام لپاره کار کوو او دوي ته يې د زدکړې او د علم لارې برانستې.
سرچينې
۱ مېجرهنري جارج راورټي. د لوې بريطانيې او د اير لېنډ د شاهي اېشياي ټولنې ژورنال. جنوري ۱۹۰۷ م ګڼه. کېمبرج پوهنتون پرېس.
۲. د ويب پاڼو نه
صفيه حليم
د خپرېدو نېټه
۱۹ فروري ۲۰۱۴ م

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *