د پښتو زده کوونکي

Kateb
په ۱۸۳۸ م کې د بنګال د شاهي ايشيايي ټولنې د بمبۍ د انجينيرانو د څانګې مېجر رابرټ ليچ يو مضمون خپور کړو چې پکې د “دير” او د تيراه په سيمو کې د ژبې په اړه يوه څېړنه شوې وه. ده په لومړي ځل پښتو ژبه يې اروپايانو ته وروپېژندله. خو ژوند ورسره وفا ونکړه او دا کار يې نيمګړې پاتې شو.
په ۱۸۴۰ م کې د روس د هغه وخت پلازمينې سينټ پيټرزبرګ کې يو جرمني پروفېسر ډاکتر برن هارډ ډورن ” ګرامر ته يو نظر” په نوم ليکنه وکړه او وروستو په ۱۸۴۷ م کې، ” د پښتو يا افغان ژبې کرېسټوماتي” خپره کړه. د يوې ژبې په اړه د يو ليکوال څو علمي مضامين يو غونډ “کرسټوماټي” نومېږي. بروفېسر ډورن د سينټ پيټرزبرګ د روس د ملي کتابتون بنسټ اېښودونکو ډلې کې شامل و.
د ۱۸۵۰ م په لسيزه کې د امريکا يو پولېنډي يهود چې په جرمني کې زيږېدلې و، د نيو جرسي د مسيحيانو د يو پوهنځي نه زدکړې تر سره کړې او په پېښور کې د کليسا له خوا تبليغ لپاره ورواستول شو. د ده نوم ” آسيډور لوي وينټهال” و. ده د کليسا تر څارنې لاندې په پېښور کې انجيل ( نوې بڼه) په پښتو کې وژباړله او ورپسې د پښتو د يو قاموس په ليکلو يې لاس پورې کړ. خو دی په ۲۷ اپرېل ۱۸۶۴ م کې د خپل څوکيدار له خوا په ټوپک وويشتل شو. د ده قبر په پېښور کې جوړ دی.
د پښتو لومړې کتاب چې د يو غېر پښتون له خوا وليکل شو هغه د ډاکټر هنري والټر بېلو د پښتو ګرامر و. دی د بنګال د پوځ يو افسر و چې په ۱۸۵۴ م کې يې دا کتاب په کلکتې کې د ” باپټسټ کليسا” له خوا چاپ او خپور شو او بيه يې ۵ روپۍ وه.
انګرېز پوځي مېجر راورټي ممکن لومړې کس نه وي چې د پښتو وئيل يې زده کړل، ځکه هغه وخت په پوځ کې د هغو افسرانو لپاره پښتو زدکړه لازمي وه چې د افغانستان سره د هند په سرحد ساتل کيده. خو راورټي په ۱۸۴۹ م کې د مولوي عبد الرحمان خان محمد زي نه د پښتو ليک لوست زدکړه پېل کړه. مولوي عبد الرحما ن چې د اشنغر اوسيدونکې و، د زاړه انجيل (اولډ تېستمنټ) د عبراني ژبې نه پښتو ته اړولې و. ده د انګرېزي ژبې د ليکوال “جان بنيان” نامتو اثر “د پلګرمز پراګريس” هم وژباړلو. وروستو يو بل انګرېز پوځي (جاسوس) رچرډ فرانسس برټن هم نه يواځې له مولوي پښتو زده کړه، بلکه د مسلمانانو په عقيدو يې هم ځان خبر کړو. په ۱۸۵۳ م کې دی د يو پښتون په توګه مکې ته ولاړو او حج يې هم وکړو. بيا د حج دا ټول داستان يې په يو کتاب کې خپلو خلکو د لوست لپاره وليکلو. رچرډ برټن وروستود الف لېلا داستان په انګرېزي کې وژباړلو.
مېجر راورټي په لومړي ځل د پېښور ګزيتېر( د کال معلوماتي کتاب) وليکلو چې وروستو د ټول هند د ښارونو په اړه هم دغسې معلومات وليکل شول. د راورټي د پښتو ژبې استاد قاضي عبد الرحمان محمد زی په ۱۸۹۹ کې ومړ نو د ده بل استاد مرزا محمد اسماعيل کندهاري شو. له ده يې د ژبې سره سره د پښتو شعر يې هم لوستلو او د دې په هنري او ژبني اړخونو يې ځان پوهيولو. کندهاري په ۱۹۱۲ م کې مړ شو خو دا هم هغه وخت و چې راورټي د پښتنو ليکوالانو او شاعرانو د لاس ليکلي کتابونو په راټولولو پېل وکړ.
هغه وخت چې په پښتو کې د يو څو شاعرانو د ديوان نه علاوه څه نه موندل کيده، راورټي د پښتو زړې نسخې او قلمي کتابونو پسې وګرځيدو، دا يې وموندل او مطالعه يې کړل او په اړه يې دوه کتابونه وليکل.
په ۱۸۵۳ م کې انګرېزانو په پېښورښار کې د هلکانو لومړی ښوونځی اېډورډز سکول په نوم پرانيستو چې د کليسا ترڅارنې لاندې اداره کيدو. په دې کې تر پينځم د پښتو زدکړه لازمي وه. هغه وخت دا صوبه د پنجاب د يوې برخې په توګه اداره کيده خو د انتظامې چار واکو لپاره د پښتو زده کړه ضرور وه. د رسمي کار د پېل نه وړاندې به دوي د پښتو ژبې امتحان ورکوو او په دې کې کاميابي ورته لازمي وه.
د هغه وخت د پېښور ټول کمشنران او واليان په پښتو ژبې پوهيدل او د خپل کار د دوو کالو د مودې په پاې کې به يې د سيمې د پښتنو په اړه معلومات ليکلي وو. په دې کې ځينې په کتابي بڼه چاپ او خپاره شوي دي چې اوسني پښتانه يې ډېر په مينه ولولي او په دې وياړېږي چې يو انګرېز د ده د قام صيفت کړی دی. خو هم دا کتابونه د پښتنو هغه کمزورۍ په ګوته کوي چې د دې سيمې د کنټرول لپاره يې ترې کار اخيستو.
اوس داسې وخت دی چې پښتنو خپلې ژبې ته شا اړولې او پخپل پرمختګ کې يې لوې خنډ ګڼي.
د تېرو څو کلونو راهيسې پښتانه ځوانان راته ډېر په وريڼ تندي هرکلې کوي خو بيا يو وخت چې زما د کتابونو وار راشي نو په نرمه ژبه يوه ګيله منه پوښتنه وکړي، ” ولې په انګرېزي نه ليکې چې ډېر خلک يې ولولي؟”
ما سره د دې خبرې ډېر ځوابونه وي او کله کله پوښتنه ورغبرګه کړم چې، “په اوس وخت کې چا ته د علم او د پوهې ضرورت دی؟” د انګرېزي کتابونو لوستونکي د پښتنو د کلچر، د قامونو جوړښت، توان او کمزوريو نه ښه خبر دي. البته يو قام چې خبر نه دی. . . پخپله پښتانه دي.
د خپرېدو نېټه
۲ جولاي ۲۰۱۴ م
صفيه حليم

1 Comment

Add a Comment
  1. اغلې صفې جانی سلامونه! ډیر په زړه پورې معلومات و ، او له لوستلو وروسته راته د پښتو د یوه تکړه شاعر دا شعر راپه یاد شو چی وايي:

    پر نهاره دې خبرې په پښتو کړې اوس پاړسي وایې چې خیټه دې مړه شوه
    رښتیا خبره ده چی د ډیرو پښتنو داعادت دی چی مخکی تر دی چی خپله ژبه زده کړي د بل ژبه هغه د چا خبره ښه په کړس وايي، لرو پښتنو خو اردو ژبه څه کوې چی پنجابي هم داسې وايي لکه د مور ژبه چی وي او بر پښتانه که پښتو ویلای او لیکلی هم شي ولی کله چی د نورو پاړسوانو په مینځ کی ولاړ یوخوا بل خوا وګوري چی ګواکی د پښتو په ویلو څوک د کومی خوانه د څپیړی ګوزار پرې ونکړي لمړی یوخوا بل خوا وګوري بیا خبری کوي. خبره رانه اوږده نشي فقد دومره وایم چی ټول پښتانه باید چی په خپلی ژبی خبری وکړي او پری ونه شرمیږي او د پرمختګ په لاره کی باید نه ستړي کیدونکي ګامونه پورته کړي. په الله پاک سپارلۍ

    جعفر معروف

Leave a Reply

Your email address will not be published.