Category: د همکارانو ونډه

د پېښور حمامونه

نه مې يادېږي چې زه د څو کالو وم، خو پېښور هغه وخت هم د بريطانوي هند يو سرحدي ښار و. ممکن د اتو يا نهو کالو به وم چې د خپلې نيا (د مور مور) سره په يوه ټانگه (د اس گاډۍ) کې ناسته د چاوڼۍ نه د مرکزي بندي خانې مخې نه تېره […]

اغا خان څوک دې؟

د نړۍ تر ټولو شتمنو خلکو په لسټ کی یوولسم نمبر نوم د کريم اغا خان دې چې په اروپا کې په سلګونو نسلی اسونه، بې شمېره فارمونه، د تفریحی بیړیو یو لوی کلب، شخصی ټاپو (جزیره) دوه جېټ الوتکی او یوه هیلی کوپټر لري. د ده “علمشار” نومې تفريحي بېړۍ سل ملیونه ډالر ارزښت […]

د ميروېس نيکه کلا

کله چې د افغانستان او د هغه دخپلواکۍ نوم اورو، نو د ملي قايد او ستر مبارز، حاجي ميروېس نيکه نوم مو خامخا په ذهن کې راګرځي. د افغانستان د تاريخ دغه دوره لکه څومره چې ډېره مهمه ، له وياړونو ډکه او د افغان ملت د خپلواکۍ لمر څرک ګڼل کيږي، هغومره پوره نه […]

ی-ي-ې-ئ-ۍ

په پښتو لیکنۍ ژبه کې پنځه ډوله یاګانې شته او کاریږي: ی لومړنۍ: بي ټکي (ی) چې د مفرد مذکر لپاره استعمالیږي، لکه منګی، پسرلی، ښاغلی، منلی، ننګیالی، توریالی، زمریالی او داسې نور. ي دویمه : لنډه (ي) چې دوه څنګ ترڅنګ ټکي خوري، او د مذکر جمع لپاره استعمالیږي خو په فعل کې هم […]

کسه يا د کسې غر

دا د هماليه د غرو لړۍ ده چې زياته برخه يې اوس د بلوچستان ايالت په شېراني ولسوالۍ کې ده. کسه غر چې د سېمې اوسېدونکي ورته – د کسې غر- وايې. د دې غره لوړوالی 12500 يادېږي او د زڼغوزي (چلغوزه)، نښتر او پستې ډېر ستر ځنګلونه لري. د ځايي خلکو په وېنا، په […]

کارېز

له نن څخه دوه نيم زره کاله پخوا چې کله د پارس امپراتور کروش اختيار تر لاسه کړ نو يې د څنګلورو هيوادو په څېر په پارس کې د کروندې د پرمختګ لپاره د کارېزونو د کېندلو امر وکړ. له دې تاريخي سند څخه دوې خبرې څرګندېږي: لومړي: چې کارېز د کروش تر باچاهي لومړي […]

زرخريد

د کندوز ښار لمر پریوته لور ته د شېرخان بندر چې د تاجکستان سره د آمو سیند په واسطه بېليږی، د سړک ښې لور ته د زرخرید کلۍ پروت دی. ددغه سیمې اوسیدونکې وايي چې دلته اوسېدونکې اتمانزی، مموزی، مومند اوشینواری دی چې ۱۵۰ کلونه پخوا د ننګرهارولایت ګردی غوث، باسول او یوشمېر نورو سېمو […]

کڅ څه وي؟

د بهاندو اوبو پرغاړه د کروندې وړ د مځکې يو هواره غټه برخه “کڅ” نومېږي. که چېرته دا ټوټه وړه وي او شاوخوا يې غرونه، غونډۍ ليا کندې وي نو هغه ته بيا “کڅۍ” ويل کېږي. په جنوبي پښتونخوا کی يوه سيمه د گل کڅ په نوم شته. د شاه مامود ليکنه