د خټو نه په ډېرمهارت سره د خونې د دېوال سره جوړه “بنايي” رپ وي. دا له بام یا چت نه تقریبأ یو یا يو نیم مټر راکوز، له یوې لوېشتي نه نیولې بیا تر یو فټ پوري پلن والی لري.
څنډه او لاندينۍ برخه یې په مخصوص ډول په خټو کې ډیزان شوې وي او يو وخت به دومره لوړ جوړيدو چې د شې د را اخيستلو لپاره به بله وسيله کاريده چې ورباندي وروخېژي او لوښی ترې راکوز یا ورپورته کړې.
پر رپ باندي د کور چیني او قیمتي لوښي د کاله ښځي په ډېر مهارت سره اوډي. غوریګان یې داسي ودرولي وي چې مخ ته یې لويي ښیښۍ کاسې او درانده لوښي پراته وي چې را ونه ښویېږي.
چاینکي، پیالې، غابونه او نور قیمتي لوښي پر رپ باندي ساتل کېږي. د رپ ساتنه په لویه کې د کاله پیغله کوي او د ښه رپ اووډل د یوې پیغلي په وړتیا کې راځي. ځیني کورنۍ خپل رپ په میاشت، ځیني په دوو اوونیو کې او ځینې هره اوونۍ پاکوي.
د رپ پاکول هم د هر چا کار نه وي. ټول لوښې راکښته کوي او یو یو په ټوکر له دوړو پاکوي. رپ د مال څرګندونه هم کوي، د مالدارو خلکو رپ له قیمتي لوښو ډک وي او دغریبو پر رپ باندي لوښي کم وي.
د مالدارو خلکو رپ پوښ لاره او له ځانګړې ټوکر نه به ورته جوړشوی وو. د کاله مېرمنو او په ځانګړي ډول پیغلو به خامکونه او د لاس کارونه پرکړي وو.
د وخت سره سم چې څومره پرمختګ کېده د رپ بڼه هم بدله شوه. وړاندي به له خټو او خښتو جوړېده او په وروستیو کې لرګي تختې کاريدلې.
اوس په لیري پرتو سیمو کې هم رپونه له تختو او لرګیو جوړ وي. په ډېرو سیمو کې پر رپونو باندي خلک لوښې نه ایږدي او د کور کوټې یا خونې په یوه برخه کې د رپ د څنډې په ډول یوه تخته لګولې وي او د ښکلا ځیني شیان یا کتابونه یې ورباندي ایښي وي.
د نورجهان سيد ليکنه
د خپريدو نېټه
۷ اکتوبر ۲۰۱۴ م