شاريزۍ – د ملالۍ شينوارې ليکنه

زما خدای بخښلې نیا به چې کله مونږ ته د کلي په اړه کیسې کولې نو ځینې داسې لغتونه به یې کارول چې په ښاري پښتو کې مونږ ته نا پېژاندي و.
لکه شاریزۍ ، بغرۍ، جوسه او داسې نور. خو کله چې زه د لمړي ځل لپاره کلي ته ولاړم نو پوه شوم چې دا کلمات څه معنې لري.
شاریزۍ د کلي په مینځ یا د کلې نه د باندې یو اړخ ته، لوی پراخ ځای یا میدان ته وای چې د ښځو بنډار ځای، د ماشومانو د لوبو میدان او د څارویو د تړلو ځای ګڼل کېده. لا هم په ځینو پښتني کلیو کې په لږ زیات بدلون سره شاریزۍ شته.
زمونږ شاریزی د کلي یو اړخ ته دی. د کلی د دیواله خوا ته اخورونه جوړ دي چې د کلیوالو مالونه ورته تړل شوي وي. یوه چوتره چې د ښځو د ناستې ځای ګنل کېږې او کنډو کپر یو کوچینې میدان چې ماشومان پکې لوبۍ کوي. د کلی د جومات ور همدی شارېزي ته را مات دې او په څنګ کې د اوبو یو وړوکی تالاب ګوټې هم شته چې د څارویو د څښاک اوبه پکې ساتل کېږې.
کله کله په دغه تالاب کې اوبه زياتې او روانې شي نوهغه مهال بیا ماشومان پکې لامبی او ښځې او نجونې پکې پوزکي او تغرونه منیځي. شارېزۍ د ژمي په لمرين ورځ د کلیوالو ډکه ښکاري، ماشومان په لوبو اخته وی او ښځې چې زيات يې سپين سرې وي، په پیتاوی کې بنډار کوي. خو په اوړي کې بیا یوازې د مازدیګر له خوا پکې ګڼه ګونه وی.
د روژې په میاشت کې ماشومان چې روژه نشي نیولې نو خپل ماښامني خواړه له ځان سره شاریزي ته وړي او د خپلو همزولو سره یې شریکه وي. خو تر هغې چې ملا آذان نه وي کړې، خوړو ته لاس نه ور وړي. کله چې ملا اذان وکړي نو ټول ماشومان نارې کړي، ” الیبانګه روژه ماته. . . په کاسه کې ډوډی ماته … ”
د خپرېدو نېټه
۱۶ مارچ ۲۰۱۴ م
children

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *