Category: کلچر

د هند ستوری

نيا مې خبره کوله چې د پاکستان او هند له ويش نه وړاندې سينما ته تللې وه. په پرده کله چې د فلم اتل راښکاره شو نو شا ته ناستو څو ښځو وژړل. په وقفه کې خبره شوه چې هغوی د فلم د اتل ګل حميد خپلوانې وې چې څو کاله پخوا مړ شوی و. […]

ګبر، ګبري او ګبرال

د سوات د کالام نه د شلو کلومېترو په فاصله د سمندر نه دوه نيم زره مېتره لوړه د ګبرال دره ده چې په سر کې يې د اوبو يو ډنډ د کرکرې په نوم يادېږي. د دې شمال لوري ته چترال، جنوب ته اترور، لوېديځ ته دير او ختيځ ته ماهو ډنډ دی. د […]

مخه ويشتل

د مخې لوبه اوس هم د يوسفزو پۀ مختلفو علاقو کښې کېږي. خو د بونير، ګدون او زروبۍ (ځروبۍ) خلقو دا لوبه کراچۍ ته هم وړې ده. د ملک نه بهر يعنې دوبۍ کښې دا لوبه ځروبوالو شورو کړې. ” د دغه لوبې د پېل کېدو تاريخ پوره معلوم نۀ دے خو د پښتو وړومبي […]

چېل

د صوابۍ او د اشنغر هغه سيمې چې د اباسين پر غاړه بره غرونو ته وتلي دي، ښځې د کور نه بهر يو لوې چادر به سروي چې ځينې يې پړونې او نور يې چېل بلي. دا شپږ ميټر پړونې د پومبې (کاټن) د تارنه په کهډۍ اوبدل شوې وي او جولاګان يې جوړوي. د […]

د سلطان غوري انځور

يو سړي په لوې بالښت ډډه لگولې او پر فرش ناست دی. د ږيرې او د برېتو وېښته يې تور دي. سپينې جامې يې په غاړه دي، شين (زرغون) پټکې او هم هغسې يو څادر يې په اوږه تاو کړې دی. دا د يو البم پاڼه ده چې د لاجورد او د سرو زرو حاشيه […]

خطاطي – د ياسمين حسين معلومات

يو وخت هغه خلق چې په لاس به يې ښکلې ليکنه کوله، د خطاط په نوم ياديدل. د اسلام د خپرېدو سره د اېشيا ځينې ژبې لکه ترکي، فارسي، پښتو، بلوڅي، سندهي او داسې نور په عربي ليکدود کې وليکل شوې. ترکي ليکدود په شلمې پېړۍ کې د عربي نه لاطيني ته واړول شو. د […]

د شېر شاه سوري يو ناياب انځور

د ا انځور ( تصوير) په ۱۷۸۰ م کې چا په لاس جوړ کړې دې چې هغه وخت د هند پر تخت مغل باچا دوېم شاه عالم ناست و. په انځور کې د ښکار يوه منظره جوړه شوې ده. يو باچا په سپين اس سپور په يوې غوندۍ ولاړ دی. د ده سره دوه ملازمان […]

ايلامي ژبه

دا ژبه د ايلامي خلکو له خوا ويل کيده چې په لرغونې عراق او پارس په خاوره د ۲۸۰۰ ق م نه تر ۵۵۰ ق م اوسېدل. د ايلامي ژبې نورې څانگې نه دي معلومې او په عامه توگه پوهان يې ځان له يوه جلا ژبه گڼي. دا په مېخي خط ليکل کيده چې ځينې […]

د طاوس تخت

مغل شاه جهان چې د تاج محل په شان هند کې د ښکليو ودانيو جوړونکې و، د قيمتي ډبرو، الماس، زمرد او د ياقوت لېواله و. د هند د پراخې خاورې دوه برخې د ده د هوس ښکارندوي دي. دکن صوبه چې پکې د ” گولکنډه” د الماسو ماينونه دي او د بلخ صوبه چې […]

عبراني ژبه

د عبراني تورې د ” ايبري” نه راوتلی دی چې جمع يې ” ايبريم” او د حضرت ابراهيم عليه السلام يو صفتي تورې دی. تشريح يې ” هغه څوک چې پورې راووتل” کيدېشي. د اسماني کتابونو لکه زبور، تورات او د انجيل د لومړيو صحيفو ژبه عبراني وه. په انجيل کې عبراني ته د ” […]