پښتو فلم


د پښتو لومړی فلم “لیلی مجنون” په ۱۹۳۹ م کې جوړ او په ۱۹۴۲ م کې پیښور نه علاوه په بمبۍ او کلکتې کې هم خلکو ولیدو. د فلم دایریکټر امیرحمزه شینواری او د موسیقۍ تړون ورته عبد الکریم کړې و. په فلم کې “هېریجې” د لیلی او رفیق غزنوي د مجنون رول ولوبوو. سندرې يې سبزعلی خان، مهرالنسا او حبیب جان په غږ کې وې.
په پاکستان کې د اردو یو فلم ۱۹۶۰م کې حمزه شینواري په پښتو وژباړلو چې ” نوې پلوشه” نومیدو. دا د پيښور په “ناولټي” سینما کې نندارې ته وړاندې شو. په ۱۹۶۳ م کې حمزه پخپله یو پښتو فلم “تيږه” په نوم جوړ کړو چې عمر دراز يې اتل و. په ۱۹۶۸ م کې “یکه یوسف خان” مرکزي کردارونه غزاله او رب نواز وو. دغه درې فلمونه په کراچي او پیښور کې محدود خلکو ولیدل.
په ۱۹۷۰ م کې عزیز تبسم د یوسف خان شیربانو په ولسی داستان پښتو فلم جوړ کړو او دومره شهرت يې وموندلو چې د کراچی، کوټې او پیښور نه علاوه د کابل په سینماګانو کې هم ورته خلک رامات شول. بدر منیر او یاسمین خان په اداکارۍ او د سوچا پښتو لهجې له کبله دغه فلم ښه بزنس وکړو.
بیا هم دغو ستورو بل فلم “اوربل” تر یو کال په سینما ګانو کې لیدل کیدو. دره خیبر، خانه بدوش، کوچوان، علاقه غیر، کامیابه فلمونه او سندرې يې هر ځای غږیدې. په هغو ورځو کې د “کیسټ” تخنیک د دوبۍ او کراچۍ مزدورانو ته موقع ورکړه چې هر ځای د خپلې خوښې سندرې واوري. په لنډه موده کې د پښتو سندرو بازار تود شو. د پخوانيو هندي فلمونو کیسې هم غلا شوې چې یوه بیلګه يې “دیدن” د هندي فلم “دیدار” کټ مټ کاپي وه. فلمي کاروباریان هغه وخت دومره په تادۍ کې وو چې د پښتو په ولسي کیسو د فلم جوړولو لپاره تاریخ ته يې نه کتل. “ادم خان درخانۍ” د ۱۷ پېړۍ کیسه وه خو اتل پکې د ټوپک سره په اس سپور وښودل شو. خو دا هغه فلمونه وو چې د سړو نه علاوه ښځو هم لیدی شول. پښتو فلمونو له پېل راهیسې څه لوړ هنري معیار نه لرلو او د ستاینې په ځای خلکو ورباندې اعتراض زیات کوو. د دوی د ښه بزنس سبب د پښتنو هغه شوق و چې د خپلې ژبې، شاعري او موسیقي سره يې لرلو. پښتنو مزدورانو ته جنګ، بدل اخیستل او نڅاو خوند ورکاو. دهقان- جوارګر- ارمان- ذرتاجه- الزام- اقرار- انګار- میرنی ورور- جرګه- سندرغاړی- د ګودرغاړه او انصاف پرله پسې ښه بزنس وکړو.
د پښتو فلمونو ستوري د غریبو کورنیو نه وو. یاسمین خان په اردو فلمونو کې د نڅاګرو ډله کې به ښکاره کیده. د سوات بدرمنیر به کراچی کې رکشه چلوله. په ۱۹۷۰م کې دی د یو سټوډیو تخنیک کار او هلته نه په فلمي پرده راښکاره شو. په ۱۹۸۰م کې د کراچی فلمی صنعت لاهور ته کډه وکړه او د پښتو فلمونو څه نا څه پاتې هنر په رژیدو شو. ثریا خان- شهناز- مسرت شاهین- آصف خان- نعمت سرحدی- عمر دراز- طارق شاه او جمیل بابر به په هر دویم پښتو فلم کې ښکاره کیدل.
د پښتو سندری به بیا هم په کراچی کې ریکارډ کیدی او رفیق شینواری- راحت حسین- سنی او ماسټر غلام حیدر به د امیرغلام صادق، مراد شینواری، یونس قیاسی، سردار خان فنا او غازی سیال شاعري ته د موسیقۍ تړون ورکاو. خیال محمد، هدایت الله- کشور سلطان او د ګلنار بیګم د سندرو نوی کیسټ به د کراچی په “لی مارکیټ” او “جونا مارکیټ” کې لومړی خرڅلاو لپاره راتلو.
د ۱۹۸۰ م په لسیزه کې داسی خلکو هم پښتو فلمونه جوړول چې د هنر یا ادب په ځای یواځې پېسه ګټل يې هدف و او د کیسی په ځای بربنډو نڅاګانو او تشو مکالمو يې زور راوړو. د ویډیو ټیکنالوجي خلکو ته “وي سي آر” په لاس ورکړو او دغه نڅاګانې د ټوټو په شکل خلکو لیدل.

زما یادېږي چې یو انګریزي فلم لیدو لپاره فلکسیر سینما ته لاړو. د لومړیو اشتهارونو نه وروسته، د مسرت شاهین یوه سندره يې ښکاره کړه چې د خوب په لباس کې په کت اوړیده را اوړیده. په هال کې یو کس ودریدو او سینما خاوند ته يې د مور او خور ښکنځلې شروع کړې. تر څو چې شخړه ختمیده نو سندره هم ختمه او انګریزي فلم شروع شو. د افغانستان جهاد او د ضیاءالحق مارشل لا نه وروسته په سینماګانو کې د بمي چودنو له کبله سینما ته تګ لږ شو.
کراچی کې د پښتنو لوی شمیره میشت ده نو ځکه د پیښور او کوټې نه زیات خلک پښتو فلمونه ګوری. دلته شیش محل پاتی و چې په جمعه او اتوار ډرایوران او د کارخانو مزدوران پښتو فلم لیدو ته ورتلل. د فلمونو نومونه “ټوپک زما قانون- خاندانی بدماش- ډمه- ګنده ګیر- چرسی او داسې نور د دغه هنر کیفیت په ګوته کوي. د ۱۹۹۰ م تر لسیزې کراچی کې ۲۵ نه زیات سینما ګانو کې پښتو فلمونه ښودل کیده. په اورنګی او ناظم اباد کې ۵ سینماګانې وې چې میټرو، شهزاد، چمن، ریجنټ او مسرت نومیدل. د ۲۱ پېړۍ تر پېل د یو نه علاوه نور ټول بند او یا مارکیټ ترې جوړ شو.
شا و خوا د ۲۰ کالو د بدنامۍ وروسته په ۲۰۰۳ م کې د ارباز خان فلم ” مینه قرباني غواړي” څه نا څه هنري فلم جوړ کړو. د پيښور نه علاوه اوس په مردان، نوښار او سوات کې ځینې سینماګانې د پښتو نوي فلمونه ښایی. د “یوټیوب” د لارې خلک اوس د نړۍ د هرې ژبې فلم او ډرامه لیدای شي. پکار ده چې د پښتنو د تاریخ په ځینو پیښو ځوانان فلم جوړ کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.