سړي به پټیو ته لاړل نو ترور لور به مې د چایو لوښي د سلورو په خانک کې راټول کړل او د کلي په منځ کې بهیدونکی ولی (ویالی) ته روانه شوه. هغه له ما ۱۵ کاله مشره او زه به ورسره په منډو وم. د ویالې اوبه خړې او د څښلو لپاره نه کاریدی. د بر او ښکته کلي په دوو کورونو کې کوهیان (څاه) وو چې ښځو به له هغه منګي راډکول.
د ویالې هغه څنډه چې ښځې به پرې راټولیدی، کورونو ته نزدې وه. دوی به د سلورو پتیلې، چای جوش او د خاورو کټوۍ وینځلې. د ویالې شنه لوښه به يې ماشوړه کړه، د انغري ایری به يې پرې را واخیستې او د لوښو په مښلو مښلو هر څه به په اوبو کې حل شو. دغه ایری به چا په یو کټوري کې راوړې وې او ټولو سره به يې شریکې کړې. ټول وخت به د ښځو، ګیلې مانې او د ټوکو تقالو نه ختمیدونکی سلسله روانه وه. ترور لور به مې یو څادر له ځانه تاو کړی و خو هیچا مخ نه پټاو. کله کله به پکې جنګ هم وشو خو وهل چرې نه وو شوي. په خانک کې به پاک لوښي راټول یا په لوی دیګچي کې یو بل د پاسه کیښودل شو. دغه زمونږ د کلي ګودر و چې ماځیګر د سړو د راتلو نه وړاندې به هم پکې ښځې راټولیدی. ډېر وروسته د کالج د سبق په وخت سوات کې مې د یوې چینې پرغاړه ښځې او ماشومان ولیدل. هم هغسې د کور لوښي يې وینځل او منګي يې له اوبو ډکول.
په پښتو شاعرۍ کې “ګودر” یو افسانوي ځای ښکاري چې پیغلی پکې د خپل زړه حالونه یو بل ته وایی. یا هلته د خپل عاشق سره ملاقات له ورځي. دا چې د ګودر په لاره به ځوانان پټ ناست د جینکو ننداره کوي.
د ګودرغاړه ورته نیسم
د اشنا خویی د مرغابۍ دی را به شینه
یو ځای مې لوستل چې ” ګودر د پیغلو د دمې ځای دی.” بل ځای انجونې، ” د اوبو په بانه ګودرته ځي او له همزولو سره د زړه غوټي سپړي.” یو کس بیا ګودر د مینې او د عاشقۍ لپاره یو مناسب ځای ګڼي.
که دیدن کړې ګودر ته راشه
زه به منګی په لپو ورو ورو ډکومه
شاعران ګودر د رڼو اوبو چینه، دنګ چینار او شنو واښو یو جنت په شان انځوروي. یا وروره! ګودر د فلم یا د ډرامې “سېټ” نه دی. دا د پښتنو ښځو د محرومه او کړاونو ژوند یو مزار دی. ګودر به د نلکو او د کوهیانو له جوړیدو وړاندې د اوبواړتیا پوره کاو. هغه وخت کارونه په نر او ښځو وېشلي وو. اوبه راوړل، پخلی او لوښي جامې وینځل د ښځو کار و. د ټل په یو کلي کې ښځو به تش منګي په خره بار کړل او له نزدې چینې ( یو کلومیټر لرې) نه به يې راډکول. دا دوه میله مزل هره ورځ د یوې ښځې د کار برخه وه. د ډیرې سټریا او زړه له درده يې وویل چې
که ته ریښتیا په ما مئین یې
د ګودر غاړه اجاره واخله مئینه.
یوه تاریخي لنډۍ ده چې
د جلاله ګودره وران شې
په جینکو دې ساه لندی ولګوینه
د جلاله په نوم کلي سره نزدې د اباسین د یوې څانګې نه به جینکو منګي راډکول. دغه ګودر ډېر ښکته او ورته تګ دومره ګران و چې ښځو به توبې ویستلې. د ډېرو به په تګ راتګ ساه (نفس) نشو ایستلی. د دغې خوارۍ نه په فریاد هغه تاریخي لنډې وویل شوه. یوې سپین سری میرمنې راته وویل چې د جلاله ګودر ته به تلل یو عذاب و او کله چې انګریزانو بره کلي ته د اوبو لپاره کنالونه جوړ کړل نو دغه ګودر وران شو.
د پښتنو په روایت کې ګودر د سړو لپاره یو ممنوع ځای دی او که څوک دا روایت ماتوي نو بیا د مرګ مخه چا نه ده نیولی.
ګودر په وینو باندې رنګ شو
ناځوانه! وران دې کړل د پیغلو اوربلونه.
د مضمون سره عکس په ۱۹۴۶م کې د کوهاټ د “لاچي” درې نه دی. دغه خوړ په اوړي کې سیلابي او په ژمې کې وچ وي. دلته که د دوو قبیلو دشمني وي نو بیا هم ښځې ازادې وي چې بې له ویرې اوبو له ورشي. په ګودر ویل شوې، هره خبره هم هغه شیبه کلي ته کډه کوي. ځکه خو دا د نجونو د زړه خواله ځای نه دی.
هغه خلک چې د ګودرونو په ورانیدو ویرژن دي، که څو ورځې کور ته په منګو کې بهرنه اوبه راوړي نو بیا به له داسې خبرو توبه وباسي.
صفیه حلیم
د ګودر عکس له تاریخ پښتونخوا پاڼې نه په مننه.