پیښوری خوانچه


د لرګي او اوسپنې جوړ، دغه لوی پتنوس به ډېر دروند و. په دې کې به يې د واده ( ولیمې) ډوډۍ ورکوله. د پیښور په لارو کوڅو کې “خوانچه فروش” په دغه پتنوس کې واړه توکي او چڼې مومپلي خرڅول.
د “خوانچې ډوډۍ” ښار په شته منو ودونو کې میلمنو ته ورکړې کیده. د دغه خوانچه به د کوربه د جیب په حساب جوړیده. ” ایک چهتي” خوانچه کې به د پلاو غورۍ، د تنور اوږده ډوډۍ، د قورمې کاسه او زرده ( خوږې وریژې ) وې. ” دو چهتي” خوانچه کې به ورسره د ساګو ( سابو) یو پلیټ او د کوفتو کاسه ورزیاته شوه. ” تین چهتي” خوانچه کې د ګلابي فرني د پلیټ نه علاوه په یو وړوکې کټوټۍ کې د آلو بخارا یا د نارنج مربه هم وه.
دغه خوانچه به زیات د واده د ځلمي په کور کې د میلمنو د غرمې ډوډۍ لپاره جوړیده. سړي به په په یو میدان کې د شامیانې لاندې په کټونو کیناستل. په هر یو کټ به څلور کسانو ته یوه خوانچه کیښودل شوه. ښځې به د کور په بیلا بیلو کوټو کې په قالین ناستې وې- او هغه وخت د واده هالونه به نه وو- که د چا کور وړوکی و نو ګاونډیانو به ورله د خپل کور یوه برخه تشه کړه. د ډوډې د اعلان سره به اوږد دسترخوان په منځ کې وغوړول شو. بیا ۴ ښځو (او ماشومانو) مخ ته به یوه خوانچه کیښودل شوه. ډوډۍ به تر هغې نه پېل کیده تر څو ټولو مخې ته خوانچه نه وه ایښودل شوی. د خوانچې کنټرول د یو کس په لاس کې و او هغه به د بسم الله په ویلو د پلاو د پاسه ایښې د تنو اوږده ډوډۍ په خوانچه کې یوې خوا ته کیښوده. بیا د قورمې کاسه به يې راواخیسته، چې دا ټوله په وریژو واړوم که څوک يې ډوډۍ سره خوري؟ دغه پوښتنه ضرور وه ځکه ځینو ښځو وریژې نه خوړلې. هغوی ته به يې لږه قورمه په کاسه کې پریښوده چې ډوډۍ سره به يې خوړله. ماشومانو ته به يې وویل چې خپل مخې نه په لاس وریژې وخورئ. د پلاو او د قورمې غوښه به يې په لاس بیله کړه او هر چا ته په حساب دغه غوښه ورکړه. مونږ به زردې او فرني ته کتل خو اجازه نه وه چې د نورو نه وړاندې ورته لاس واچوو. هغه وخت یوه ښځه به په د کوټې په دروازه یو خانک کې ګرمې وریژې راوړې او ټولو ته به يې ست وکړو. په دغه پلاو به غورۍ بیا ډکې شوې. او ځینو ښځو به د ساګو سره ډوډۍ خوړله چې مونږ به ترې څکه هم نه کوله. کله چې د کوفتې کاسه هم تشه شوه نو زرده به يې اول ماشومانو ته ورکړه او مشرانو به ترې یوه یوه نمړۍ واخیسته. فرني به يې په قاشوغه څلور برخو وویشله او دا هم د ماشومانو ته يې ورکړه او ښځو به مربه وخوړه. کله کله یوې ښځې به فرني او مربه یو ځای خوړل. په اخر کې به يې د تنور پاتې ډوډۍ نه یوه یوه نمړۍ ټولو ته ورکړه چې سپوره وخورو. ویل به يې چې دې سره بیا غاړه نه خرابېږي. یوې ښځې به د مسو ګلاسونه او جګ کې اوبه راوړې. کله کله چا به د فرني یا د زردې فرمایش وکړو نو هغه به يې ورته راوړل. میاندو به د ماشومانو لاسونه او خله د خپل رومال سره پاک کړل خوانچې به راټولې شوې.
په دغه خوانچو کې به ډوډۍ نه ضایع کیده ځکه هر څه به په حساب وو. ټولو به په ارام له ډوډۍ خوند واخیستو. د جینۍ د کور میلمنو ته به دغه خوانچې د ډالۍ په توګه ورکړې کیدې چې په کور کې پاتې کسان يې وخوري.

Leave a Reply

Your email address will not be published.