له جهان نما تر چلستون د ۴۰ ستنو یا چلستون په نوم اصفهان کې د قاچار سلطنت یو پخوانی محل هم شته. خو نه پکې دومره ستنې جوړې دي او نه د کابل چلستون د خپل نوم سره سمون خوري. ښایی د یو پخوانۍ لوی ماڼۍ دغه نوم وروسته هر ځای عام شو. د ۱۹ پېړۍ په وروستیو کې کابل […]
روهتاس او روهتاس د هندوستان په بهار صوبه کې سون سیند ته نزدې په یوې لوړې غونډۍ روهتاس اوس هم د نړۍ تر ټولو لویه کلا ده. په ۴۲ مربع کلومیټرکې جوړه دا کلا ۸۳ دروازې، د زمکې لاندې ټونلونه او پټې لارې او چاپېره ترې ۳۰ کلي اباد وو. کلا ته د ورختلو لپاره غر کې په […]
الحمرا یو سړي د غرناطه په کوڅه کې نابینا فقیر ولیدو نو میرمنې ته يې ووېل چې ده له ډېرې پېسې ورکړه ځکه بدنصیب دلته ژوند کوي خو الحمرا په سترګو نشي لیدی. د اسپانیې جنوبي ښار غرناطه په غونډۍ ” الحمرا لیدو ته اوس د ورځې ۸ زره خلک ورځي. قلعه الحمرا” یانی “سره کلا” […]
دریا خان مقبره د ډېلي په جنوبي مارکيټ “قدوايي نگر” کې يوې لوړې باندې جوړ د څلورو گومبدو يوه جوپه د ۱۵ پېړۍ د لودیانو د جوړښت یوه بیلګه ده. دلته د دريا خان لواڼي مقبره ده چې د لودي باچاهانو په وخت کې قاضي القضات و. دریا خان د بهلول لودي، سکندر لودي او تر ۱۵۲۶م ابراهیم […]
علی مسجد روغتون د علی مسجد غونډۍ په تاو راتاو لاره زمونږ موټر په هواره ودریدو. لږ وړاندې پخه او ښایسته د تیږو په لاره مرمر او نور تیږې خښې وې. د اوسپنې یو دروازې ته ودریدو چې بهر نه لکه د زندان د سیخونو په شان ښکاریده. دننه تکه توره تیاره وه خو د ملیشیا بدرګه ځوان […]
شالیمار د ۷ پېړۍ (امیه) عربان “چارباغ” د جوړولو شوقیان وو. دوی به یوه ټوټه زمکه په ۴ برخو وېشله او په منځ کې به يې تالاو و. هم دغه جوړښت مسلمانانو اسپانیې ته هم یوړو. د ۱۶ میلادي پېړۍ په سر کې کله چې بابر په هند کې خپلې پښې ټینګې کړې نو په دې […]
د غزني سمڅې د ۲۱ میلادي پېړۍ په سر کې کله چې د نړۍ لرغون پوهان د بامیانو ماتې مجسمې او نور تاریخي اثار پلټل، د اطالوي پوهانو یوې ډلې د غزني په سمڅو څېړنې کولې. دوی لومړی “نی کلا” ته ورغلل. د عربانو د حملو په وخت دا غار او کلا د زابلستان د واکمنو پناه ځاې […]
د پلوسۍ ګومبد د پیښور لویدیځ کې د پوهنتون شا ته، یو لوی میدان کې جوړه ګومبده، خیبر درې ته تلونکو قافلو د لارې یوه نښه وه. د خوړ پر غاړه، ګومبد ته نزدې کلی په ولس کې د “پیرانو پلوسۍ” په نوم شهرت لري. یو وخت دغه ګومبد د لنډي کوتل په اور ګاډي کې سپارو هم […]
د جمرود کلا د پیښور نه ۱۷ کلومیټړ لویدیځ کې د “باب خیبر” شا ته پخوانۍ کلا سیکانو جوړه کړې وه. شا و خوا ۲۰۰ کاله پخوا جمرود په لویه دشته کې د یوې چینې پرغاړه به قافلې ایسارېدی. د نولسمې میلادي پېړۍ له پېل سره د مهاراجه رنجیت سنګ تکړه سالار سردارهری سنګ نلوه، د پښتونخوا مهم […]
چکري مناره د کابل نه ۱۶ کلومیټر جنوب ختیځ کې ۲۸ نیم میټر لوړه چکري مناره د کشان سلطنت د اوج یوه نښه وه. دا د لومړي میلادي پېړۍ په وروستیو او دویم میلادي پېړۍ په شروع کې له خښتو او پلستر جوړه شوه. د کابل د شمال نه تر جنوب ۶۰۰ میټر لوړ د غونډیو سلسله […]