د پلوسۍ ګومبد


د پیښور لویدیځ کې د پوهنتون شا ته، یو لوی میدان کې جوړه ګومبده، خیبر درې ته تلونکو قافلو د لارې یوه نښه وه. د خوړ پر غاړه، ګومبد ته نزدې کلی په ولس کې د “پیرانو پلوسۍ” په نوم شهرت لري. یو وخت دغه ګومبد د لنډي کوتل په اور ګاډي کې سپارو هم لیدلې شو. خو وروسته د اسلامیه کالج ودانۍ په جوړیدو دا له سترګو پناه شوه.
د پلوسۍ ګومبد د شیخ امام الدین مقبره، ورسره وړوکې جومات او ۲۰۰ میټړ قبلې خوا ته د ده د میرمنې قبر دی چې وړه ګومبده پرې جوړه ده. امام الدین خلیل مومند او د شیخ کبیر بالا زوی و. دی په ۲۶ نومبر ۱۶۲۰ م ( اول محرم ۱۰۳۰ ه ) د پیښور ختیځ کې د “بودنۍ” په کلي کې وزیږېدو. د ده مور تاج بی بی د خلیل قام یو مخه ور ملک دروېزه لور وه. هغه وخت د ډېلي تخت مغل جهانګیر باچا سره و.
د ده د مړینې په اړه ولسي کیسه ده چې یو مغل باچا د لاسه شهید شو او بیا هغه ورباندې دغه ګومبده جوړه کړه. خو دا یو افسانه ښکاري ځکه په کتیبه د شیخ امام الدین د شهادت زکر نشته. د ده د وفات نېټه ۳۰ محرم ۱۰۶۰ ه ( ۲۶ جنوری ۱۶۵۰م لیکل شوی دی.
د جومات سره نزدې یو کوهی دی او د دې چاپېره په لوی میدان کې یوه میله کیده چې ولس به ورته “ګومبد میله” ویل.
سرچینې
۱.سترګو لیدلي.
۲.تاریخ تهکال. طارق خان خلیل. ۲۰۱۸ م. ۱۷۴-۱۷۵ مخ

د خپریدو نېټه-۲۰ مارچ ۲۰۱۹ م

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *