د ډېلي په جنوبي مارکيټ “قدوايي نگر” کې يوې لوړې باندې جوړ د څلورو گومبدو يوه جوپه د ۱۵ پېړۍ د لودیانو د جوړښت یوه بیلګه ده.
دلته د دريا خان لواڼي مقبره ده چې د لودي باچاهانو په وخت کې قاضي القضات و. دریا خان د بهلول لودي، سکندر لودي او تر ۱۵۲۶م ابراهیم لودي له خوا د لوی قاضي په توګه کار کوو.
خلجی او لودي باچاهانو په وخت دوه ډول هشت پهلو او چهار پهلو مقبرې جوړیدی. د څلورو اړخونو مقبرې به زیات وخت د لوړکچ امیرانو لپاره وې. د شاهي ټبر غړي به په هشت پهلو مقبرو کې خښیدل. د دریا خان د مقبری هر یو ګومبده په دولسو ساده ستنو ولاړه ده . په منځ کې يو لوړ پوخ دایرې د هغه قبر مرمرو په تیږه جوړ او نقاشي پرې نه ده شوې. د قبر د پاسه هم د تیږو چتر په څو ستنو ولاړ دې. د ګومبد دننه په حاشیه کې قراني آیتونه نقش کنده شوي دي. ښاي يو وخت په گومبدي دالانونو کې د ناستې ځايونه و. دلته يو باغ هم و چې اوس يې لږ نښې پاتې دي.
د دريا خان پلارمبارک خان لواڼي مقبره د نظام الدين په جنوب کې ده چې خلک ورته ” کالې خان کا گومبد ” واي. دلته په يوې تیږې د جوړېدو نېټه د ۱۴۸۱ م کال سره سمون خوري چې بهلول لودي پر تخت ناست و. د کالی خان د مقبرې څلور گوټيزه ډیزاین د لوديانو د لومړۍ دورې جوړښت دی. خو په گومبد کې دننه یوه دکانچه هم جوړه ده چې هغه وخت یو غیر عادي کار و. د لودیانو د جوړښت یوه ځانګړتیا دا وه چې د څلور گوټيز میدان او په منځ کې څلور گوټيزه مقبره د کچ په تناسب یو بل ته ورته وو. په نظام الدين کې د “دوسهريه گومبد” هم د هغه وخت یوه مقبره وه خو وروستو پکې خلک مېشت شول او اوس په ړنگېدو ده. دلته درې نور ګومبدونه هم شته چې “بړی خان – چهوټې خان او بهورې خان” کا گومبد نومېږي. ښایی چې دا درې وروڼه وو ځکه په ګجراتي ژبه کې مشر او کشر ته بړی، چهوټی او منځني ورور ته “بهوری” لقب کاروي.
د لوديانو په وخت کې ډېلي د ” مړو ښار” بلل کېدو خکه په دې کې دېرې هديرې او گومبدې وې. د نورو قامونو مشران خپل راتلونکي نسل ته کتابونه، یونیورستۍ، روغتون او تعلیمي ادارې په میراث کې پریږدي. د پښتنو په برخه د مقبرو نه علاوه څه نشته.