الحمرا


یو سړي د غرناطه په کوڅه کې نابینا فقیر ولیدو نو میرمنې ته يې ووېل چې ده له ډېرې پېسې ورکړه ځکه بدنصیب دلته ژوند کوي خو الحمرا په سترګو نشي لیدی.
د اسپانیې جنوبي ښار غرناطه په غونډۍ ” الحمرا لیدو ته اوس د ورځې ۸ زره خلک ورځي. قلعه الحمرا” یانی “سره کلا” ممکن د سرو تیږو د جوړښت له کبله مشهور شو خو د ۱۴ پېړۍ د اسپانیې ناصري سلطان عرب خزرج قبیلې بنواحمر له قام نه وو. ښایی دا نوم هغه وخت رواج شو.
د میلاد نه وړاندې په دغې غونډۍ د روم سلطنت ودانۍ جوړې وې. په ۹ پېړۍ کې عربان خبر شول چې د غرناطه اوسېدونکو به د حملو په وخت دغه غر ته پناه وړه. خو هلته د اوبو کمی او د دفاعي ستونزو له کبله، تر ډېرې مودې يې ورته پام ونکړو. په ۸۸۹ م کې عربانو دلته وړه کلا جوړه کړه چې د زمکې لاندې د اوبو تالاب، د اسونو لپاره طبېله او د ۲۰۰ عسکرو استوګنځایونه يې لرل.
امیرابن نصر، په ۱۲۳۸ م کې دوه د څار برجونو، حمام او جوماتونو په جوړولو دا ځای پراخ کړو. له چینو یوه ویاله ” نهرسلطان” ښکته د ” ډرو” سیند سره يې یو ځای کړه چې ټولو ودانیو ته به يې اوبه ورکولې. په ۱۳۳۳ م کې سلطان محمد بن الاحمر (اول) د الحمرا مستطیل شکل محل بنسټ کیښودو چې درې خواو ته يې کوټې اومحرابي دروازې يې په غولي کې پرانستل کېږي. په راتلونکو ۶۰۰ کالو کې نورو باچاهانو په هم هغه ساده ډیزاین، ماڼۍ جوړولې چې د یوې کوټې نه بلې ته يې لاره وتلې وه. دا بهر نه ساده ښکاري خو دننه، ستنې او فوارې يې میناکاري او د مرمرو په جالۍ ښایسته شوی دي. نیلا، سوراو طلایی رنګ کاشي خښتې د جیومیټري ښکلې ډیزاین لري. هم هغه نقاشي د چت په لرګي هم ښکاري چې “مدجر” آرټ نومېږي او وروسته په المغرب ( شمالی افریقه) ملکونو کې رواج شو.
د دېوالونو په سر د ابن زمرک او نورو عرب شاعرانو له خوا د ماڼۍ په ستاینه کې شعرونه “التوریق” خطاطي کې کنده شول. ټولو ودانیو سره یو باغ، پکې فواره یا د اوبو ویاله بهېده. د ګلاب او نارنج سره سره د ریحان یو ډول بوټې “میرټل” چۍ سپین خوشبودارګلونه لري د عطر جوړولو لپاره به يې کرلو.
د الحمرا لومړی محل ۷۴۰ میټر اوږد او ۲۰۵ میټر پلن او په ۱۴۲ مربع میټر کې جوړ دی. په لویدیځه څنډه يې “القصبه” په دفاعي دېوال ۱۳ منارې جوړې دي. د وخت په تیرېدو الحمرا په دوو برخو ووېشل شوه چې په منځ کې يې یو سړک و. دا دوه برخې، لوړه او ټیټه نومېږي او دواړو کې حمام، د اوړي کوټې، منځ کې يې د اوبو تالاب او هغه غلام ګردشونه دي چې پکې غږ انګازې کوي.
په هغه سړک چې کلا د الحمرا نه بیلوي، د اوسپنې لویه “عارف دروازه” ده چې د مسلمانانو نښې اوس هم پکې ښکاري. د ۱۴ پېړۍ دغه کلا ته د غونډۍ لمنې نه تر بره، اسونه په یو مخه ورتلی شول. د الحمرا د “مرتیل” ماڼۍ مسیحي مرییانو پرمټ جوړه وه. د “سفیرانو تالار” کې تخت او دربار، “مصوار” کې به سلطان د شورا غونډې کولې. د انصاف تالار په محراب عربي کې کښلي دي، ” د انصاف غوښتلو نه مه ویرېږه ځکه چې انصاف به تر لاسه کړې.” د عربي “برکة ” د اسپانوي بارکه نوم سره ګډ شوی دی چې کشتۍ ته وایی او یو محل اوس د ” کشتۍ محل” نومېږي. په یو محراب ” الواحد القهار” ښایی چې ممکن د جنګ د یو بري په ویاړ جوړ شوی وي. ” دوه خویندې” نومې محل دوه کړکۍ باغ لوري ته خلاصېږي. د “کومېر” ماڼۍ او د زمرو مجسمې د الحمرا هنر او جوړښت شان په ګوته کوي. د ۱۴ پېړۍ یو میټر لوړ د مرمرو ګلدان چې ورباندې نیلا او طلایی نقشونه جوړ دي، د هغه وخت د تمدن نښه پاتې ده. د الحمرا په کاشی خښتو ۱۷ ډوله د جیومیتړي شکلونه جوړدي چې په نړۍ کې څاری نه لري. په دغو ماڼیو د هغه وخت د هر دین هنرمندانو کار کاو.
دعربانو سیمه، “ال ابېزین” او د روم له دورې ” لیبېري” ودانۍ ” د یهودانو غرناطه ” نومېږي. یوه بله لویه غونډۍ “ملحسن” (مولای حسن) په ۱۵ پېړۍ کې اباده شوه.
د ناصري سلطنت وروستی سلطان محمد( ۱۲) په ۱۴۹۲ م کې بې له جنګ، مسیحي پوځ ته تسلیم شو او باچا فرډینانډ ( ۲) په الحمرا حمله ونکړه. هغه وخت ملکې ازابیلا منښته (نذر)کړې وه چې که دوی بریالي شول نو د سینټ فرانسس په ویاړ به په الحمرا کې یو خانقاه جوړوي. دا خانقاه الحمرا په لومړۍ جومات کې جوړ شو. وایی چې کولمبس په الحمرا کې د ملکه ازابیلا نه د سمندري سفرلپاره اجازه او پېسې تر لاسه کړل.
د عربانو نه وروسته، مسیحیانو، د الحمرا په دیوالونو چونا ووهله، انځورونه، خطاطي او چوکۍ میزونه مات یا چور شول. په ۱۵۲۶ م کې نوی مسیحي باچا چارلس د الحمرا د ژمي ماڼۍ ړنګه او ورباندې خپل محل د جوړولو امر وکړو. خو نیم کار پرې شوی و چې دی مړ شو. بیا فلپ (۵) د دې نقشه بدله کړه او اطالوي ډول ماڼۍ په جوړولو لاس پورې شو. خو د غرناطه د مسلمانانو په بغاوت دغه ګول ماڼۍ اوس هم نیمګری پاتې ده.
د ازابیلا په خانقاه (جومات) کې به يې د هر باچا مړی امانت ساتلو، تر څو ښکته په ښار کې شاهي هدیره جوړه شوه. ازابیلا او فرډینانډ مړی يې هم څه موده په خانقاه کې خښ وو. د دغو مړو هډوکي به يې په لویو مراسمو، ښکته ښار ته وړل. هغو مسلمانان (موریسکو) به يې هم رابلل چې په زوره يې مسیحیان کړي وو. دوی به خپل دودیزه جامې اغوستې وې. دغه خانقاه په ۱۸۳۵ م کې د اسپانیې حکومت په زوره د پادریانو نه واخیستو او د پوځي ګودام په توګه به يې کاروو. بیا به يې پکې خره تړل او اخر ترې کنډوالې جوړې شوې.
په ۲۰ پېړۍ کې د ښار څو روڼ اندو دا د هنرمندانو لپاره بیرته ورغاو او یو ګران هوټل يې کړو. اوس هلته د مرمرو یوه ډبره د یادګار په توګه ایښې ده. د جومات د منبر وړه ګیلري د مرمرو مصلا لري او دننه په محرابونو د الله او محمد نومونه ښکاري.
شا و خوا ۱۰۰ کاله الحمرا په خراب حالت کې او فرانسویانو د دې ځینې منارې ونړولې. په ۱۸۲۱ م کې یوې زلزلې ورته نورهم زیان ورساو. په ۱۸۲۸ م کې د الحمرا د بیرته جوړولو تابیا وشوه او اوس د یونیسکو له خوا ژغورلې سیمه ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published.