د زابلستان جونا د څلورم ميلادي پېړۍ په وروستيو کې يفتليانو د امو نه واخلې تر اباسين په خلکو ناتار گډ کړو او بودايي عبادت ځايونه يې لوټ او ويجاړ کړل. هغه برهمنان چې د بودايي دين سره يې سيالي وه، لاس بر شو او يو وارې بيا په دې سيمه کې راتاند شول. د اباسين په ختيځ […]
د افغانستان يوناني- هندي باچا د عيسا پېغمبرد وخت نه دوه سوه کاله پخوا په باختر کې ( ممکن آې خانم يا بلخ) د دويم ” ډيميټريوس” يوناني واکمن په کور کې يو ماشوم وزېږېدو چې “ميناندر” ونومول شو. د ماشوم پلار يونان نژاده و خو مور يې د باختر وه او د هغه وخت د دود سره سم ورته […]
اشوکا باچا اشوکا د ۳۰۴ نه تر ۲۳۲ ق.م کی د هند په مگدها ( اوسنې بهار ايالت) کی د موريه کورنۍ باچا و. دده نيکه چندرا گپتا او پلار بندو سارا هم باچاهان و. اشوکا پخپل نيکه گران او په جنگي فنونو کی د ميرنو وروڼونه تکړه ونوځکه دې به تل د هند په لرې پرتو […]
د سومنات مندر سومنات ته به يي تلپاتى معبد وايه او د هندوانو په عقيده دا مندر سوم راج چى د سپوږمئ اسطوره وه له سرو زرو جوړ کړى وو. بيا راوڼ دا د سپېنو نه، ورپسى کرشنا د صندل د لرگى نه او پاچا بهيم ديو سولانکى په لسمه پېړۍ کې له ډبرو جوړ کړو. دا ښاي […]
آسمايي په ۲۰۰۹ م کې د کابل تر ټولو لوړغرپه اسمايي د هغه معبد ليدو ته ولاړم چې د هندوانو له خوا ډير سپيڅلې گڼل کيږي. د غونډۍ تر ټولولوړه څوکه څلورزره کاله پخوا د ارياي خلکو لپاره هم سپيڅلې وه. ددې نوم د سانسکرت د “آشامايي” توري نه اخستل شوې دې چې مانا يې ” […]
اکره په ۱۸۴۷ م کې د انگريزانو پوځ په لومړي ځل بنو ته ورسېدو نو ددوی مشر جنرال کورټلينډ د ښار نه نهه ميله جنوب لويديځ کې د غونډيويوې لړۍ سره نږدې خپل کيمپ ولگوو. دا غونډۍ د زمکې نه شل ميټره لوړې دي او پخوا وختونو راهيسې ” اکره” نوميږي. د هند پوځيانو د خيمو […]