کنشکا باچا

Kanishka
باچا غوښتل چې د ټولې نړۍ خاوره د ده په واک کې وي او د حوانۍ
وختونه يې په اس سپور جنګونو کې تېر شو.
يوه ورځ د ده اس پخپل ځاې ودريدو او ورته يې وويل چې اې باچا ته به تر کومې زمکي نيسې؟ اخر زمکه به ختمه شي خو ستا د زمکې هوس به نه ختميږي. هم هغه وه چې کنشکا توبه گار شو. په بوداي صحيفو کی کنشکا تل د يو وحشي او ظالم باچا په توگه ښودل کېږي تر څو دی بودايي شو. واي چې د گانسي باچا ډير بې عقل او وحشي فطرته و. يو راهب ورته پخپل غېرعادي قدرت د دوزخ حال وښودلو او باچا په ليدو يې دومره په وېره شو چې توبه يې وويسته.
کنشکا د کشان ټبرغړی و چې په لومړي ميلادي پېړۍ کې د امو سيند پورې راپورې لکه د قبايلو يې ژوند کوو. په ۱۹۹۶ م کې د افغانستان د شمال رباطک کې موندل شوې د باختري ژبې په ډبر ليک د ده پلار ويما کډ فېسس، نيکه ويما تکتواو غور نيکه کجولا کډفېسس نومونه ليکل شوي و. په سانسکرت ژبې کې کنشکا د کوچني يا وړوکي مانا ورکوي او په هند کې دا د جينۍ او هلک دواړو نوم کيدېشي.
د کنشکا د واکمنۍ نېټه د برلين پروفېسرهېري فاک له خوا د ۱۲۷ م نه تر ۱۵۱ م پورې ټاکل شوې ده خو ځينې لرغون پوهان په دې کې شک لري. بيا هم ټول مني چې کنشکا د ميلاد دويمې پېړۍ کې د چين د طرفان نه واخلې تر شمال ختيځ هند او ان تر اوسني پټنې د يوې لوې ملک ځواکمن باچا و. د ده څو پلازمينې وې چې يوه يې پېښور، بل کاپيسا او درېم په متورا کې وه.

ده د بودايي دين د ودی لپاره په کشمير کی څلورمه غونډه راوبلله. خو د کنشکا په سکو د ايراني، يوناني او د هندي اسطورو نقشونه جوړيدل چې ښاي ده نورو مذاهبو ته هم درناوې کوو. ده پخپلو سکو يوناني او خروشتي ليک دود کاروو او د روم سره يې تجارت کيدو.
د کنشکا د واک موده ۲۸ کاله تخمين شوې ده چې د ننګرهار په هډې کې د يوې ستوپا نه د تبرکانو په يوې جعبې دی په شاهي تخت ناست ښودل شوې او ورسره د ده د باچاهۍ اتويشتم کال ليکلې دی. خو ممکن هغه د دې نه زيات وخت باچا پاتې وي.
د کنشکا د سرو زرو ځينې سکې اوس د بريطانيې په ميوزيم کې ايښي دي. په دې سکو هغه د اوږدې ږيرې سره نقش شوی دی. يو اوږد کوټ يا چپنه يې اغوستې ده، د پښتنو به شان يې ګېډې پرتوګ دی. په لاس کې يې يوه لويه توره لکه د ګرز يا نېزې په شان نيولې ده.
هغه دېوالي نقش چې د سرخ کوتل نه موندل شوې دی پکې د چپنې لاندې د اس د سپرلي تسمې يې د بوټانو سره نښتي دي او بوټان يې لوې او مخې نه ګول دي. دا ډبره اوس په کابل ميوزيم کې ايښې ده.
د ډېلي نه ۱۴۵ کلوميټر جنوب کی د مترا يا متورا تاريخي ښار نه بهر په کندې کی د کنشکا بې شمېره ماتې مجسمې وموندل شوې. داسې ښکاريده چې د متورا په لوې عبادت ځاې کې د کنشکا نمانځنه لکه د يوې اسطورې کيده. هلته يوه مجسمه هم هغسې پرتوګ، چپنه او بوټان لري لکه د سرخ کوتل په ډبره چې جوړ و. دی دوه تورې لري چې يوه لويه توره يې لکه د نېزې پر زمکه خښه ده.
د کنشکا د ځواک خبرې د هغه د مړينې نه درې سوه کاله وروستو هم کيدې او نامتو چيناي راهب خوان زانګ ليکي. کنشکا د ټول جمبودويپا ( هند) واکمن شو. خو هغه په خداې باور نه لرلو او بودايانو ته به يې به سپکه سترگه کتل. ده په ځنگل کی ښکار کوو نو يوه سپينه سويه راښکاره شوه . باچا ورپسې اس وځغلوو خو سويه ناڅاپه هغې سټوپا کی ورکه شوه چې د جوړيدو په حال وه. د باچا زغم تمام شو او د منډې نه يې لاس واخيستو. خو دا ورته جوته شوه چې يو ناليدلې قدرت هم شته چې د ده لاس پرې بر نه دی. ده د هغه نيمګړې سټوپا سره د يوې بلې سټوپا د جوړولو امر وکړو.
کنشکا په پېښور کې تر خپلې څارنې لاندې يې يوه لويه بودايي سټوپا جوړه کړه. د دې تر ټولو لوړه مناره وختلو او پخپل لاس يې د اوسپنې يوه ستنه هلته ودروله. د ده د ميړانې يوه کيسه دا وه چې د ده له اوږو د اور شعلې راووتلې چې يوه بلا يې پرې ووژله. د سرو زرو په ځينو سکو د د ده له اوږو د شعلو راوتل هم ښودل کېږي.
داسې ښکاري چې کنشکا د خپلوخپلوانو د لاسه ووژل شو او د ده زوې هويشکا باچا شو. د مرکزي اېشيا او د چين نه يو بل قام يفتليانو (هن) د افغانستان په شمال کې برلاسي شول او هغه څه چې کنشکا جوړ کړي وو، په نيمه پېړۍ کې ويجاړ شول.
د کنشکا په نوم دوه نور باچاهان هم و چې ښايي د ده د ټبر يا ممکن د ده نمسي وو خو د هغوي نومونه يواځې په سکو کې ښکاري. د کشان تر ټولو زياتې نښې د افغانستان د شمال نه واخلې تر اباسين موندل شوي دي. د پېښور مردان او د باجوړ نه موندل شوي د ونو په پوټکوليکل شوې ګندهاري ژبې ماهران په برلين او امريکا کې ورباندې څېړنې کوي.
په کابل کې د کوشاني څېړنو يو مرکز جوړ دی خو هم هغه پخواني راپورونه ژباړي. اوسني افغاني ځوانان د تاريخ او د څېړنو نه ځان داسې لرې ساتي لکه چې دا يو وژونکې مرض وي.

سرچينې

۱. د کنشکا نيټه- جان.ايچ، مارشل، د شاهي ايشياي ټولنې ژورنال، لويه بريطانيه او آيرلينډ. ۱۹۱۴ م
۲. کشان- بي- اېن پوري- د لکهنئو پوهنتون استاد- د مرکزي اېشيا د تمدن تاريخ- دوېم ټوک- د يونسکو خپرونې- ۲۴۷ نه تر ۲۶۳ مخ
۳ . د کشان سلطنت هنر- جان – اېم- روزنفيلډ-کېليفورنيا پوهنتون ۱۹۶۷ م چاپ- ۲۳ او ۲۹ مخ-
صفيه حليم
د خپرېدو نېټه
۴ فروري ۲۰۱۴ م

2 Responses to کنشکا باچا

  1. احمدي
    19 April, 2014 at 1:27 PM

    ما شاالله ډیر جالب معلومات وو ډیر مي خوخ شو
    یوه غوښتنه لرم حلیم خور ( زه په ننګرهار کې په ژورنالیزم پوهنځي دریم ټولګي کي یم او د یوی سیمه ایزی راډیو سره کار کوم نو تاسی د ژورنالیزم اړونده کوم کتابونه چې لیکلی او یا د بل کوم لیکوال وي پرته د ژورنالیزم هغه کتاب چې تاسی لیکلی ځکه هغه له ما سره شته ما ته یې واښاي تر څو چې زه تری ګټه واخلم .
    ستاسی د همکارۍ په هیله؟

  2. 7 February, 2018 at 12:29 AM

    ډیره زياته مننه چې په زړه پورې تاريخي معلومات مو وړاندې کړې دي .
    هیله مو ده که د بخت ناصر په باره کې معلومات راته وړاندې کړې منندوې به موشم.
    ومید رحمانی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *