پيرک

clay pot
د سېوۍ (سبي) نه ۲۰ کلوميټر جنوب کې د نارې سيند پر غاړه اته ميتره لوړه يوه غونډۍ په ۱۲ اېکړو کې خپره ده. د نږدو کليو خلک ورته “پيرک” وايي او په ۱۹۶۳ م کې دې سيمې ته ورغلي فرانسوي لرغون پوهانو ورته پام شو.
بيا دلته د ۱۹۶۸ او د ۱۹۷۴ م تر منځ موده کې کنستون ووشو او د اباسين د اريايي تمدن نښې پکې رابرسيره شوې. هغه وخت د مهر گړ نه و پلټل شوې. پيرک د ۱۸۰۰ ق م نه تر ۸۰۰ ق م پورې اباد و او د يو پرمخ تللي کلچر نښې يې څرگندولې. په پلټنو کې د دريو پرله پسې دورو اثار وموندل.
په لومړي دوره کې د خامو خښتو جوړښتونه و چې د يو لوې دکانچي يا پلېت فارم سره تړلې ښکارېدل. په ماتو لوښو نقشونه جوړ و چې يوه دايره او د گوتو خاپې وې. دلته د خټو او د گچ ( هغه خټه چې په اور کې پخه شوې وي) نه جوړ شوي، واړه اسونه او اوښان هم وموندل شول او د دې دواړو څاروو هډوکي هم ډېر زيات و. دلته انسانانو په لومړي ځل د اسونو نه کار اخيستو او دا يې لکه د نورو څاروو لکه غوا يې ساتل. دا دوره د ۱۷۰۰ ق م نه وړاندې زمانه وه او پکې د توکمې هومره گول، څلور گوټيزه او تاو شوي مهرونه وموندل شول چې ښايي د تجارت او د کاروبار لپاره به ترې کار اخيستل کيدو.
په دوېمه دوره کې هم د خټو او د گچو بوتان جوړېدل خو هغه وخت باختري اوښانو ( چې دوه ملاوې لري) او اسونو د پاسه د سپارو شکل هم جوړو او د انساناو بوتان هم جوړېدل.
د مسو او د برونزو د بې شمېرو اوزارو سره سره لږ د اوسپنې هم موندل شوي دي. په درېمه دوره کې د اوسپنې توکي ډېر دي. دا د ۱۰۰۰ ق م نه واخلې تر ۸۰۰ ق م دوره ده. د دې نه علاوه د خټو او د گچو توکي د نورو طبقو په څېر و.
په زړه پورې موندنې د وريژو، وربشو او د جوارو دانې وې چې دوه او درې ډوله و. په دې سيمه کې موندل شوي دا د وريژو او د وربشو تر ټولو پخواني نمونې دي. د غونډۍ سره جوخت د اوبو د يو کنال نښې هم څرگندې شوې چې دلته د کر کرهڼې کلچر يې په نښه کوو.
ښايي د پيرک د دورې نه وروستو خلکو په ميدانونو کې د وريژو کښت پېل کړو. دلته انگور، وربشي او چنا (نخود) هم کرل کيده چې د يو پرمخ تللي تمدن نښې وي. د پيرک نوم اوس لرغون پوهان د ځانگړي تمدن د بېلگې په توگه د نورو سره پرتله کوي.
صفيه حليم

د خپرېدو نېټه
۲۱ اکتوبر ۲۰۱۳ م

Leave a Reply

Your email address will not be published.