د افغانستان يوناني- هندي باچا

menander
د عيسا پېغمبرد وخت نه دوه سوه کاله پخوا په باختر کې ( ممکن آې خانم يا بلخ) د دويم ” ډيميټريوس” يوناني واکمن په کور کې يو ماشوم وزېږېدو چې “ميناندر” ونومول شو. د ماشوم پلار يونان نژاده و خو مور يې د باختر وه او د هغه وخت د دود سره سم ورته د ليک ولوست سره سره د تورې او د اس د خغاستي روزنه هم ورکړې شوه.
يوناني تاريخ ليکونکو د گوتو په شمېر د باختري باچاهانو په اړه معلومات ورکړي دي. داسې ښکاري چې ميناندر د يونان باختريو بل يوناني تبر باچا ” يوکرېټايډس” حمله په شا وتمبوله او دوي يې له پامير اخوا تلو ته اړ کړل.
ميناندر لومړې يونان باختري باچا و چې د ” اتينا” اسطوره يې پخپلو سکو نقش کړه. دا اسطوره د مقدونيې په سکو هم جوړېده. په پېل کې دې يواځې د باختر باچا و. خو وروستو ده د کابل نه واخلې تر پنجاب پراخه سيمه ونيوله. داسې ښکاري چې يو وخت ده خپله پلازمينه ” سگاله” کې جوړه کړه چې په پاکستان کې اوسنې سيالکوټ گڼل کېږي. نامتو يوناني مورخ سټرېبو ليکي چې ميناندر د اسکندر نه زيات قامونه مطيع کړل.
د ميناندر په اړه زيات معلومات د پالي ژبې په بوداي صحيفو کې موندل کېږي ځکه چې دې لومړې يوناني واکمن و چې بوداي دين يې وومنلو. ميناندر په پالي ژبه کی ” ميليندا ” نوميږي. د دې دين د منلو نه وړاندې ميناندر يو عالم سره د خبر لپاره به کېناستو او مرکه به يې ورسره کوله. په لرغوني يونان کې داسې ډول بحثونه او سوال وځواب به دېر کېدل او دې ته به يې ” سوزو” ويل.
هغه عالم “ناگا سينا” نوميدو او ميناندر به ترې د دين په اړه فلسفيانه سوالونه کول. ښاي دا سوال جواب “سگاله” اوسني سيالکوټ کی تر سره کېدل چې په پالي ژبه کی د کتاب په شکل وليکل شول او ” ميليندا پنه” نوميږي. په دې صحيفو کې دې عالم، هوښيار، بااستعداد پتمن او ځيرک بلل شوې دې. دې د هند د ۱۹ علمونو نه خبر و چې پکې دين، لادين قانون، فلسفه، رياضي، ميوزيک او طب شامل و.
په دې کې ليکلي دي چې کله هم باچا د ناگاسينا سره د مرکې لپاره راتلو نو پنځوس ” يوناکا” (يوناني) پوځيان او دوه مشاوران و چې يو يې ” ديميتريوس” او بل يې “اينتي يوکس”نوميدو ورسره بدرگه راتلل.
په دې مرکو کې پوښتنې به يواځې د ميليندا له خوا نه کيدې، بلکه ناگاسينا به هم پوښتلو.
يو ځاې ليکلي دي،
پوښتنه: اې باچا تا کله سوچ کړې دې چې ستا حريف او سيال باچاهان به ستا پر ضد بغاوت وکړي؟
ميناندر: هو، باور لرم.
پوښتنه: نو بيا خو تا له پکار دي چې ولاړشې او د خندقونو د کيندلو، په کلاگانو د څار برجونو او د خواړو د زېرمه کولو تابيا وکړې.
ميناندر: هيچرې نه… ما دا هر څه د وړاندې نه کړي دي.
پوښتنه: تا د جنگي پيلانو(هاتيانو) د اس د سپارو روزنه، د جنگي گاډو د کارولو، تورې برېښولو او د غشي ويشتلو غم کړې دې؟
ميليندا: دا هر څه مې پخوا زده کړي دي.
پوښتنه: دا هر څه دې ولې وکړل؟
ميناندر: په راتلونکي کې د خطر د مخنيوي لپاره.
د ناگاسينا په ځوابونو او د ده په تبليغ ميناندر بوداي دين د “ترېودا” فرقې منونکې شو. د اشوکا نه وروسته ميناندر دويم لوې باچا و چې د تريوادا بوداي فرقې سرپرستي يې وکړه.
ورپسې کلونو کې هغه د بوداي دين د خپراوي لپاره بې شميره معبدونه او سټوپې جوړې کړې. داسې ښاي چې د جلال اباد شا و خوا ځينې بوداي ځايونه د ده په وخت او امرجوړشول.
د هغه په سيکو د بوديزم نښې هم جوړې شوې چې څرخ يا چکره هاتي( پيل) او زمرې و. د ده سکې د هند او د افغانستان له دېرو ځايونو ان تر دې چې يوه يې په بريطانيې کې هم وموندل شوه. دا ددې نښه ده چې د ده سلطنت په اقتصادي توگه پياوړې و.
د ده د حکومت سمه نېټه نه ده څرگنده خو د سکو له مخې اندازه کېږي چې دې د ۱۶۵ نه تر ۱۳۰ ق م کلونو کې شاو خوا پينځويشت کاله د هند په لويه وچه باچا و. دې د خپلې پوهې او علم سره سره د تورې مېړنې او په وجود تکړه و او په هند کې د ده په شان بل څوک نه و. د دې سره سره هغه لويه خزانه او يو غښتلې پوځ لرلو.
دې د يو پوځي کېمپېن پر وخت پخپلې خېمې کې پخپل مرگ مړ شو او د ده هډوکي د سلطنت په بيلا بيلو برخو کې د تبرک په توگه وويشل شوې چې په بودايي ” سټوپا کې اېښودل شوې وې.
د ده د مړينې نه وروستو د ده مليکه ” اگاتوک ليه” د ده د زوې ” سټراټو” د سرپرستې په توگه واکمنه وه. خو د ده ځاې ناستي هغه په شان پياوړي نه و او ډېر ژر د ميناندر سلطنت په برخو ووېشل شو. د ده د ټبر وروستې باچا ” دويم سټراټو” په ۱۰ ميلادي کال پورې زوندې و، وروسته يې له تاريخ نوم ورک شو.
صفيه حليم
melinda questions

د خپرېدو نېټه
۹ جولاي – ۲۰۱۳

Leave a Reply

Your email address will not be published.