جوج ماجوج

په عبراني ژبې کې ګوګ او مګوګ…د عربي یاجوج او ماجوج… کله د یو انسان، کله سیمې او کله د قام لپاره کارول شوی نومونه دي. په تورات کې زکر دی چې د “ګوګ” په نوم یو کس د “مګوګ” اوسیدونکی و. په زاړه انجیل کې ماجوج د نوح پیغمبر نمسی و خو هلته د […]

زما ژوند او ژوندون(۱۹)

د بلوچستان په مچ جیل کې عبد الصمد خان سره نور په سوونو مجرمان بند وو. دی يې په تفصیل د دوی حال لیکي چې د بلوچستان د بیلا بیلو سیمو څخه او د بند موده يې زیاته وه. دی لیکي چې په بلوچستان کې پخوا لوی جیل نه و نو د هند لیرې ځایونو […]

کابلي دروازه

د ۱۹۲۰م په دې تصویر کې د پیښور د زاړه ښار په لویدیځ کې جوړه کابلي دروازه ښکاري. په نولسمې پېړۍ کې د پیښور په حفاظتي دیوال کې شپاړس دروازې جوړې وې. د ځینو نومونه د خپل سمت (اړخ) له کبله ټاکل شوي وو لکه لاهوري دروازه ختیځ ته، اشنغرۍ دروازه شمال ته او کابلي […]

ایمپایر- سلطنت

دا د لاطیني ” امپیریم یا ایمپراری” نه راوتلی ټکی چې مفهوم يې راګیر یا راټولول کېږي. د انساني ژوند پېل د یو کور څخه وشو چې بیا د اولاد لپاره کورونه بېل شول. په عربي کې یو ځای لسو کورونو ته “معاشره” (عشره) د پښتو “ټولنه” ویل. له څو ټولنو به کلی، قصبه، ښاريه […]

ازغکی

دا یو وخت د پښتونخوا په سپیرو دشتو کې وحشي خړ رنګ بوټی و چې ازغي به يې د بادونو سره والوتل. د دې وړې پاڼې او ګلابي یا کاسني ګلونه په سپرلي کې دشتو کې خونده وره ننداره وي. د پیښور په حکیمي داروګانو کې به يې ورته ” خراسان ازغی” ویل. په قبایلو […]

سفرنامه حج

دا کتاب د بهوپال نوابې سکندربیګم د حج د سفر داستان دی. د هندوستان یو مسلمان باچا هم د بغاوت له ویرې، په خپل دور حکومت کې حج نه دی کړی. سکندر بیګم لومړۍ حاکمه وه چې په بېړۍ کې جدې او بیا مکې ته ورغله، حج يې وکړو او بیرته راغله. په نولسمې پېړۍ […]

د پښتونخوا جنګونه

برطانوي پوځ د ۱۹ پېړۍ له نیمایی څخه، د پښتنو په خاوره د څلویښتو نه زیات جنګونه وکړل. پښتانه ورته ” غزاګانې” او انګریز “واړه پوځی مهمات” وایی. په دوی کې د ځینو جګړو څو برخې وې چې تر سلو کالو هم روانې پاتې شوې. په پښتونخوا کې د برطانوي استعمار په ضد د ۱۸۴۹م […]

ډاکټر ګنډا سنګ

هر څوک چې د احمد شاه ابدالي په اړه څېرنې یا لیکنې کوي، د ګنډا سینګ کتاب مطالعه ورته ضرور ده. دا په ۱۹۵۲م کې د لیکوال د “پي ایچ ډي” ( ډکټوره) مقاله وه چې دوه کاله وروسته د ” احمد شاه دراني” په نوم په کتابي بڼه ډېلي کې چاپ شو. ګنډا سنګ […]

بلبال

په دې تصویر کې یوه مجسمه او ورسره یو سړی ولاړ ښکاري. د سړي نوم ارکین توربایوف، د کرغزستان د ” ایسک کول” سیمې یو کروند ګر دی. په ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۲م توربایوف په خپل پټې کې یووه ګرځوله چې یو ځای پاله يې د زمکې لاندې یو لوی کلک شي سره وجنګیده. هغه یووه […]

کندهار ته اورگاډې

په ۱۸۷۸ م کې د بريطانيې او د روس تر منځ په اروپا کې سيالي پاې ته ورسېده. انگرېزانو هغه وخت د هند په بېلا بېلو سيمو کې د اور گاډي پاټلۍ جوړولې او افغانستان ته د روسي سفارت تگ د دوي اندېښنې تازه کړې. دوي په امير شېر علي خان زور راوړو چې د […]