
په دې تصویر کې یوه مجسمه او ورسره یو سړی ولاړ ښکاري. د سړي نوم ارکین توربایوف، د کرغزستان د ” ایسک کول” سیمې یو کروند ګر دی.
په ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۲م توربایوف په خپل پټې کې یووه ګرځوله چې یو ځای پاله يې د زمکې لاندې یو لوی کلک شي سره وجنګیده. هغه یووه پریښوده او د هغه لوی کلک تیږې چاپېره يې زمکه په لاس واړوله. د خاورو لاندې ۹ فټه لوړ انساني بوت رابرسیره شو چې د دوی په ژبه ورته بلبال ( بالبال) وایی. هغه د دې خبر لرغون پوهانو ته ورکړو او په څېړنو معلومه شوه چې دا بوت ۱۵۰۰ کاله پخوانی و. په ټول کرغزستان او مرکزي ایشیا کې ترک قبایلو کې یو باتور به مړ شو نو د هغه قبر سره به يې د هغه دشمن بوت ( یا بوتان) ودرول چې ده به په خپل لاس وژلی وو.
توربایوف وایی چې د دوی د کلي لپاره دا د ویاړ خبره ده چې دومره زوړ تاریخ لري او دا بلبال به د ټولو لپاره بختور وي. د دې په اړه څېړنې وشوې نو څرګنده شوه چې دا په ۶ پېړۍ کې د کاڼي څخه جوړه وه.
د کرغزستان یو مورخ ژانبولوت عبدیکریموف وایی چې د ” آک بولون او فرونز ترمنځ د دریم ق م پېړۍ تاریخي هدیرې ( کورګان) هم شته. د توربایوف بالبال د یو نامتو جنګیالي قبر سره ولاړ و ځکه د دې په سر لیکنه شوی وه او په غاړه يې یو تعویذ ځوړند و چې ورباندې د ګوتې نښه وه. ده توره له تیکي راویستې، کمربند او شا ته يې انځورونه وو.