د پښتونخوا جنګونه


برطانوي پوځ د ۱۹ پېړۍ له نیمایی څخه، د پښتنو په خاوره د څلویښتو نه زیات جنګونه وکړل. پښتانه ورته ” غزاګانې” او انګریز “واړه پوځی مهمات” وایی. په دوی کې د ځینو جګړو څو برخې وې چې تر سلو کالو هم روانې پاتې شوې.
په پښتونخوا کې د برطانوي استعمار په ضد د ۱۸۴۹م په پای کې ” د بایزو پاڅون” و. د سوات او مردان تر منځ د بایزو لوی قام ښیرازه زمکې لرلې چې انګریز ټیکس يې نه منلو. د دسمبر له دریم نه تر یوولسم دوی انګریزانو ته لاره بنده کړه. اخر برطانوي پوځ ورباندې برید وکړو او درې ورځې وروسته بایزو ورسره روغه وکړه.
۲. په ۱۸۵۰م کې د کوهاټ آپریدو هلته د سړک جوړونکو مزدورانو حملې کولې. له پیښور د انګریز پوځ یوه دسته د بریګیډیر کولن کیمپبل په مشرۍ کوهاټ ته روانه شوه او په لاره واړه کلي يې ړنګول. په بدل کې اپریدیانو د پولیسو په تاڼو حملې پېل کړې. اخر انګریز د اپریدو جرګه وبلله او د ملکانو میاشتنۍ پېسې يې ورزیاتې کړې نو روغه وشوه.
۳. د ۱۸۵۱ م نه وروسته د سپین غر دواړو غاړو مومندو او انګریز پوځ تر منځ ۸۳ لوی واړه جنګونه وشول. زیات يې د سړک جوړولو خلاف وو. په ۱۸۵۲م کې برطانوي وسله وال پوځ په څو کلیو برید وکړو او ډېرو خلکو جلال اباد ته کډه وکړه.
۴. په ۱۸۵۲م کې وزیرو به د انګریز په پوځي قافلو حملې کولې او میجر جان نکلسن د سزا په توګه، د دوی دوه کلي، “څپري” او “ګړنګ” ویجاړ کړل. دا د ” وزیرستان لومړی جنګ” نومېږي.
۵. هم هغه کال له دسمبر تر جنوري ۱۸۵۳م کې په ” تور غر” کې دوه انګریزان ووژل شول چې هلته سروی لپاره ورغلي وو. لیفټنټ کرنل ایف میکسن د یو پوځي دستې سره هلته ورغلو نو د امب نواب جهانداد خان ورته مخه ور حسن زي لاس تړلي وسپارل. نورو یوسفزو په “چنبری او شګلۍ” کې د نواب په دوو کلاګانو قبضه وکړه. میکسن هلته پوځ واستاو چې د حسن زو کورونه يې ړنګ کړل او دواړه کلاګانې يې بیرته واخیستې. دا د تور غر لومړۍ جګړه وه.
۶. په اګست ۱۸۵۴م کې د مومندو خان ” رحیم داد” انګریز ته د ټاکلي کلنګ ورکولو څخه انکار وکړو نو کرنل ایس جی کاټن د یوې دستې سره ورغلو، کلی يې وران او د رحیم داد ټول څاروي يې یوړل. دا د ” مومند رېډ” په نوم یادېږي.
۷. په اپریل-می ۱۸۵۵م کې د هنګو ” میران زو” کې بنګښو د انګریز خلاف یو پاڅون وکړو چې بریګیډیرجنرل نیول چیمبرلین په مشرۍ او د درنو وسلو په زور ختم شو.
۸. د مارچ نه تر می ۱۸۶۰م کې د “مسید” قام د ” ټانک” د چور لپاره راټولیدل خو انګریزانو د دوی کلي او کورونه ړنګ کړل.
۹. په ۱۸۶۳م د ” امبیلې غزا” د ۲۰ اکتوبر نه تر ۲۳ دسمبر روانه وه. په “ستانه” کې د سید احمد بریلوي پاتې مجاهدینو به د ” ملکا” له کلي څخه د برطانوي استعمار په ضد د جهاد تبلیغ کاو. تر هغې پښتانه هم د انګریز په پوځ کې ورګډ وو نو د یوسفزو میداني عسکر د جنرل نیول چیمبرلین په مشرۍ، ستانې ته روان شول. په لاره د بونیر خلکو ورسره مقابله وکړه او انګریز پوځ ته يې ځاني تاوان واړوو خو یوې دستې د ملکا کلی وسیزلو.
۱۰. په اکتوبر ۱۸۶۸م کې “د تور غر دویم جنګ” ووشو چې په ” اوګي” کې یوسفزو د پولیسو په یوې تاڼې حمله وکړه. د بریګیډیر جنرل، ای-ټی- وایلډ په مشرۍ دوه بریګیډ پوځ تور غر کې څو کلي وران کړل.
۱۱. په ۱۸۷۲م کې د ” ټوچي درې” جنګ ونښتو چې داوړ او وزیرو انګریز ته د جرمانې ورکولو څخه انکار وکړو. د بریګیډیرجنرل سي-پي- کیز په مشرۍ یو لوی لښکر د وزیرو د کر زمکې ویجاړې کړې او دوی روغې ته اړ شول.
۱۲. د ” ژواکي جنګ” اګست-ستمبر ۱۸۷۷م کې آپریدو سره وشو. دوی په سړک جوړونکو څو وارې چپاو کړی و. د دې لپاره هم ” جنرل کیز” ورغلو او دوی يې روغې ته اړ کړل.
۱۳. د ” اتمانخیلو پاڅون” په ۱۸۷۸م کې وشو چې د سوات کنال جوړونکو مزدورانو په کیمپ چا حمله وکړه. په دې جګړه کې د اتمانخیلو مشر ووژل شو، د هغه کلی يې ویجاړ اوپه خلکو يې جرمانه ولګوله.
۱۴. د علي مسجد جنګ. په ۲۱ نومبر ۱۸۷۸م کې د انګریز لیفټنټ جنرل سیمویل جیمز براون او د افغان پوځ مشر غلام حیدر تر منځ دا د دویم افغان جنګ پېل و.
۱۵. له ۱۸۷۸-۱۸۸۱م پښتنو قبایلو به د انګریز په هغو پوځي قافلو حملې کولې چې افغانستان ته د دوی له سیمې تیریدل. وروسته انګریزانو د آپریدو، مومندو، زایمخت او مسیدو نه تاوان واخیستو.
۱۶. په ۱۸۸۳م کې انګریزانو د سلیمان غر د سروی لپاره یوه ډله استولی وه چې بریګیډیر جنرل ټي-جي کینیډي د خپلې دستې سره د دوی حفاظت کاو. په دوی شیراني قام څو حملې وکړې خو د وسلې په کمښت، کامیابه نشول. دا ” شیراني ایکپي ډیشن” نومېږي.
۱۷. په ۱۸۸۸م جون کې تورغر کې د برطانوي پوځ یوې دستې ګشت(ګزمه) کاو چې حسن زو ورباندې حمله وکړه او دوه افسران يې ووژل. د میجر جنرل جی-ډبلیو میکوین په مشرۍ د هزارې میداني دستې په ۴ اکتوبرهلته ورسیدل. اکازي او حسنزي مات شول او په ۱۳ اکتوبر انګریزانو څو کلي وسیزل. په ۱۴ نومبر دا جنګ پای ته ورسیدو. خو درې کاله وروسته د ۱۸۸۸م په سپرلي کې د میجر جنرل ډبلیو –کی-ایلس په مشرۍ یو لښکر بیا تور غر ته ورغلو، د حسن زو او اکازو کلي يې وران کړل.
۱۸. ” د ژوب جګړه” په ۱۸۹۰م کې د شیراني قبیلې خدرزي قام له خوا د انګریز په کیمپونو حملې نه وروسته ونښته. د ژوب میداني ځواک د میجر جنرل جورج وایټ په مشرۍ ورباندې حمله وکړه او دوی يې روغې ته اړ کړل.
۱۹. په ۱۸۹۱م کې اورکزو د انګریز په پوځي قافلې حمله وکړه او د سامانه په غونډۍ پوځي پوسټ يې ونیولو. دا د “میران زو جنګ” په نوم هم یادېږي.
۲۰. په ۱۸۹۱م کې د کشمیر په شمال لویدیځ کې د هنزه او نګر ریاستونو له خوا په سړک جوړونکو حملې کیدې. کرنل ای-ډیورنډ هلته یو لښکر یوړو او دوی ته د ” سبسډي” ورکولو ژمنې سره ستونزه شخړه شوه.
۲۱. په ۱۸۹۵م کې د برطانیې د سروی یوه ډله د افغانستان سرحد د ټاکلو لپاره وزیرستان ته ورغله. مسیدو پرې حمله وکړه او د “لاکهارټ” په مشرۍ یو لښکر په راتلو امن شو.
۲۲. په ۱۸۹۴م کې د چترال باچا (مهیتار) په مرموزو حالاتو کې ووژل شو نو د سرجن میجر جورج رابرټسن په مشرۍ یو ځواک چترال ته لاړو. د دوی مرستې لپاره په ۱۸۹۶م کې د پیښور نه ۱۵ زره پوځ روان شوی و خو د کشمیر نه د ۵۰۰ پوځیانو یوه بله دسته د لیفټنټ کرنل جیمز کیلي په مشرۍ، ۲۰۰ میله سفر نه وروسته په ۲۰ اپریل چترال ته ورسیدو او جګړه پای ته ورسیده.
۲۳.
په ۱۸۹۷م کې د برطانوي پوځ لپاره تر ټولو سخته جګړه د ” ډیورنډ کرښې” په ضد پاڅون و. په برطانوي چاوڼیو د حملو سلسله په ۱۰ جون د ټوچي درې نه پېل شوه. په یوې پوځي دستې په “مېزر” کې حمله وشوه. د میجر جنرل جي-کوري برډ په مشرۍ یو بل ځواک هلته ورغلو او دوی يې وژغورل.
۲۴. د ۱۸۹۷م “د مالاکنډ جنګ” هغه وخت پېل شو چې شاو خوا دولس زرو پښتنو، د سرتور فقیر په مشرۍ، چترال ته روان د پوځ لاره بنده کړه. د دې مشر میجر جنرل رابرټ لو نومیدو او د جنګ په غځیدو جنرل بینډن بلډ یو لوی ځواک سره هلته ورغلو. په دې خونړې جنګ کې شا و خوا ۱۰۰۰ پښتانه ووژل شول او په اکتوبر ۱۸۹۷م کې امن شو.
۲۵. ” د شبقدر جګړه” په ۷ اګست ۱۸۹۷م کې د مومندو په حملې پېل شوه نو د پیښور نه بریګیدیر جنرل اي-ایلس پوځ سره ورغلو او د ډېر ځاني تاوان سره يې کلا بیرته واخیسته.
۲۶. په ستمبر ۱۸۹۷م کې د ” سامانه یا د سرې ګړۍ” جګړه کې د کوهاټ اپریدي او اورکزي د دوو کلاګانو چاپېره راټول شول. د مقابلې لپاره بریګیدیر جنرل ای- یټمین بیګز ورغلو او کلاګانې يې بیرته ونیولې.
۲۷. د اکتوبر ۱۸۹۷م “د تیراه جګړه” هم د اپریدو او اورکزو سره وه چې د انګریز څو پوسټې او د خیبر دره يې نیولې وه. لیفټنټ جنرل ویلیم لاکهارټ ۳۵ زره پوځ او ۲۰ زره خدمتیانو سره چې د سامانه غر نه اوړیدو نو ۱۲ زرو قبایلو يې مخه ونیوله. ځینو د ” درګۍ” په کنډاو ورته مورچې نیولې وې. انګریز ته سخت ځاني تاوان ورسیدو ځکه دوی میدان کې پراته وو. اخر دوی غرونو ته وختل او پښتنو ورته دره پریښوده. د لاکهارټ پوځ تیراه په ” میدان” کې کیمپ جوړ کړو او د هغه ځای نه يې دستې چاپېره سیمو ته استول چې د خیبر دره يې بیرته واخیسته. د ۱۴ میاشتو دا جنګ په جنوري ۱۸۹۸م کې پای ته ورسیدو او پکې د برطانوي پوځ ۲۸۷ مړه او ۸۵۳ ژوبل شول.
۲۸. په ۱۹۰۰م کې د وزیرستان مسیدو د انګریز پوځ لارې بندې کړې. د میجرجنرل چارلس ایګرټن دستو، دته خیلو، جنډوله، سرواکۍ او واڼه کې د قبایلو کورونو ته اور اچاو، د دوی څاروي يې یوړل او د مسیدو مشران يې ونیول.
۲۹. د وزیرستان “کابل خیل” قام د ۱۸۹۶م راهیسې د انګریز خلاف وړې حملې کولې. په ۱۹۰۲م کې د ایګرټن په مشرۍ انګریز پوځ ګوماټي، سپري او شکر کلي ونیول نو دا سیمه ارامه شوه.
۳۰. د ” بازار درې” جنګ په ۱۹۰۸م کې د زخه خیل آپریدو سره وشو او جنرل جیمز ویلکوکس په ” چینه” کې د زخه خیلو مرکز ونیولو.
۳۱. په ۱۹۰۸م کې مومندو د پیښور او نورو ښارونو چاوڼۍ په نښه کړې. په اپریل کې د جنرل ویلکوکس لښکړ د دوی کلي وسیزل او د می تر پای جنګ بند شو.
۳۲. په نومبر ۱۹۱۴م کې په زرګونو خوستیانو په میران شاه کې د برطانوي ملیشیا په پوسټ حمله وکړه. د مقابلې لپاره میجر جنرل ویری بونامی فین واستول شو او د بل کال تر مارچ جنګ روان و چې د ” ټوچي درې عملیات” نومېږي.
۳۳. په ۱۹۱۵م کې د مومندو او بونیر لس زره غازیان، د ترکي عثماني خلافت په پلوي “حافظ کور” کې راټول شول. په ستمبر کې میجر جنرل فریډریک کیمپبل د دوی مخ نیوي لپاره ورغلو نو ټول تیت شول.
۳۴. په ۱۹۱۶م کې مسیدو د برطانوي رسد د قافلو نه علاوه په عامو خلکو هم حملې کولې. په جون-جولای ۱۹۱۷م کې میجر جنرل ویلیم بینیون وزیرستان ته لښکر یوړو او دوی سره روغه وشوه.
۳۵. په ۱۹۱۹م کې “د وزیرستان لوی جنګ” ونښتو چې په اصل کې د دریم افغان جنګ برخه وه. د برطانیې لس زره پوځ په قبایلو کې جنګیدو او ۱۳۰۰ يې ووژل شول. په لومړي ځل د وزیرو او مسیدو په کلیو د الوتکو بمباري وشوه او اخر په ۱۹۲۲م کې ارامي شوه.
۳۶. په ۱۹۲۷م مومندو په پولیس تاڼو حملې کولې او شبقدر کې د پلي پوځ مرسته هوای ځواک کوله چې په کلیو يې بمبارۍ وکړې.
۳۷. د ۱۹۳۰-۳۱م د باچا خان د سرخپوش تحریک په ملاتړ د خیبر درې اپریدو پاڅون وکړو. انګریز د کجورۍ میدان نه علاوه په تیراه کې هم پوځي عملیات وکړل. د پیښور خلکو د خپلو مشرانو په ګرفتارۍ مظاهرې کولې او پوځ په کیسه خانۍ کې په ډزو ډېر ولس ووژلو.
۳۸. په ۱۹۳۵م کې مومندو له خوا بیا پاڅون وشو چې انګریز پکې د پلي پوځ نه علاوه په لومړي ځل ټانکونه وکارول. دوی په لومړي ځل د نحقۍ درې د نیولو لپاره د شپې عملیات وکړل.
۳۹. د ایپي فقیرجنګونه. د ۱۹۳۶م راهیسې د وزیرو مشر مرزا علیخان د انګریز خلاف جنګیدو. دوی د ۳۰ زره پوځ نه علاوه، طیارې، ټانکونه، بکتربند ګاډي او نوره درنه وسله وزیرستان ته واستول. په اپریل ۱۹۳۷م کې د انګریز په یوې پوځي قافلې چې په درنو ګاډو کې روانه وه، د شاهپور تنګي کې یرغل وشو. په دې کې اوو انګریز افسران او ۴۵ پوځیان مړه او ۴۷ ټپیان شول. غازیانو به د حملې نه وروسته خوست ته مخه کړه نو انګریز په میران شاه کې سرحد جوړ کړو او قبایل په دوو برخو يې ووېشل. د ایپي فقیر تر ۱۹۳۹م انګریز ته ډېر تاوان ورساو او اخر پوځ د ده مرکز ونیولو خو دی پخپله ژوندی ووتلو.
۴۰. د دویم نړۍ وال جنګ له کبله انګریزانو خپل زیات عسکر د پښتونخوا څخه د یورپ محازونو ته واستول. خو د میرزا علیخان په پټځایونو يې کله نا کله بمبارۍ کولې. دوی په ۱۹۴۱-۴۲م کې په لومړي ځل د دې جنګونو فلمونه هم جوړ کړل.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *