بخت منیر د ۱۹۶۰م په لسیزه کې د پیښور ریډیو نه به د کشور سلطان په غږ یوه بدله ډېره غږیده چې بیا هغه ماښام دی چې بخت منیر د جرمني ټکان راځینه بیا ماښام به راشي اوس بخت منیر په ګل بیلې کوي سېلونه. ” بدله” په پښتو کې اوږد نظم او پکې یوه ولسي کیسه […]
محمد بن قاسم په روهړي کې یوې غونډۍ د پاسه د محمد بن قاسم جومات کنډوالی اوس هم ښکاري. د دغه ځوان د اتلوالۍ کیسې په اسلامي تاریخ کې یوه افسانوي دوره په ګوته کوي. په ۶۳۲م کې د حضرت محمد (ص) د وفات نه وروسته عربان په بېړیو کې د هند جنوبي ساحلونو ته تجارت لپاره ورتلل. […]
اسانګه په ۶ ق م پېړۍ کې د هند ایالت بهار د درویشانو او جوګیانو مرکز و. له دغه ځای بودهه دین نورو ځایونو ته کډه وکړه او په لرغونې “نالنده” پوهنتون کې به د دې دین درسونه ورکری کیدل. هلته د بودهه ۱۷ نامتو استادان مشهور دي چې یو پکې د ګندهارا “اسانګه” هم و. […]
ډیلی د نړۍ “پرانستی میوزیم” د دوو ښارونو روم او دیلی لقب دی. په هندي کې دلي یا دهلي چې پښتانه ورته ډیلی وایی، پکې د ۸ ښارونو نښې پاتې دي. ډیلی او اګره د جمنا پر غاړه اباد دي او دلته د ۶ ق م پېړۍ راهیسې خلک اوسیدل. د ځینو لرغون پوهانو په اند، […]
اسلام په تبت کې د ۷۹۹م نه تر ۸۱۵ م د تبت باچا “سدنالیګ” د بودهه دین سرپرست و. هغه بودایی صحیفو د ژباړې لپاره تبتي ژبه معیاري کړه او د هند عالمان به يې خپل دربار ته غوښتل چې کتابونه ورته وژباړي. د تبت په پلازمېنه “لاهسه” لوی بودایی خانقاه “کرچونګ” کې سوونو راهبانو به له حکومت معاش […]
سفیده د کندهار دا بازار یواځې د ښځو لپاره دی. دغه پوښلې کوڅه تنګه او دواړو غاړو ته يې وړې هټۍ وې. د ماشومانو جامې، بورقې او څادرونه له دکان بهر په لرګینو تختو او چوبي هینګرونو ټالۍ وهل. په څلورګوټیزه وړه کوټه کې هټۍ وال چې زیات يې سپین ږیري وو د شنو چایو ترموس […]
ینار دګ د آزر بایجان ختیځ کې د کیسپین سمندر پرغاړه یوې غونډې په بیخ کې د زرګونو کالو راهیسې اور بل دی. په فارسي کې “آذر” د اور او ” بېګان” د ساتونکي مانا ورکوي او وروسته په آذربایجان واوختو. د بغداد، بادغیس، بغلان او بلخ په شان د باکو نوم هم په باګ یعني ” […]
ایلفنسټون او شیراني د بلوچستان په شمال ختیځ کې د شیرانو زمکه د ژوب سره یو ځای کېږي. دا تر ټولو وروستو پاتې سیمه او په ۱۹پېړۍ کې څو زره خلک پکې میشت وو. د سلیمان غرونو د سلسلې په شمال، جنوبي وزیرستان، ډیره اسمعیل خان او پکتیکا تر منځ څو شنې درې د شیرانو ټاټوبی دی. لکه […]
مماڼې اوسنو ځوانانو ته چې د “مماڼو” نوم واخلې نو حیرانه پاتې شي. دوی د رانجو د رنګ هغه توره وړه میوه نه پېژني چې په اوړي کې به له سوات راوړل کیده. ځینې يې د “ګور ګورو” سره غلط کړي. خو مماڼې او ګورګوره دوه جلا میوې دي. مماڼی د افریقه او ایشیا بوټې او […]
د نارنج تپه دوه نارنجي څادرونه اوس هم په برما، تهایلینډ او تبت کې د بودهه راهبانو لباس دی. ښایی د کابل په جنواب کې تپه نارنج د نوم ریښې په دغه لباس کې وي. د کابل تر ټولو لوی هدیرې، شهدای صالحین نه وراخوا د سړک په ښې لاس د نارنج تپه ده. زه د خپلو همکارانو […]