درګۍ جګ


‍‍په دې انځور کې د چیني خاورې په یو جګ د ۱۸۹۷م نېټه او ”درګۍ” لیکلی ښکاري. ‍ ورسره په رنګین نقش کې د ‍پښتونخوا غرونه او ‍په تاو راتاو لارو په زرګونو پښتانه قبایل لیدای شي. څلوروانګریز عسکرو ته مخامخ یو جنګیالي لویه تیږه په دوا‌ړو لاسونو کې سر د پاسه نیولی، په پوره زور ویشتلو په حال دی. دوه نور ورسره کوتک په لاس دي. انځور د جګ په کچ حاشیه کې دننه جوړدی او دواړو غاړو ته یې د سکاټلینډ د ‍پوځي بینډ دوه غړي یو د ټوپک او بل د خپل ”بین-باجی”سره ولاړ دي. لاندې ورته ”خوشاله ګورډن” لیکلي دي. د شرابو ( بیر) د څښلو دغه جګ د ”درګۍ جګړې” نمانځنه ده چې په ۲۳ اګست ۱۸۹۷م کې وشوه.
برطانویان په نړۍ کې د خ‍پل هر جنګ نه یواځې تاریخ لیکي، بلکه د ځینو ‍ېېښو انځور په مختلفو توکو د کاروبار لپاره هم جوړوي.
په پښتونخوا کی یوه درګۍ (منګا درګۍ) د سوات په لاره او بله په تیراه کې ده. د تیراه اپریدو د درګي په لوړو انګریز ته مورچې نیولی وې او لږو يې ټوپک لرل خو زیات يې تش لاس وو. دوی سره د مقابلې لپاره لومړی د ”ګورکها” ‍پلټن واستول شو خو ماتې يې وخوړه. بیا دوه نورو کنډوکونو هڅه وکړه او پاتې راغلل. په څلورم ځل د سکاټلینډ ”د غرونو ګورډن لومړی کنډک يې وننګاو چې د خپل بین باجو سره بره ختلو ته تیار شول. د دوی مشر لیفټنټ کرنل متهایاس د سختو ډزو او د تیږو په باران کې مخ په بره حمله وکړه او د ۴۰ مینټو په جګړه کې درګۍ په لوړو وختلو. د ده درې افسران او دیرش سپایان ‍په دې جنګ کې مړه او زخمیان شول خو د میړانې بیلګې يې پ‍ریښودې.
یو کس ”فینډلیټر” په دواړو پښو ټپي شو خو یو ځای کیناستواو صرنا ( بین) يې غږاو چي ملګري يې بې حوصلې نشي. په دغې کارنامې خپل ولس کې مشهور شو او ملکې ورته تر ټولو جنګي میډل ”وکټوریه کراس” ورکړو. یو بل عسکر ”ایډورډ لاسن” ‍په سخت جنګ کې خ‍پل زخمي افسر و‌‌ژغورو او میډل يې وګټلو. د دغې جنګ ‍په یاد یوه ترانه ”د درګۍ غرونه” هم جوړه شوه چې برطانیې کې په خاصو موقعو به ویل کیده.
هغو پښتنو چې په دغو جنګونو کې يې توره وکړه. څوک يې پیژني؟

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *