جمال ګړۍ


د مردان نه دولس کلومیټرشمال کې د لوند خوړ او سودم تر منځ یو ټیټ پراخ غر(د باچا غونډۍ) به د “کافر کوټ” په نوم یادیدو. د دې په لمنه کې یو وړوکی کلی جمال ګړۍ په نوم اوس دا کنډوالې په هم دغه نوم شهرت لري. له زمکې څخه ۱۵۰ میټر لوړ دغه غونډۍ په دریم میلادي پېړۍ کې د بودای راهبانو د مراقبې ځای و.
دا غونډۍ د هند-پارتي دوره کې هم ممکن یو عبادتځای و چې وروسته د کشان حاکمانو په لاس کې شو. کشان باچاهانو په وخت ګندهارا کې د بودهه دین وده وکړه او د تخت بهۍ، راني ګټ او عزیز ډېرۍ په شان جمال ګړۍ هم د زایرینو د منښتو مرکز و. په راتلونکو۲۰۰ کالو کې ورباندې یوه لویه سټوپا او نورې ودانۍ جوړیدل، ترڅو په پینځمې پېړۍ کې د سپین تمان(یفتلیانو) په حملو کې ویجاړ شو.
په جنوري ۱۸۵۲م کې په لومړي ځل یو انګریزلرغون ‍پوهه الیګذانډر کننګهم د باچا غونډۍ د کنډوالو جاج واخیستو. تر ۱۸۷۳م، دریو پوځی افسرانو، لمسډن، سټوکس او کرمپټن د برطانوي حکومت له خوا د باچا غونډۍ وپلټله. د سکو او بوتانو نه علاوه دوی د خاورې لوښي او نور اثار ترې راویستل. په ۱۹۰۷م کې په خروشتي ‌لیکدود یو ډبر لیک رابرسیره شو چې ورباندې ۳۵۹سماوت ( ۲۷۵م) نېټه کنده وه. تر ۱۹۰۷م په کیندنو کې د بودا لوی وړې مجسمې او نور توکي رابرسیره شول.
د دې مرکزي ګول دکانچه ختیځ لوري ته اوو (۷) پوڼۍ لري چې ښایی هلته د بودا لویه مجسمه ایښې وه. ښکته د طواف لپاره پلنه لاره ده او بیا چاپېره ترې ۱۵وړې خونې دي. ښایی هلته خلکو تبرکات راوړل او راهبانو به ورته تعویذونه او دم شوي اوبه ورکول. بیا نور ښکته په یوه لیکه د منښتونو او مرادونو وړې سټوپې وې چې اوس يې یواځې د تیږو دکانچې پاتې دي. دا تیږې د غونډۍ نه يې راشوکول چې ډېر په مهارت یو بل د پاڅه په ترتیب ایښودل. څرګنده نه ده چي د نښلولو لپاره يې په منځ کې يې کومه مساله کاروله. په ځینو دېوالونو د تورو تیږو د پاڅه د سپینې چونې پوښ ښایی چی یو وخت دا ټول کمپلیکس به د سپوږمۍ په رڼا کې لکه د تاج محل ځلیدو.
د لوی سټوپا (پلیټ فارم) لویدیځ کې د باراني اوبو یوه زیرمه (ټینکۍ) جوړه ده چې هلته اوسیدونکو راهبانو به کاراو. د دې په شمالي څنډې د ډوډۍ خونه او ورسره پخلنځای چې د رڼا لپاره پکې طاقچې جوړې دي. یو لوی میدان د اجتماع او د غونډو لپاره و چې یو وخت د پروړ او لرګي څپر يې لرل.
د مراقبې لپاره په یو قطار وړې حجرې جوړې دي چې مخه يې ختیځ لوري ته ده. هلته د نمر خاته نندارې نه علاوه ښکته سیمه ښکاري چې هغه وخت پکې شنه ځنګلونه وو. د عامو خلکو لپاره، د غره په جنوبي څنډو یو میدان کې د میلو ځایونه جوړ وو.
د جمال ګړۍ نه موندل شوي، ځینې اثار کلکتې او نوربرټش میوزیم کې نندارې ته ایښي دي. هلته د کنډوالو په یوې معلوماتي تختې په اردو کې لیکلي دي چې ځینې نوادرات انګلستان ته په لار، یوې بېړۍ کې غرق شول. خو ددې خبرې پخلی نه شي کیدای.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *