زما ژوند او ژوندون ( ۲۰)


په جیل کې به يې قیدیانو ته يې د اوبدلو چل هم ورزده کوو چې مشر يې یو بابو ساب ډېر پوچ خلی کس و. یوه ورځ په دوبي ګاټ (د جامو وینځلو ځای) عبد الصمد اوزګار ناست و. د بابو ساب ورته پام شو نو په قهر يې ورته وویل چې دلته راشه. اڅکزی د هغه لوري ته ورغلو او سوچ يې کاو چې که ښکنځل یا وهل یې وکړل نو څه به ورسره کوي. خو د ده نه وړاندې هغه سیک درزې، بابو ته څه وویل نو هغه نرم شو. بیا یو کال وروسته د خپل خوشې کیدو په وخت د جیل لوی داروغه ( ډپټي سپرنټنډنټ) لاله رام کرشن ورته د دې سبب وویلو. د امرتسر اوسیدونکی یو افسر، مچ جیل ته د راغلو نوټولو ملازمانو ته امر کړی و چې دوی قامي خلک دی او باید جیل کې نه وای ساتل شوې. په دوی به نه کار کوئ، نه به يې تنګوئ، او پام به پرې کوئ. درزي ایشر سینګ هم دغه خبره بابو ساب ته وکړه چې هغه دومره نرم شو. له دې اڅکزي ته اندازه وشوه چې هندوانو د انګریز د پاچهۍ، څومره مخالفت کاو. دوی سرکاري ملازمان او د کار پېسې يې اخیستې خو هر ځای چې وس يې بر و، د قامي خلکو سره به کومک کاو. بل خوا د دوی د مشرانو حال يې هم ولیدو. وایی چې د دویم نړۍ وال جنګ په پېل کې په ډېلي کې د ټول هند قامي خلک راټول وو. پنډت جواهر لال نهرو د یو انګریز آی-سي- ایس په سرکاري بنګله کې د هغه میلمه په توګه اوسیدو. د کمیونسټ ډلې مشر “جوشي” د بل آی-سي ایس میلمه و.
یوه ورځ اڅکزی يې بیلي رام داروغه په دفتر کې د بارک اوسیدونکو په اړه وپوښتلو. په دوی کې یو آغا محمد کاکړ، د دوی د کلي خدای داد بلوڅ وژلی و. د هغه میرمن چې د کاکړ ترله کیده، ترې ګرځولی وه. داروغه ترینه، د سید او توره باز پوښتنه وکړه چې تاسو د شپې د جیل د افسرانو د سختۍ خبرې کوئ؟ ده انکار وکړو نو وې ویل ” تا ته سید نه وو ویلي چې زه به څېرۍ ( کاغذ) کلم او کڅوړه ( لفافه) درته راوړم…ته به خت راولیکی چې سرکار د جیل په سختو او د افسرانو په پړو او زیاتي خبر کو؟” ده ورته وویل چې داسې خبره يې نه وه کړی او پوهیدو چې د جیل څخه خط لیږل بند وو. عبد الصمد يې پریښودو خو ماښام د بارک د بندیدو په وخت، سید او آغا محمد يې د بسترو سره یوړل او په چکۍ کې بند کړل. اڅکزی وروسته خبر شو چې سید څه موده وړاندې په هزاري باغ جیل کې د آغا محمد په شکایت سزا موندلې وه. د هغه په غچ، آغا په سید دا تور ولګاو چې ده د خط خبره کړی وه.
هغه وخت د کابل څخه محمد انور کاکا د سرکار په مرسته، ګواهانو سره کوټې ته راغلو. جرګې هغه د انګریزانو د تښتونې د سازش نه بري او ټول جایداد يې ورته بیرته ورکړو. په دې توګه د بلوچستان د پولیسو سازش بې بنیاد وختلو ځکه هغه ټول ګواهان چې په کندهار کې د محمد انور خان په اړه پولیسو وړاندې کړي وو، دروغ ثابت شول. د کوټې انګریزانو لپاره د اڅکزو د بندولوهیڅ دلیل پاتې نشو نو د هغوی څو خپلوان يې ملاقات ته ورواستول چې دوه پکې ډېر سپین ږیري وو. د جیل په یوه پنجره (کوټه) کې خپلوان او بل کې دننه خوا قیدیان ولاړ وو. نور کله به په منځ کې وړوکی داروغه ناست و خو په هغه ورځ د جیل پیرنګی او لوی داروغه ولاړ وو. دوی ورته وویل چې ستاسو خپلوان عزتمن خلک دي او د سرکار له خوا يې درته پیغام راوړی دی. د روغبړ او د حال احوال نه وروسته سپین ږیرو مشرانو ورته وویل چې که تاسو د سرکار څخه بخښنه وغواړئ نو دوی به مو پرېږدي. هغوی ته يې یو لیکلی معافي نامه وښودله چې په دې دستخط وکړئ. اڅکزي او ملګرو ورته وویل چې معافي خو به هیڅکله نه غواړو. په دغسې خبرو تاسو یواځې زمونږ نا بلکه ځان او د ټول پښتون قام سپکاوی کوئ. دوی بیرته راغلل نو په خپلوانو کې د یو کس په مشوره، ټول پیرنګي له ورغلل چې دوی قیدیانو سره ځان له لیدل غواړي. لږه شېبه وروسته قیدیان يې بره د وارنټ دفتر کې خپلوانو سره مخ کړل. هلته د دوی سپین ږیرې ترونه او دوه ځوانان محمد طاهر خان او غفار خان موجود وو. یو کلرک بابو او عبد الرحمن کشمیری په کرسۍ ناست وو. یو سپین ږیري اکا خپل پټکی د اڅکزي په پښو واچاو، پښې يې ورته ونیولې او وې ویل چې تر څو د دوی خبره و نه مني، سر به د هغه له پښو نه لیرې کوي. د ۲۴ کلن عبد الصمد لپاره دا د ژوند تر ټولو ګران وخت و چې یو سپین ږیری د ده پښو ته لویدلی و. ده ورته وویل چې ته پګړۍ په سر کړه، ” زه ستاسی هره خبره منم که څه هم زما مرګ پکې وي.” بیا يې ورته وویل چې دوی د قامي کار لپاره نه دي قید، بلکه د پیرنګیانو د تښتونې په تور بند دي. که په ریښتیا يې څوک اغوا کړی وای نو تر اوسه به غرغره وای. د معافي په غوښتو مونږ به په خپله خله دا تور په ځان ومنو نو بیا به راته پانسي راکوي. کشمیري بابو د ده خبره تاید کړه او وې ویل چې ستاسو په خط کې هم دغه لیکلي دي. خپلوانو چې دا خبره واوریده نو لږ نرم شول خو بیا يې وویل چې تاسو بل لیک ولیکئ او دا تور پکې مه منئ. دوی هم هغسې وکړل. په دې موقع هغه د طاهرخان او غفارخان نه پوښتنه وکړه چې تاسو څه له په ارام نه کېنئ. ډېر وخت مو په بند کې تېر شو، لږ پاتې دی او دا به هم تېر شي. هغوی ورته وویل چې د دوی بندي کیدل ورته یو ډول پیغورخبره وه. ” چی موږ يې هم نیولی وای نو دا شرم به مو نه وو په غاړه”.
نور بیا

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *