قانون او اپریدی


د فروري ۱۸۸۷م په یو سهار د تیراه یو جومات کې له لمانځه وروسته خلک لاړل. یو کس څادرلاندې پټ ټوپک وړی و او کله چې خپل هدف ته يې شیش نیولو نو چا نه لیدو. د خپل تربور کمال خان له وژلو وروسته دغه کس سمدلاسه پولیټیکل ایجنټ ته ورغلو او د مقتول په سر ټاکل شوی ۲۰۰۰ روپۍ انعام ترې وغوښتې. خو هغوی ورته انکار وکړو.
کمال خان، ملکدین اپریدی او لکه د عجب خان د انګریز په ملیشیا کې سپای و. څرګنده نه وه چې دی په څه خبره له پوځ ووتلو خو په ۱۸۸۰م د جنوری په ۱۳ نېټه ده د خپلو ملګرو سره د لومړي بنګال رسالی نه درې اسونه، بوتلل. بیا د فروري په میاشت کې د ده ورور “یاری” د خپلو دریو ملګرو سره د متنو په یوه مېره کې د پوځ په ډزو ووژل شول. د بدل اخیستو لپاره کمال خان په ۱۸۸۱م په جون کې د خیبردرې او د باړې په سړک په چوکیو حملې وکړې او څو ټوپک يې ترې یوړل. انګریز پوځ د خپلو اسونو د خلاصي لپاره ورته ۹۰۰ روپۍ ورکړې. د ده د شهرت له کبله هر شوکمار به د کمال خان نوم اخیستو. په ۱۹ جولای ده د پیښور په بنګال لانسر چوکۍ یو پوځي ووژلو او ۵ يې زخمیان کړل. د حملې نه وړاندې کمال خان د پیښور او جمرود تر منځ د ټیلیګراف تارونه پریکړي وو او ۵ نور کسان هم ورسره مله وو. ده د پیښور کمشنر ته یو لیک کې د حملې پړه پخپله غاړه واخسته چې نور اپریدي ترې په امان وي.
کمشنر د دې اطلاع پنجاب ته ورکړه، ورسره د اپریدو د یوې جرګې او د کمال خان په سر ۲۰۰۰ روپۍ انعام د ټاکلو وړاندیز وکړو. په خیبر کې د ټولو اپریدو ملکانو یوه جرګه وشوه او د کمال خان د سپارلو یا د خپل سیمې نه شړلو غوښتنه وشوه. د انکار په حالت کې به هر قام ۲۰۰۰ روپۍ تاوان او د هغه د هر ملګري په سر ۱۵۰۰ روپۍ حکومت ته ورکوي. د خپلو وژل شویو سپایانو لپاره يې انګریزانو ترینه د ۵۰۰ روپۍ سړي سرغوښتلې. خو په جرګه کې ملکدین خیل او کمبرخیل پړه وګرځول شول چې دوی به انګریز ته ۷۰۰۰ روپۍ جرمانه ورکوي. په تیراه کې د کمال خان د کور سیزلو خبره يې هم ومنله. د ده کور دوه ځلې پخوا سیزل شوی و چې هغه به بیرته جوړ کړو.
تر ۶ کاله کمال خان د انګریز په چاوڼیو حملې کولې او اخر چې د ده په سر د نغدو پېسو انعام وټاکل شو خو شرط يې دا و چې دی به ژوندی نیول کېږي. کمال خان پخوا یوه شخړه کې په تربور ډزې کړې وې او ښی پښه يې ورته ژوبل کړی وه. په ۱۸۸۷م کې هغه تربور د انعام په حرص او خپل بدل اخیستو لپاره موقع پیدا کړه. ده د جومات له دېوال په کمال خان ډز وکړو او پولیټیکل ته يې ځان ورساو. خو هغه مایوسه شو ځکه حکومت ورته د انعام ورکولو څخه انکار کاو. د انګریز له خوا د ژوندي کمال خان قیمت زیات و ځکه هغه به يې عدالت ( محکمه) کې ودراو. یو پوځي راپور کې لیکي، ” زمونږ هدف دا و چې دی ژوندی ونیول شي خو که د نیولو په وخت يې کشمکش کاو او په دې کې ووژل شو نو د نیونکي غاړه بنده نه وه. په بل حالت کې قاتلان ډېر وو او یو چا هغه په لوی لاس وژلی شو. مونږ دا خبره واضح کړې وه چې که چا هغه په “نا خبرۍ” کې ووژلو نو هیڅ انعام به ورته نه ورکوو.”
برطانوي پوځ افسر په خپلو یادښتونو کې لیکي چی هر اپریدی یو دشمن لري او دشمني د ژوند مالګه ګڼي. د دوی جنګونه په عقیدو نه، بلکه زمکه، پوله، میراث او په ښځه شخړې کوي. د یو بل سره يې دشمني ترهغې روان وي تر څو چې د مخالف په کور کې سړي پاتې وي. که داسې نه وي نو ټوپک په لاس دشته کې د یوې تیږې شا ته کېني او په ساعتونو انتظار کوي چې د ده ګاونډی یا تربور په لاره تیر شي او دی يې په نښه کړي. “دوی زمونږ قانون او عدالتي سیسټم ته په سپکه ګوري او باور لري چې یو انګریز هم د دوی په خاوره د ملګرتیا لپاره نه راځي. خو بیا دغه اپریدی زمونږ په پوځ کې په خوشالۍ کارکوي. “د ۳۰۰۰ نه تر ۴۰۰۰ اپریدي په انګریز پوځ کې ملازم وو.”
د کمال خان تربور په دې نه پوهیدو چې انګریز د هغه د قتل لپاره ولې ده ته انعام نه ورکاو. ده به بحث ورسره کاو چې د کمال وژل اسان او نیول او انګریز ته وروستل ګران وو. بیا به يې پوښتنه کوله چې که هغه مې ژوندی درته راوړو نو تاسو به ورسره څه کول؟ انګریز به ورته ویل چې مونږ به ورباندې د قتلونو مقدمه چلوله. اپریدي به بیا پوښتنه وکړه چې عدالت به ورته څه سزا ورکاو؟ جواب به د غرغرې( مرګ) سزا و. نو چې انګریز يې اخر وژني نو ولې ما ته انعام نه راکوي چې دا کار مې ورته وکړو. ” که ستاسو لاره (پالیسي) وي او که زما-خبره هم یوه ده او هغه د کمال مرګ دی. زما لاره ساده او اسانه ده.”
وروسته د کمال خان ورور اکبرخان په هم دغه ساده او اسانه لار د ” چوبک سرای” سره نزدې قاتل په وژلو خپل انصاف وکړو. انګریز لیکي چې د اپریدو نه مو خپل تاوان په اسانه تر لاسه کړو او د خیبر معامله حل شوه.

سرچینه
۱.د پیښور ګزیتیر- ۱۸۹۷-۹۸م د پنجاب حکومت- ۲۸۴مخ.
2. 18 years in the Khyber ( 1879-1898) Sir Robert Warburton. Murray Press London. 1900. OUP Pakistan Reprint 1970.

1 Comment

Add a Comment
  1. MAM,
    ASSALAMOALIKUM,
    ZAMANGO TAREEKH KA SOOMRA DA MIRANO NA DAKA DA NO,HOMRA DA GHADARANO NA HUM DAGHDAR DA,
    O DA MONGA MATE WOJAHAT HUM DA DE CHE MONG QABILA QABILA JANGH KARE DE, KALA HUM DA QAOM PA HASIYAT NA YU JANGIDALI,

Leave a Reply

Your email address will not be published.