ګاګره


د کابل ژمې زمهرير دې.
ما د بتخاک له ګاګرو تېره کړه چې ځمه

ګاګره (تلفظ لکه خاوره یا واوره) د “ګهګهر” نه راوتلی پښتو ټکی دی چی ریښه يې په سانسکرت کې ده. هغه کمیس چی لمنه يې ګول (ګردی)، په پښتو کی ګګره یا ګاګره او په انګریزي کې “فراک” نومېږي. په لاس یا کارخانه کی جوړ شوی ټوکر(کپړه) دوه برخې لري چې یوه يې بر(سور) او بل يې طول یا ګاګره وي. د بر لپاره عمومي کچ کله یو، کله یو نیم او کله دوه میټر وي. د کپړې طول یا ګاګره د اړتیا سره سم پینځه. شپږ او ان تر لس میټر هم کیدایشي چې هندي کی پوره تهان ورته وایی. د عادي کمیس ګنډلو لپاره اوس هم د بر خوا نه د دې اوږد والی کچ کوي. د ښځو کوچاني کمیس تر ملا هم دغسې پریکوي چی ورباندې ګنډ شوی وي. په ملا کې ورته بله چین (چوڼ) داره ټوټه په ګاګره ګنډي ځکه د هغې لپاره زیات ټوکر پکار وي.
د بتخاک په نوم د افغانستان په خاوره درې ځایونه شته چی یو يې په خوګیاڼو، دویم په میمنه او دریم د کابل نه ۱۷ کلومیټر ختیځ کی واقع دی. په دغې لنډۍ کی د کابل د ساړو زکر کېږي نو دا د بګرامۍ ته نزدې د بتخاک د غرونو ګاګرې یادوي.
دا د بودای دورې نوم دی چی ممکن هلته په یوې سټوپې کی د بوده ایره یا بل څه تبرک اېښي وي. د کابل په ختیځ کې چکري مینارونه او د بتخاک په یوې غونډۍ د کافر کلا نښې ښایی چی په څلورمې پېړۍ کی دا د کابل نه د وتلو یوه مصروفه لاره وه. د بتخاک شا و خوا سیمه غرنۍ ده او د یو غر نه بل ته اوړیدل پخپله سخت مزل و خو لوړ ختلو په ځای، کوچیانو به د غرونو په اړخ مزل کاو او سفر به يې پرې لنډ شو. دغسې تنګو لارو ته ګاګره واي چی د باران او واورې له کبله د تیږو په ر‌ژیدو کله مخ په بره او کله ښکته د غر نه راتاو وي.
د پښتو یوه محاوره ده چی کوهي ګاګرې کړي دي. مانا د کوهي دننه دیوال خاوره سولیدلی او لارې پکې جوړې دي. د غرونو ګاګرې هغه وخت واضح ښکاري کله چې دا په واورو پټې شي.
نوټ- زمهریر په فارسي کی سخت ساړو(یخ) ته وایی. په کابل کی د ژمي حرارت درجه کله کله د منفي نه ښکته ( ۲۰-۲۲) هم شي.
د ملالۍ شینواری نه په مننه
یو لوستونکی عبد الغفور لیکي چې د دوی په لهجه کې وړو تیږو ته ګاګره وایي چی د پام وړ خبره ده.

1 Comment

Add a Comment
  1. زمونږ په محلي لهجه کې بیا ګاګره تیږو ته وایو وړی تیږی په انګش کې pebble

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *